جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد طالبانو مالیې وزارت د څلور دولتي ادارو د تقاعد د ورکړې...

د طالبانو مالیې وزارت د څلور دولتي ادارو د تقاعد د ورکړې پروسه پيلوي

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۲۶مه) د طالبانو مالیې وزارت اعلان وکړ، چې د څلور دولتي ادارو د تقاعد د ورکړې پروسه د روان کال د لړم ۵مه پيلوي.

یاد وزارت نن شنبه ویلي چې، د تقاعد د ورکړې په دې درېیم پړاو کې به سرحدونو او قبایلو چارو وزارت، د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، د حج او اوقافو وزارت او د ملي دفاع وزارت جنرالان به په راتلونکې میاشت کې خپل معاشونه ترلاسه کړي.

د تقاعد څانګې ټینګار کړی چې هغه متقاعدین چې څانګې یې په دې لیست کې ندي ذکر شوي باید د تقاعد څانګې ته له تګ څخه ډډه وکړي تر هغه چې دوی نوی مهالوېش ترلاسه نه کړي.

دغه وزارت همداراز ویلي چې د پاتې نورو ادارو نوملیکونه به د روان کال د لړم د میاشتې په ۲۵مه به اعلان شي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د یوه چارواکي په وینا، وزارت به د هغو متقاعدینو معاشونه ورکړي چې اسناد یې د دې محکمې لخوا پروسس شوي دي.

1 COMMENT

  1. خو پدې خبر کی ندی ويل شوي چي په دغو متقاعدینو کی د جمهوریت د وخت او تر هغه پخوا آن د ډاکتر نجیب الله د دورې متقاعدینو هم شامل دی، که تنها امارتي متقاعدین؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب