سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبژبه او لیکدوددال / ليکوال : محب الله آرمل

دال / ليکوال : محب الله آرمل

د پښتو الفبا ۱۴ توری (دال) دی ، د ابجد په حساب څلور کيږي، خو په پښتو ګرامر کې د اضافت توری يا وييکی ورته وايې، بايد وويل شي چې پښتو ژبه د اضافت همدا يو توری لري.

د اضافت ويکي هغه دي، چې څېزونه او پديدې سره اړوندوي او ملکيت ښيي. لکه د رڼا قلم . دلته که له جملې (دال) لرې کړو او وليکو چې : (رڼا قلم ) مطلب به ګونګ شي او که (دال) ورکړو نو قلم به په رڼا پورې وتړل شي ، معنا دا چې د قلم مالک به پيدا شي .

په پښتو ژبه کې ځنې ويکي لکه (چې، او، که ، سره ، دال ، همدارنګه ، نو ، او مګر ) زيات کارول کيږي چې په هر يوه يې بايد ليکل وشي خو موږ به د (دال) په لږ او ډېر استعمال وغږيږو ، دا به تر يوې اندازې معلومه کړو چې (دال) کله او چېرې وکاروو.

پکتيا پوهنتون په لوحه داسې ليکل شوي : ( د پکتيا پوهنتون ) چې انګلسي معادل يې ( university of paktia) راځي خو تر څنګ يې په انګلـيسي دا سې څه وينئ : ( paktia university) خبره په (دال) کې ده کې پوهنتون يوازې د پکتيا وي نو (دال) پکې بد نه ښکاري ځکه (دال) ملکيت ښيي او که د غير پکتياوالو هم وي نو دال بايد له لوحې لرې شي او وليکل شي : ( پکتيا پوهنتون ) .

په (لمر) تلويزيون کې مې دا علان په لسګونو ځله اورېدلی چې وايې: (آيا د ټولو بهرنيو د کورنيو د پېښو د خپرېدو غوښتونکي ياست ؟… ) موږ وينو چې په (دال ) کې يې افراط کړی او د (دال) زياتو کارولو جمله بې خونده کړې ده ، دايې يوه بدي او بله يې دا چې دغه ډول جملې د پښتو ګرامر له اصولو د بې خبرئ په معنادي ، نه ښايې چې په يوه مشهوره رسنۍ کې غلط اشتهار بار بار خپور شي . يو بل زيان يې دا هم دی هغه ډله ژور نالېستان چې مورنۍ ژبه يې دري وي په پښتو مکالمو کې تېر وځي ، چې مسئول کسان بايد ددې چارې مخه ونيسي .

اوس د ( دال) د بې ځايه کارولو ځايونه او زيانونه لږ را معلوم شول . يوه ډله کسان فکر کوي چې (دال ) يوازې همدا رول لري چې د يوه شي ملکيت ثابت کړي ، مګر ( دال ) نورې دندې هم لري چې دلته به يې له يو دوو يادونه وکړو .

يوه ورځ مې د آزادۍ راډيو ــ راډيويي مجله اورېده يوه تن له استاد اسدالله غضنفر سره د خپل يوه چاپ شوي کتاب په اړه خبرې کولې چې نوم يې وو 🙁 ژورنالېزم خاطرې ) استاد غضنفر ورته وويل د کتاب نوم ته دې ( دال) ولې ندی ورکړئ ؟ هېر مې دي چې ليکوال څه ورته وويل ، خو داسې نومونه مې نور هم اورېدلی ، چې بحث به پرې وکړو .

۱ ـــ ( دال ) د دې ترڅنګ چې د اضافت توری دی د مشخص کولو دنده هم تر سره کوي : لکه ( ژورنالېزم آرونه ) که ددې کتاب نوم (دال) ولري داراته مخصشه کيږي چې په کتاب کې د ژورنالېزم په آرونو، معيارونو او اوصولو خبرې شوې دي ، مګر د دال په نشتون کې نوم ګونګ راته ښکاري .د استاد غضنفر د يو ژباړې نوم دی : ( د زروهېندارو کور) که د کتاب له نومه (دال) لرې کړو (زرو هېنداروکور) به ترې جوړشي او معنابه يې ګونګه شي استاد چې د (دال) په زيان پوهېږي نه غواړي چې حذف يې کړي .

۲ ــ ( دال) مانيز توپير هم پېښولای شي: دلته اړ يم چې يو مثال وړاندې کړم : يوتن چې دهېواد د جنوب اوسېدونکی دی ترې پوښتل کيږي ته د کوم ځای يې ؟ آيا دی به ورته وايې جنوب يم . او که د جنوب يم ؟؟ که له جنوب سره (دال) رانه وړي نو ځان يې په لوی لاس له شرم سره مخ کړ .

بله بېلګه : استاد عبدالشکور رشاد د کندهار دی . که ( دال) رانه وړو داسې و ليکو چې استاد عبدالشکور رشاد، کندهار دی . مطلب مو په لوی لاس وران کړ.

۳ ــ ( دال) د سربل په توګه : سربلونه يا ( prepositions) هغه آدات ( وييکي ) چې په جملوکې د نوم ترمخه راځي او د نوم حالت او دريځ څرګنده وي . سربلونه زيات دي خو دلته به ( دال ) په يوه مثال کې راوړو : ( د مزدور غوندې يې وګته ) يا ( د خبرو لپاره وخت نلرم ) .

د ( دال) او (له) توپير : (له) هم سر بل دی چې اکثره وخت يې ما په کارونه کې تېروتنه ليدلې ده . لکه (د سولې د کاروان سره ) چې بايد د ( دال) پرځای (له) راغلي وای . بله بېګه : يوه نيم بيتي ده چې وايې : (تل به د ساتم له پردو وطنه ) ځنې کسان ممکن وليکي : ( تل به د ساتم د پردو وطنه ) په دې نيم بيتۍ کې هم معلوميږي چې که د (له ) پر ځای ( د) وليکو وطن رانه پردی کيږي تاسې نيم بيتي له سره ولولئ او د ( دال ) په نقش فکر وکړئ .

چې ښه واضحه شي يو بل مثال هم راوړو : دوه تنه دي : اول کس راته وايې ( دکابله ننداره کوم ) . دويم کس وايې ( له کابله ننداره کوم )

د اول کس له خبرې دا مانا اخلو چې ګويا سړی په کابل کې ولاړ دی او نور، نور ځايونه ګوري .

د دويم کس خبرې الهام راکوي چې دی اراده لري لاړشي او د کابل ننداره وکړي .

پای

۱۳۹۳=۶=۲۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب