جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeادبشعرد مریم صافۍ یو شعر

د مریم صافۍ یو شعر

زما غږ چېرې بندي دی
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
قرباني دی قرباني دی
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
په سکوت باندې عادت شوم
د نمرود په محکمه کې
ابراهیم په اور ستي دی
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
د دنیا له بې رحمیو نه ، عقبی په کرار نه ده
عین جنت کې پرېشاني ده
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
د زړه کور کې مې درزا ده دېوالونه یې نړېږي
په هر لور یې ویراني ده
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
یو مو خدای یو مو رسول دی، ته انسان یې زه انسان یم
بیا هم ښځه زنداني ده
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
یو په ما او په تا نه ده سلسله ده د قرنونو
دغه ټکه آسماني ده
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
مونږ د هیلو لمر خاته ته دواړه سترګې دي نیولي
خیر هوا که توپاني ده
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
که پوره شولې پوره او که نیمه شوې، پروا نه کا
دنیا ټوله ارماني ده
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم
خاطرې شولې را پورته نن د خاورو په نم نم کې
نن هوا هم باراني ده
له ډېر لیرې یې ځوږ اورم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب