چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرد عمرخیام څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

د عمرخیام څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

ای بیخبر از کار جهان هیچ نه ای

بنیاد تو بادست از آن هیچ نه ای

شد حد و وجود تو میان دوعدم

اطراف توهیچ است درمیان هیچ نه ای

بیخبره له عالمه ته نیستی یې په جهان کی

ستا بنیاد ولاړ پر باد دی بل څه نسته په میدان کی

چی سرحد ستا د وجود یې  دوه عدمه دی ټاکلی

دواړو خواو ته دي هیڅ  دي ته هیڅ نه یې په دا میان کي

اندیشه عمر بیش در شصت  منه

هر جا که قدم نهی بجز مست منه

زآن پیش که از خاک و گلت کوزه کنند

رو کوزه فروش و کاسه از دست منه

اندېښنه  دعمر مه کړه له شپیتو کلو د پاسه

دلته هر قدم  چی اخلې په مستیو ورته راسه

یوه ورځ به دي له خاورو کلالان کوزه کي جوړه

ژر کوزه له اوږو کښیږده پیاله مه ایږده له لاسه

ماییم خریدار می کهنه و نو

وآنگاه فروشنده عالم بد وجو 

گفتی که  پس از مرگ کجا خواهی رفت

می پیش من آر هر کجا خواهی رو

موږ راغلي یو چی واخلو زاړه نوي شرابونه

موږ په دوو اوربشو خرڅ کړل عالمونه جنتونه

څه پوښتې له عاقبته پسله مرگه چیری ځمه

ته چی  هر چیرته ځې ولاړ سه ماته راوړه ډک جامونه

بردار پیاله و سبو ای دلجو

برگرد بگرد سبزه زار و لب جو

کین چرخ بسی قد بتان مهرو

صد بار پیاله کرد  و صد بار سبو

پیاله پورته که نگاره چی تیرېږی دا وختونه

له پایکوبه  به کړو مستی هم ویالې  هم چمنونه

چی دا ستا په شانی ښکلي فلک ډېري خاوري کړي

په سل ځله یې پیالې کړې په سل ځله یې جامونه

این چرخ فلک بهر هلاک من و تو

قصدی دارد بجان  پاک من و تو

بر سبزه نشین بتا که بس دیر نماند

تا سبزه برون دمد زخاک من و تو

دا فلک  موږ دواړه وژني زړه یې نه راته صبرېږی

زما او ستا په ځان راغلی له دې لاری نه ستنیږی

چی لا نه وي ښکاره سوې شنه سبزه زموږ پر قبرونو

راسه کښینو په سبزه کی ښایستې ورځی تیرېږی

ای رفته بچوگان قضا همچون گو

چپ میدو و راست میدو و هیچ مگو

کانکس که تورا افگند اندر تک و پو

او داند و او داند و او داند و او

چی دي تن لکه نانځکه د قضا لاس کی لوبیږی

د اسمان په  حکم گرځه اختیار نه پکښی چلیږی

هغه چا چی  یې راوړی د دې لوبي ترمیدانه

هم قادر دی هم دا نا دی په هر څه باندی پوهیږی

از تن چو برفت جان پاک من و تو

خشتی دو نهد بر مغاک من و تو

و آنگه ز برای خشت گور  دگران

در کالبدی کشند خاک و من تو

چی مرگی  رالره راسي چی مو روح له تنه تښتی

یو څو خښتي  مو د گور سي کفنونه راته سکښتي

چی یې بیا خښتي په کار سي  د گورونو لحدونو

زما او ستا له تنه واخلي د بل چا د لحد خښتی

از آمدن و رفتن ما سودی کو

وز تار وجود  عمر ما پودی کو

چندین سر و پای نازنینان جهان

میسوزد و خاک میشود دودی کو 

زموږ له ژونده  زموږ له مرگه چاته  څه گټه رسیږی

اوږدې لاري دي د عمر په منزل یې څوک پوهیږی

دا نړۍ له گلرخانو هم  ډکیږی هم تشیږی

دلته سوځي خاوری کیږی لوگی هیڅ نه معلومیږی

آنم که پدید گشتم از قدرت تو

پرورده شدم بناز  در نعمت تو

صد سال بامتحان  گنه خواهم کرد

تا جرم منست بیش یا رحمت تو

زه هغه یم چی هستۍ ته ستا قدرت یمه راوړی

ستا له نازه له نعمته په دنیا کی یم سرلوړی

په سل کاله گناهونو زه دا راز  معلومومه

چی گناه زما درنه ده او که ستا رحمت پیاوړی

آن قصر که بر چرخ همیزد پهلو

بر درگه او شهان نهادندی رو

دیدم بسر  کنگره اش فاخته ای

بنشسته  همیگفت که کوکو کوکو

هغه قصر  چی یې څوکي تر اسمانه رسیدلې

پر چار چوب چی یې شاهانو د تعظیم سجدې  کولې

د هغې ماڼۍ په کونج کی ما لیده یوه کوتره

کرۍ ورځ وه هلته ناسته د کو کو نارې یې کړلې

مسکین دل درد مند دیوانه من

هشیار نشد زعشق جانانه من

روزی که شراب عاشقی در دادند

در خون جگر زدند پیمانه من

د خوږ من او لیوني زړه درته تیره می کیسه کړه

د جانان لیونۍ مینی  را بیهوښه هره شپه کړه

چی زاړه فلک وېشله په ازل شراب د مینی

د زړگي له وینو ډکه زما د ژوند یې پیمانه کړه

می خوردن و گرد گلرخان گردیدن

به زآنکه  بزاق زاهدی ورزیدن

گر مردم میخواره بدوزخ باشند

پس روی بهشت کس نخواهد دیدن             

پیمانه په لاس کی گرځه د گلرخ په طوافونو

نه چی توري  دي کړې ورځی د زاهد په خلوتونو

که دوږخ لره روان  کي ډلی ډلی د میخورو

شرابونه به څوک نوش کي د خالق د جنتونو

حکمې که ازو محال باشد پرهیز

فرموده و امر کرده کزوی بگریز

انگاه میان  امر و نهیش عاجز

این قصه چنان  بود که کج دار و مریز

هغه کار چی یې له کړلو ممکن نه دي  پرهیزونه

راته ایښي یې په مخ کی سل سزاوی  سل بندونه

موږ د امر او  د نهی تر مابین یو عاجز پاته

قصه  داسی ده چی  کړه یې چاته مه وایه حالونه

گر یک نفست ز زندگانی گذرد

مگذار که جز بشادمانی گذرد

زینهار که سرمایه این ملک جهان

عمرست چنان کش گذرانی گذرد  

که دي یو نفس د عمر له قسمته در رسیږی

پرې یې نه ږدې د غمونو په لمن  کی چی تیرېږی 

پام چی ټوله سرمایه دي د جهان  له دې بازاره

د ژوندون یو څو  شیبې دي چی دي زړه  هسی تیرېږی

فردا که جزای شش جهت  خواهد بود

 قدر تو به  بقدر معرفت خواهد بود

در حسن صفت کوش که در عرصه حشر

حشر تو بصورت صفت خواهد بود

چی سبا ورځ د قیامت وي  د حساب مخ ته درېږې

معرفت به ترازو وي په هغه تول تلل کیږې

د صفت نیکی پیدا که چی د حشر په میدان کي

له لحده چی را کښینې  د صفت په څیر پاتیږې

طبعم همه با روی چو گل پیوندد

دستم همه باساغر و مل پیوندد

از هر جزوی نصیب خود بردارم

زآن پیش که جزو ها بکل پیوندد

زړه می تل راڅخه غواړي د گلرخو صحبتونه

وایم زه وای صراحی وای ډک له سرو میو جامونه

له هر جز د خپل نصیبه خپله خپله برخه واخلم

چی یې نه وي لا وهلي جز په کل کی پیوندونه

آن کاسه گري که کاسه سرها کرد

در کاسه گري صنعت خود پیدا کرد

بر خوان وجود ما نگون کاسه نهاد

وان کاسه سر نگون پر از سودا کرد

کوم کلال چی  جوړلې کاسې تشي د سرونو

دې صنعت کی یې  څرگند کړ خپل کمال د هنرونو

سرچپه کاسه یې راوړه زموږ د تن تر دسترخوانه

او هغه کاسه یې ډکه له سودا کړه له غمونو

زین پیش  نشان بودنیها بودست

پیوسته قلم ز نیک و بد ناسودست

تقدیر ترا هر آنچه بایست بداد

غم خوردن و کوشیدن ما بیهود است

له دې مخکی هم راغلي بې حسابه عالمونه

قلم هره ورځ لیکلي هم نیکۍ هم فسادونه

هغه څه دي په نصیب دي چی  تقدیر درته لیکلی

ولی خورې د زړگي وینی بیهوده دي کوښښونه

زآن  باده که عمر را حیات دگرست

پر کن قدحی  گرچه ترا درد سرست

برنه بکفم که کار عالم سمرست

بشتاب که عمر ای پسر در گذرست

ماته هغه شراب راوړه چی  می ژوند ته بل ژوندون دی

زما پیاله که راته ډکه  که هر څو دي زړه زبون دی

سر پر سر یې راته راوړه  عمر باد غوندی تیرېږی

هره ورځ د کوچ نارې دي هره ورځ  سفر دی یون دی

هر روز پگاه در خرابات شوم

همراه قلندران بطامات شوم

چون عالم سر والخفیات تویی

تو فیقم ده تا بمناجات شوم

هر سهار او ماښام گرځم په کوڅو کی د مغانو

زړه می درود او ذکر غواړی  د دوهۍ قلندارانو

ته قادر یې ته دانا یې   له عالمه د اسرارو

رانصیب می مناجات که د شیخانو زاهدانو

من  ظاهر نیستی و هستی دانم

من باطن هر فراز و پستی دانم

با این همه از دانش خود بیزارم

گر مرتبه ورای مستی دانم

را څرگند ټول ظواهر دی د نیستیو د هستیو

په اسرارو خبردار یم هم د هسکو هم پستیو

هغه ورځ به یم  بیزاره له خپل هوښ له خپلی پوهي

که می یاده مرتبه کړه  چیرته لوړه تر مستیو

مقصود ز جمله آفرینش ماییم

در چشم خرد جوهر بینش ماییم

این دایره جهان چون انگشتریست

بې هیچ شکی نقش نگینش ماییم

د دوو کونو له خلقته ټول مقصود موږ په یقین یو

موږ په سترگو کی د عقل رنگ جوهر د هر آیین یو

دایره د دې نړۍ ده د گوتمۍ په شانی جوړه

زموږ شغلې دي چی خپرېږی  موږ یې نقش د نگین یو

ای مانده شب و روز بدنیا نگران

اندیشه نمیکنی  تو از روز کران

آخر نفسی ببین و باز آی بخود

کایام چگونه میکند با دگران

شپې او ورځی دی کړې تېری په دنیا کی په فکرونو

یو گړی دي په یاد نه سوه بده ورځ د قسمتونو

دا یوه شیبه هوښیارسه یو نفس یې در په زړه که

چی له نورو  سره څنگه جفا وکړله وختونو

برخیز مخور غم جهان  گذران

بنشین و جهان به شادماني گذران

در طبع جهان اگر وفایی  بودی

نوبت به تو خود نیامدی از دگران

غم یې مخوره چی جهان دی یې بنیاده لړ زېدلی

دا گړی په مستی تیر که چی نصیب درته لیکلی

د جهان د وفا طبع تاته هلته معلومیږی

چی نوبت  د پخوانو دی څنگه تاته رسیدلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب