شنبه, مې 4, 2024
Home+هغه لیکوال چې له ډیرو اثارو یې فلمونه جوړ شول

هغه لیکوال چې له ډیرو اثارو یې فلمونه جوړ شول

تاند- له نن څخه ۳ کاله پخوا بریتانیايي ناول لیکوال جان لې کرې (John le Carré) د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۱۲ مه د ۸۹ کلونو په عمر د انګلیستان په ترورو کې مړ شو.

د ده ریالستیکو جاسوسي ناولونو، چې په دې برخه کې یې په نړۍ کې د پراخو معلوماتو او تجربو پر اساس لیکلي وو، ډېره تلوسه لرله.

دی د ۱۹۳۱ د اکتوبر په ۱۹ مه د انګلیستان د پول په دارسیټ کې زېږېدلی په اکسفورډ پوهنتون او له بریتانیا دباندې یې لوړې زده کړې کړي. د ۱۹۵۶ او ۱۹۵۸ کلونو ترمنځ یې په ایټن کالج کې فرانسوي او لاتیني ژبې تدریسولې. په ۱۹۵۹ کې په لوېدیځ جرمني کې د بهرنیو خدماتو (استخباراتو) غړی شو. له دې ادارې سره یې تر ۱۹۶۴ پورې کار ته دوام ورکړ.

ده په همدې موده کې ناولونه ولیکل او لومړنی ناول یې، چې (Call for the Dead) نومېده، په ۱۹۶۱ کال چاپ شو. له دې ناوله په ۱۹۶۶ کال د (The Deadly Affair) په نوم فلم جوړ شو.

ده د خپلو کاري تجربو پر اساس ګڼې پولیسي کیسې ولیکلې چې په هغو کې مرکزي رول د جورج سمیلي په نوم د یوه استخباراتي مامور دی.

په ۱۹۶۳ کې یې درېیم ناول (The Spy Who Came In from the Cold) له چاپه راووت. د دې جاسوسي ناول کیسه هم د ختیځ او لوېدیځ جرمني له استخباراتي جګړې سره تړلې ده.

د ده له اکثرو ناولونو فلمونه جوړ شوي او ډېر بریالي فلمونه ګڼل شوي دي.

د جان لې کرې د امازون له لارې پلورل کېږي او مهم یې دا دي:

“A Delicate Truth” “A Legacy of Spies” “A Most Wanted Man” “A Perfect Spy” “Absolute Friends” “Agent Running in the Field” “Call for the Dead” “Our Game” “Our Kind of Traitor” “Silverview” “The Constant Gardener” “The Honourable Schoolboy” “The Little Drummer Girl” “The Night Manager” “The Pigeon Tunnel: Stories from My Life” “The Russia House” “The Secret Pilgrim” “The Spy Who Came In from the Cold” “Tinker, Tailor, Soldier, Spy”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب