Homeخبرونهد ایران او ترکیې په پوله کې د ۸ وژل شویو افغان...

د ایران او ترکیې په پوله کې د ۸ وژل شویو افغان کډوالو مړي کابل ته لېږدول شوي 

تاند (جمعه، لیندۍ/ قوس ۶ مه) د ترکیې اخلاص خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د هغو اتو افغان کډوالو مړي کابل ته لېږدول شوي چې له ایران څخه ترکیې ته د غیرقانوني اوښتو په ترڅ کې وژل شوي وو.

د دغه آژانس د راپور له مخې، د دغو افغانانو مړي څو اوونۍ وړاندې له ایران سره د ترکیې پر پوله، د وان ولایت د اوزالپ ولسوالۍ اړوند، د سړک پر غاړه موندل شوي وو. د چارواکو په وینا، دغه اته کسان ټول نارینه وو او مړي یې د نومبر په اوومه، د ایران د پولې په درې کیلومترۍ کې وموندل شول.

د ترکیې د ژاندارمري ځواکونو د معلوماتو له مخې، د مړو جسدونه د طبي او عدلي معایناتو لپاره د وان ولایت د عدلي طب مرکز ته لېږدول شوي وو. د لومړنیو څېړنو پایلو ښودلې چې دغه کسان افغان کډوال وو چې په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي وو.

سرچینې لیکلي چې د دغو کسانو د مړینې کره علت به په استانبول کې د نورو طبي او عدلي معایناتو له پایلو وروسته څرګند شي. د هویت له تثبیت وروسته یې مړي د یوې الوتکې په وسیله افغانستان ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه اوونۍ وړاندې هم د هغو څلورو افغانانو مړي کابل ته لېږدول شوي وو چې د ایران او ترکیې په پوله کې وژل شوي وو. د دغو کسانو مړي د نومبر په ۱۸مه په سمنګان ولایت کې خاورو ته سپارل شوي وو.

له دغو څلورو کسانو سره په سفر کې یو بل افغان، چې ذبیح‌الله نومېږي، سیمه‌ییزې راډیو «رستم نوین» ته ویلي و چې د ترکیې پولیسو لومړی د دغو ځوانانو ټیلیفونونه مات کړي، وروسته یې جامې ترې ایستلې او وهلي یې دي.

د نوموړي په وینا، دغه کسان د ترکیې د پولیسو له خوا تر وهلو ډبولو وروسته ایران ته شړل شوي وو او هلته مړه شوي دي. د دغو ادعاوو په اړه د ترکیې د چارواکو دریځ په راپور کې نه دی خپور شوی.

له وان ولایت څخه د افغان کډوالو ایستل

د اخلاص خبري آژانس د راپور له مخې، په وان ولایت کې په بېلابېلو وختونو کې یو شمېر نیول شوي افغان کډوال هم د اریانا هوايي شرکت په الوتکو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، دغه کسان تر نیول کېدو وروسته د قانوني او اداري چارو د بشپړولو لپاره د وان ولایت د کډوالۍ ادارې اړوند د کډوالو د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي وو.

سرچینې زیاته کړې چې د اداري پړاوونو له بشپړېدو وروسته دغه افغانان د وان ولایت له فریت مېلن هوايي ډګر څخه افغانستان ته ولېږدول شول.

د افغان کډوالو خطرناک سفرونه

ترکیه د افغانانو او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو د کډوالو لپاره اروپا ته د رسېدو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. هر کال ګڼ افغانان هڅه کوي چې د ایران له لارې د ترکیې ختیځ ولایت وان ته په ناقانونه لارو واوړي او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته د تګ لاره ومومي.

خو دا سفرونه ډېر وخت له جدي خطرونو سره مله وي. ځینې کډوال د ترکیې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کېږي او بېرته افغانستان ته لېږل کېږي، په داسې حال کې چې نور د سختې یخنۍ، واورې، غرنیو لارو او د اوږده مزل له امله له ژوند ګواښوونکو ستونزو سره مخ کېږي.

د اتو افغانانو موندل شوي مړي او د څلورو نورو افغانانو مړینه د هغو خطرونو یوه بله بېلګه ده چې افغان کډوال د ناقانونه کډوالۍ پر مهال ورسره مخ کېږي.

د دغو پېښو په اړه د مړینې د کره لاملونو او د احتمالي مسوولیت په اړه د څېړنو بشپړې پایلې لا نه دي روښانه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انیل کپور په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره لیدلي دي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د بالیووډ نوموتي او مخکښ لوبغاړي انیل کپور له فرانسوي ولسمشر امانوېل مکرون سره د لیدنې انځورونه...