Homeخبرونهلغمان کې د چت غورځېدو پېښه کې ۶کسان مړه او ژوبل شوي

لغمان کې د چت غورځېدو پېښه کې ۶کسان مړه او ژوبل شوي

تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۲۷مه) په لغمان ولایت کې تېره شپه د یوه کور چت غورځېدو له امله یو کس مړ او د ښځو په ګډون پنځه نور ژوبل شوي دي.

دغه پېښه د دولت شاه ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي وایي چې، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

 نوموړي زیاته کړې، چې دغه پېښه تر بېګاني سخت باران وروسته شوې ده.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې، د هواپېژندنې ادارې نن (د وري ۲۷مه) په ۲۱ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه وړاندوینه د نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، لغمان، کپیسا، پنجشېر، پروان، میدان وردګ، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندوز، بلخ، سرپل، غور، بامیان، دایکنډي او تخار ولایتونو لپاره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مطالعې یا لوستلو عادت!| حمیدالله فیضي

ورځنۍ مطالعه ستاسو مفکورې یا فکر ته پرمختګ ورکوي او ستاسو په ژوند کې لوی بدلون رامنځته کوي، ځکه ورځنۍ مطالعه ستاسو علم زیاتوي،...