جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په دې ورځ د لنډې کیسې بنسټګر زېږېدلی

په دې ورځ د لنډې کیسې بنسټګر زېږېدلی

تاند- له نن څخه ۲۱۵ کاله مخکې د ۱۸۰۹ کال د جنورۍ په ۱۹ مه اډګار الن پو د امریکا د ماساچوسیت ایالت په مرکز باسټن ښار کې وزېږېد.

د الن پو اثارو، په تېره بیا لنډو کیسو د نړۍ پر ادبیاتو خورا ژور اغېز لرلی او د ده له اثارو په موسیقي او فلم کې هم کار اخیستل کېږي.

الن پو نه یوازې کیسه لیکوال و، بلکې شاعر، کره کتونکی او اډیتر هم و. دی د امریکا د رومانتیک غورځنګ بنسټګر ګڼل کېږي.

د ده لومړني اثار د شعر درې ټولګې وې چې له ۱۸۲۷ تر ۱۸۳۱ کلونو ترمنځ خپرې شوې دي.

الن پو په همدې منځ کې لنډې کیسې هم کښلې.

د الن پو په اړه بله په زړه پورې خبره دا ده چې نوموړی یوازینی امریکايي لیکوال و چې له لیکوالۍ څخه یې د ژوند اړتیاوې (خرڅ) برابراولې او له همدې کبله په خپل ژوند کې له مالي ستونزو سره مخامخ شو.

ورځپاڼو او مجلو ته به یې خپلې کیسې د خپرولو لپاره لېږلې او له دې درکه به یې حق الزحمه ترلاسه کوله.

د الن پو د شعرونو تر ټولو مشهوره ټولګه (The Raven) نومېږي چې په ۱۸۴۵ کال چاپ شوې ده.

پو د انګلیسي اکتورې الیزابیت ارنولډ پو او ډیوډ پو زوی و. د ده پلار هم ممثل و. خو دی ۲ کلن و چې مور یې مړه شوه.

د الن پو کیسې په دې ډېرې مشهورې دي چې تلوسه لري او بیروونکې دي. دی د لنډو کیسو منلی استاد او د ډېرو په باور د اوسنۍ لنډې کیسې بنسټګر دی.

پوه، چې د امریکا له لومړنیو کیسه لیکوالو څخه دی، د پولیسي کیسو بنسټګر هم ګڼل کېږي. دی لومړنی لیکوال و چې ساینس فیکشن یا علمي تخیلي کیسې یې لیکلې دي.

“The Murders in the Rue Morgue” د الن پو د پولیسي او بېروونکو کیسو ټولګه ده چې په ۱۸۴۱ کال چاپ شوې ده.

د ده په اثارو کې یو هم د سټون هیرسټ دارالمجانین دی چې فلم ورڅخه جوړ شوی دی.

د ده لنډې کیسې د بېرې، غچ او خطرناکو پېښو په اړه یو ډول پخوانۍ کیسې دي چې له سره پنځول شوي او پراختیا ورکړل شوې ده.

الن پو د۱۸۴۹ د اکتوبر په ۷ مه په بالتیمور کې مړ شو. دی د پارک په یوه اوږده چوکۍ کې له نیمژواندی/ مړژواندی موندل کېدو وروسته روغتون ته یووړل شو.

څلور ورځې د روغتون پر بستر د مړ – ژوندي په حال کې و، ګډې وډې خبرې یې کولې، د وهم او ډار خبرې یې کولې خو دا یې نه شوای ویلی چې څه پرې تېر شوي دي. د الن پو د مړینې علت تراوسه نه دی څرګند شوی خو ځینې وايي چې ډېر الکول یې څښلي و، ځینې د مخدرو موادو یادونه کوي او حتي دا ادعا هم کېږي چې ځان یې وژلی دی.

پو د ۱۸۴۹ کال د اکتوبر په ۷ مه سا پرې کړه.

د ادګار الن پو او د ده د ماندینې ویرجینیا پو هډوکي په ۱۸۷۵ کال د مریلنډ د ویسټ مینسترهال هدیرې په یوه مقبره کې، چې اوس په بالتیمر کې د مریلنډ پوهنتون د حقوقو پوهنځي برخه ده، خارو ته وسپارل شول.

د ادګار الن پو دا لاندې شعر ښاغلي نجیب منلي ژباړلی دی:

په خوب کې خوب

دا مچکه دې تندي باندې درواخله

چې زموږ لارې بېلېږي

دا یوه له ما نه واوره

نه، ته نه وې خطا شوې چې ویل دې

«ستا ژوندون هسې یو خوب و.»

دا چې هیلې په هوا شوې

یوه شپه که یوه ورځ کې،

په یو خیال کې یا بې هېڅه،

دا خو ده چې هغه لاړې.

څه چې یو او څه چې ښکارو

بس په خوب کې یو بل خوب دی.

موج ځپلي ساحل باندې

د غوغا منځ کې ولاړ یم

او په لاس کې مې نیولي

د زري شګو نینکې.

څومره لږې! لا زما د ګوتو وت کې

ښکته درومي او دوړېږي.

او زه ژاړمه، زه ژاړم

لویه خدایه ولې موټی

ټینګولای باندې نه شم

د بې رحمه موج له واره

لویه خدایه د دې شګو

تش یوه دانه ژغورلای ولې نه شم؟

څه چې یو، او څه چې ښکارو

ګوندې خوب کې یو بل خوب یو؟

Edgar Allen Poe

A DREAM WITHIN A DREAM

Take this kiss upon the brow!
And, in parting from you now,
Thus much let me avow
You are not wrong, who deem
That my days have been a dream:
Yet if hope has flown away
In a night, or in a day,
In a vision or in none,
Is it therefore the less gone?
All that we see or seem
Is but a dream within a dream.

I stand amid the roar
Of a surf-tormented shore,
And I hold within my hand
Grains of the golden sand
How few! yet how they creep
Through my fingers to the deep
While I weep–while I weep!
O God! can I not grasp
Them with a tighter clasp?
O God! can I not save
One from the pitiless wave?
Is _all_ that we see or seem
But a dream within a dream?

1849.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب