له ډېرې مودې راهيسې راسره يوه نامالومه او نااشنا وېره او ترهه موجوده وه. ما هېڅکله دا ډار نه شو ښکاره کولی. دې خبرې څو لامله درلودل يو خو دا که چا ته ووايم چې زما په تن کې وېره اوډار دی نو د خندا وړ کېدلم. دا داسې ډار نه و، چې زه يې علايم چا ته ووايم یا يې نښې نښانې يا عوامل څرگند کړم. بس ډار و او د هغه دروند پېټی تل زما په تن او وجود لاسبری و. دا ډار تر ډېره وخته زما په تن او حواسو کې ځای شوی و. کله ناکله به مې د بيروني چاپيريال نږدې کسانو، دوستانو ملگرو او د کورنۍ غړو ته زړه لوی کاوه چې ورته ووايم خو بيرته به پښه نيولی شوم او خوله به مې پټه او چوپه کړه. خو دا احساس به هغه مهال را ته ځواکمن شو چې د نورو غبرگون به مې وليده او د هغو په احتياط چلند به مې احساس کړ.
کلونه تېر شول، زما د سر تور وېښتان لکه پاغوندې داسې سپين شول، په ملا کړوپ شوم. ازاد په لار نه شم تللي، د لکړې په مرسته لږه لاره لنډوم. نور هېڅ شي راسره ملگرتيا ونه کړه خو د ډار دا احساس راسره په سفر او حضر کې ډېر نږدې ملگری و.
د عمر په پای کې نور هم گوښی شوم. له ډېرو کسانو مې ځان پټ کړ، چا ته مې اجازه نه ورکوله، چې ما وويني، بهانې به مې کولې، نه مې غوښتل چې له چا سره ووينم او داسې مې هم نه غوښتل چې بل څوک ما وويني.
يوه ورځ يو پوخ او باتجربه سړي چې کله ناکله به مې ترې د يوناني طبابت په هکله مشورې اخيستي، کور ته راغی. له هغه مې ځان نه شو پټولی. کور ته را ننووت، زما د ناستې کوټه کې له ما نه په يوه واټن کې کښيناست. راته کړه يې ايا ډاکترانو يا ډاکټر ته ورغلی وې، و دې ليد؟
ما ويل: «ولې؟»
هغه چوپ شو، فکر يې کاوه، چې زه له ټولې پېښې خبر يم. ما ځان نور هم ناگاره واچاوه، خو دا پوښتنه مې هم را غبرگه کړه چې لږ تر لږه راته ووايه، چې ولې او د څه لپاره ډاکټر ووينم؟
هغه غوښتل خبره تېره کړي؛ خو ما بيا هم ټينگار وکړ. ومې ويل لکه چې تاسې زما له وروستۍ ناروغۍ ښه خبر شوي ياست؟
زما په دې پوښتنه حکيم خان لږ څه را نرم شو، دې ته چمتو شو چې د خلکو اوازې او خبرې اترې راسره شريکې کړي. ما تري پوښتنه وکړه: «کولی شې چې هغه څه چې دې اورېدلي، له ما سره شريک کړې؟ زه خو پوهېږم، خو دا چې خلک څه وايي په دې هم بايد پوه شم. نو لږ يې راته راوسپړه.»
ــ هو! رښتيا درته ووايم ما له يو چا واورېدل چې جدي روغتيايي ستونزه لرې؟
ما بيا په دې موخه چې ناست کس نوره هم خپله خبره پوره کړي، بيا مې خپله پوښتنه تکرار کړه. ومې ويل: «ته پوهيږې چې زما ستونزه خو ډېره پخوانې ده. پخوا به داکتر ته نه ورتللم، د بوټو داروگان به مې کارول، ته هم خبر ياست.»
زما په خبره سړی نور هم نرم شو او دې ته چمتو شو چې راته ووايي: «ښه ده چې ته پرې خبر شوی يې. په خپله ناروغي باندي خبرتيا نيمايي علاج دی. خو دا ډېره ناوړه ناروغي ده خدای دي وکي چي درملنه دې وشي!»
بيا مې پوښتنه را غبرگه کړه، ومې ويل ايا دا ناروغي ډېره خطرناکه ده؟
هغه د دې لپاره چې زما اکر خراب نه شي، لږ غلي شو. غوښتل يې خبره لږه څه پټه کړي. اصلي پېښه راته ونه وايي؛ خو دومره راته وايي:
«دا هم د قسمت او تقدير کارونه دي. په يو چا سخته تېرېږي او يو چا ته خدای سببونه پيدا کوي او اسانه پرې تېرېږي. روغېدل خو د خدای کار دی. هيله ده چې ستا درملنه وشي او په اسانۍ سره ترې روغ جوړ شې.»
بيا مې بله پوښتنه را غبرگه کړه: «پوهېږې دا ناروغي له څه نه په انسان کي پيدا کېږي؟»
هغه راته په ځواب کې وايي: «هره ناروغي جلا عوامل لري. ځينې له يو څه نه او ځينې له بل څه نه، پيدا کېږي. په ځينو کسانو کې له ماشومتوبه ځای نيسي. د عمر په اوږدو کي په يو عادت بدلېږي، د سړي ځانته پام نه وي، خو نور خلک پوهېږي چې «الف» داسې ناروغي لري.»
ــ ښه نو بيا څه کوي؟
ــ خلک چې پوه شي چې د بېلگي په توگه «الف» داسې ناروغي لري، نو هغوی ترې ډډه کوي. نږدې نه ورځي، ځان ترې ساتي. داسې نه چې ناروغي ورته سرايت وکړي. ان تر دې چې داسې کسان ليدل شوي چې د خپل کور کورنى او ان اولادونه ترې ډډه کوي، نږدې نه ورځي، هغوی نه غواړي په هغې ناروغۍ اخته شي، که څه هم دا ناروغي ميراثي جنبه ولري.
ــ ورته وايم، ستا له خبرو داسې جوتېږي چې گواکې زه هم دا ناروغي لرم، که څنگه؟
ــ زه څه نه شم ويلي، خو اوس زموږ په ښار او وطن کې دا ناروغۍ بېخي زياتې دي. دلته هم چې څوک خپل عمر وخوري او زوړ شي، نو لکه په جذام چې اخته وي! زوی، لور ترې ډډه کوي او نږدې نه ورځي؟
ــ جذام دې ياد کړ؟
ــ هو.
ــ نو ستا له وينا داسې جوتېږي چې زه هم په جذام اخته يم.
هغه خبره بيا په خوله کې ژووي، په ښکاره يې نه وايي، خو دومره وايي چې دا ناروغي نه يوازې فرد ځپي او په افرادو کې پيدا کېږي، بلکې په ټولنه کې، په لويو ډلو کې په لويو ځواکونو کې هم وي. ان په چارواکو او حاکمانو کې وي. په ځينو ټولنو کې انسان په تدريج سره جذامي کېږي. ورپسې نسل د ژوند په جوړښت اخته وي، د تمدن او ښاري ژوندانه په ډېرو مسايلو بوخت وي. په کار او روزگار بوختېږي، نو دا پخپله يو جذامي حالت رامنځته کوي.
د ناست کس له دې خبرو سره سم چې هم مې ټکان وخوړ، چې په جذام اخته يم. د خپل گاونډي مېرمن راياده شوه چې مور يې په روغتون کې ساه ورکړې وه، نور څوک يې نه درلودل؛ خو دا يوه محفل ته خبره وه، کله چې له روغتون نه ورته تيليفون وشو چې مور دې مړه ده، هغې خپل نوم بدل وښود، ویې ويل چي نسرين نشته، چېرته تللې ده، چې راغله ورته وبه وايم. دا د دې لپاره چې له محفل نه پاتې نه شي. بهانه يې وکړه او د مور د مړي پوښتنه يې ونه کړه.
ما ته داسې ډېري کيسې په ذهن کې یو په بل پسې لیکه شوې. يو ډېر مشهور سړي په همدي ښار کې درې څلور زامن درلودل، هغه نږدې ډېره موده په روغتون کې و، خو هېڅ يوه يې پوښتنه هم نه کوله.
ما ته دا ټولې کيسي هغه وخت لا په ذهن کې ژوندۍ شوې چې راغلي مېلمه د جذام ناروغۍ په باب خبرې کولې او دا يې هم ويل چې ډېر کسان په دې ناروغي اخته کېږي. هغه کسان چې له ځانه په ناخبره شي، له ځانه پردی شي. کوم چې اوس زموږ د ښار لويه ستونزه ده. نو په دې ناروغۍ اخته وي.
د هغه له خبرو سره سم مې په ذهن کې يوه پېچلې غوټه په خلاصيدو شوه. وينم چې اوس د جذام ناروغي زموږ ښار ته سرايت کړی دی. ټول په جذام اخته دي. يو د بل په غم کې نه دي او د هر څه کيسه پای ته رسېدلې ده.
۲۵، اکتوبر، ۲۰۲۱