دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهلیکونه (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

لیکونه (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

  مسافر مازدیګر مهال یوه نا اشنا کلي ته ورسېد، ستړی ستومانه و، ورسره کوچني پنډوکي یې ګوتې شخې کړې وې، د یوې ښکلې او دنګې کلا  لویه لرګینه دروازه یې ټک ټک کړه، د چا غږ رانه غی، دا کار یې بیا تکرار کړ، په لاره ډنګر ماشوم تېرېده، لښته یې په لاس کې وه، د نا اشنا کس په لیدو تم شو، سر تر پښو یې له نظره تېر کړ او بیا یې پاس لګېدلي زنګ ته خپله لښته ونیوه

 کاکا! دوی ټک ټک نه اوري، هغه تور شی تخته کړه…

   په لرګینه تخته لګېدلي تور اوږده بټن ته یې پام شو، له ماشوم وشرمېده، نرۍ ګوته یې ور اوچته کړه، زور یې ورکړ، وړاندې چېرته د ټیو ټیو غږ واورېدل شو.

د دېواله څنګ ته د پښو په سر کېناست، څو دقیقې وروسته د دروازې خلاصولو غږ پورته شو، یو ډنګر ځوانکی راووت، مسافر او ورسره پنډونکي ته یې وکتل او له ستړي مه شي پرته یې پوښتنه وکړه:

له حاجی صاحب سره  دې کار و؟

هو، چېرته دی؟

راځي، مخامخ مهمانخانې ته ورځه، نور مسافر هم را روان دي، سبا له همدې ځایه روانېږي، شاید وروسته راشي، زه به چای هم درته راوړم.

د کلا څنګ ته راوتلې دروازې ته ورغی، خلاصه یې کړه، لویه کوټه وه، ترکي غالۍ په کې غوړېدلې وې، په کړکیو کې یې رنګارنګ ګلدانونه اېښي وو، د کالیو پنډه یې په تاخچه کې کېښوده، د بسترې له سره یې جاینماز را واخیست، دوه رکعته مسافرانه لمونځ یې وکړ، له دعا وروسته یې مخامخ المارۍ ته پام شو، ټوله له لیکونو ډکه وه، زړه نا زړه ور پاڅېده، را خلاصه یې کړه، ګڼ لیکونه لاندې را ولوېدل، وارخطا شو، ټول لیکونه یې بېرته ور اوچت کړل، د ډېرو پاکټونه او سرپوښونه خېرن، سولېدلي او ګرد وهلي وو.

د المارۍ  څنګ ته یې په توشکه پښې وغځولې او یو لیک یې پرانېست، دعا او سلامونه یې لیکلي وو او په لاندې برخه یې کې ولوستل:

(( پلاره! مور مې وايي چې سږ کال دې له ښوونځي باسم، شپني به کوې،  کورکې څه نه لرو، پلار دې مسافر دی، باید غریبي او مزدوري وکړې، احمد ورور مې سږ کال اووم ټولګي ته ځي، یوازې دی به درس ووايي، خو زه له ښوونځي سره مینه لرم، خیر دی، ته ورته یو څو پیسې را ولېږه چې کورته پرې اوړه، وریژي او غوړي واخلو، زه غواړم درسونه ووایم او ته له پردیو مزدوریو خلاص شې….))

په لیک کې نورې خبرې هم وې، خو طبیعت یې خراب شو، بل لیک یې پرانېست، له سلام کلام نه تېر شو، منځ ته یې ورغی، چا خپل کور ته لیکلي وو:

((زویه! مور ته دې ووایه چې د اعظم کاکا خبره ومني، زوی یې ښه سړی دی، د برېښنا لور خبره مې ورسره کړې ده، نه ورته مه وایی، ښه کارګر هلک دی، هر ځل یې چې اتاق ته ورغلی یم، له کار وروسته پینځه وخته لمونځ اودس کوي، له بدو هلکانو سره هم نه ګرځي، یو کله کله سګرېټ څکي، هغه به هم ورباندې پرېږدم، نور نو همغه دود او دستور دی، توکل په خدای وکړئ او دستمال ورکړئ.))

لیک یې بېرته پاکټ کې کېښود، اوږده ساه یې واخیسته او یوه بل پاکټ ته یې لاس کړ، کوم تره خپل وراره ته لیکلي وو:    

((وراره ګله! نور نو لوی شوی یې، له مکتب څه نه جوړېږي او نه هم د کلي یوه ټوټه ځمکه موږ ته څه راکولی شي، ځمکه ګرو کړه، په پیسو یې کور ته څه سود سودا وکړه، نور دې خوا ایران ته  را روان شه، له قاچاقبر سره مې خبره کړې ده، مزدورۍ ښې شوې، تومن پورته تللی، ګوره ژوند مو مخکې دی، د خدای بښلي ورور نښه مې یې، واده او خپل ژوند ته به رسېږې، ددې لیک له لوستو وروسته د سفر موزې په پښو کړه…))

دا لیک یې هم له سترګو لرې کړ، بېرته یې المارۍ ته ګوزار کړ، تصمیم یې ونیوه چې نور به یو لیک هم نه لولي، خو زړه یې صبر ونه کړ، د لیکونو له منځه یې یو بل را کش او پاکټ یې څیرې کړ، وړاندې لاړ او په یوه برخه کې یې لیکلي وو:

(( ګل محمد وروره! د خیال محمد درک لا هم نشته، دا دي درېیمه میاشت ده چې زما ملګري او قاچاقبر ټول پسې ګرځي، خو خدای خبر چې په ورور مو څه وشول، په ځمکه کې ډوب شو که اسمان ته وخوت، په هغه شپه هم له موټره پسې ښکته شوم، مړی او ژوندی یې پیدا نه شو، ته مورجانې او لالا ته ډاډ ورکړه، ورته ووایه چې ښه دی، کار کوي، یوه مناسب وخت کې به زنګ درته ووهي…))

مسافر اه وکړ، یوه بل لیک ته یې لاس کړ چې ځوانکی هلک را ننوت او د چایو پتنوس یې مخکې ورته کېښود، ده هم پښې را ټولې کړې او لیک یې تر بالښت لاندې کړ

ځوانکي ورته وویل:

څه کوې کاکا! ماغزه دې زیات شوي، نو چې دومره لیک دې زده دی بیا ایران ته څه غواړې، ولې بل کار نه کوې؟

مسافر په بله نړۍ کې ورک و، مصنوعي خندا یې وکړه او ځواب یې ورکړ

هسې ورسره بوخت شوم، دومره سبق مې هم نه دی ویلی، ته د حاجی صاحب زوی یې که وراره؟

ځوانکي د چایو پیاله ډکه کړه او وویل:

نه کاکا یو هم نه یم،دلته مزدور یم، په لیک لوست نه پوهېږم، قاچاقبران چېرته خپل اولادونه په کلي کې بې تعلیمه پرېږدي، خدای خبر په کوم خارجي ښار کې به وي.

زړه یې ډاډه شو، بل لیک یې پرانېست، له سلام او دعاګانو یې تېر شو او د لیک منځ ته ورغی، په کې راغلي وو:

((پلاره! زه ددې کال په اخر کې درځم، پیسې مې هم ټولې کړې، خسر ته مې ورشه، ورته ووایه چې بې ځایه پېغورنه او خبرې دې نه کوي، انشاءالله تعالی چې خبره به پینځم کال ته نه ځي، سږ کال مې چې ترې را ناوې نه کړه، نو ستا زوی به نه وم، نور یې ټیټه ورته مه وایه، که کمې شوې له ملګرو به یې قرض کړم او له واده وروسته به بېرته راشم…))

د مسافر په شونډو بیا ترخه موسکا خوره شوه، خو ځوانکي یې له لاسونو لیک واخیست

کاکا چای دې وڅښه! دا د حاجي صاحب خاصه المارۍ ده، نور اسنادونه یې هم په کې دي، تېر ژمی مو څو  کڅوړې کسټونه هم وسځول، خدای خبر هلته به څه خبرې وې، اوس یې پرېږده که نور کاغذونه را وپلټې بیا ماته غوسه کېږي، مه یې ګوره، وايي چې امانت دي.

امانت دي؟

  هو، زه خو چې دا څلور کاله په دې کور کې کار کوم، دا المارۍ همداسې له لیکونو ډکه ده، هر ځل لیکونه ور زیاتېږي خو کموالی په کې نه راځي، نو که نه خپه کېږې، زه به یې بنده کړم، سهار مې ځینې نور لیکونه په کې اېښودل او خلاصه راڅخه پاتې شوه، د حاجي صاحب د راتلو وخت دی، تا ته به څه ونه وايي، خو ما به ورباندې سپک کړې، هغه وايي چې دا کاغذونه بې ځایه ونه غورځوئ، د الله (ج) نوم به په کې وي، ښه دي، ژمی د بخارۍ لپاره په درد خوري.

 د مسافر سترګې په کې وګډېدې، سر یې په بستره تکیه کړ او د څو شېبو لپاره یې د یوه پردې هېواد ستړې اوږدې لارې او بیا د خپلې کورنۍ په څېر لسګونه نورې کورنۍ په ذهن کې ور وګرځېدې، په زړه یې ترخه څړیکه تېره شوه او د چایو پایله یې را پورته کړه.

۱۳۹۸، د غويي ۹ مه

بغلان پوهنتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب