Homeخبرونهد لیبیا اوبو ته څېرمه د کډوالو بېړۍ ډوبه شوې؛ لږترلږه ۳۵...

د لیبیا اوبو ته څېرمه د کډوالو بېړۍ ډوبه شوې؛ لږترلږه ۳۵ یې پښتانه دي

تاند – خبریال: داوود جبارخېل (پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۵ مه) د لیبیا په سمندرګي کې د هغو کډوالو، چې په غیرقانوني ډول اروپا ته ته روان وو، د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې شاوخوا ۷۰ کسان بې درکه شوي دي.

ویل کېږي چې د هغو ۳۵ تنه د د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د باجوړ د بې درکه شویو کسانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د برخلیک په اړه د معلوماتو په تمه دي. د کورنیو د څرګندونو له مخې، دوی د پېښې خبر د انساني قاچاق له یوه ایجنټ څخه ترلاسه کړی دی.

د یاد ایجنټ په وینا، بېړۍ د نومبر په ۲۱مه د لیبیا په سمندرګي کې ډوبه شوې، خو تر اوسه د مسافرو د مړیو د موندلو یا راایستلو په اړه هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي.

د باجوړ د پولیسو مشر خان زیب مومند ویلي، د انساني قاچاق په فعالیتونو کې د ښکېلو کسانو پر وړاندې به جدي اقدامات وشي. د نوموړي په وینا، پولیس د هغو ایجنټانو په اړه معلومات راټولوي چې خلک په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته لېږدوي.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان هم د دې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، د خیبر پښتونخوا یو شمېر ځوانان د کارموندنې د محدودو فرصتونو له امله پر خطرناکو لارو اروپا ته د تګ هڅه کوي او په دې لاره کې له ژونده بې برخې کېږي.

ایمل ولي خان زیاته کړې چې ناامني، بې‌روزګاري او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې ځوانان له هېواده وتلو ته اړ باسي. نوموړي له حکومتونو څخه غوښتي چې د انساني قاچاق شبکې وڅېړي، د دغو فعالیتونو عاملان او ملاتړي وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

لیبیا یو له هغو افریقايي هیوادونو څخه دی چې د اسیا د بېوزلو هیوادونو ډېر خلک په دې تمه ورځي چې له هغه ځایه به اروپا ته لار ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...