تاند (شنبه د ثور ـ غویي ۱۹مه) د افغانستان کرکټ بورډ د ورزشي ډيپلوماسۍ، د کرکټ د ترویج او تخنیکي همکاریو په موخه د چین دولت په رسمي بلنه یو پلاوی چین ته ولاړ.
په دې پلاوي کې د کرکټ ملي روزونکی نوروز منګل او د کرکټ څلور لوبغاړي (قیس احمد، ظاهرخان پکتین، فیصل شینوزاده او واحدالله ځدراڼ) شامل دي.
د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي چې، افغانستان د کرکټ پراختیا او پرمختیا ته ډېر لېواله او ژمن دی.
نوموړي ویلي چې، له دې وړاندې هم افغانستان کرکټ بورډ له ازبکستان هېواد سره د کرکټ د پراختیا په ډګر کې هوکړه لیک، لاسلیک کړی دی.
نصیب خان زیاته کړه چې، چین له شک پرته د صنعت او له افغانستان سره په نورو سوداګریزو برخو کې ډېر ښکېل دی او هیله یې څرګنده کړې ده چې، دواړه هېوادونه د کرکټ په ډګر کې هم ښکېل و اوسي او خپلې تجربې سره شریکې کړي.
کرکټ بورډ وایي، دغه چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو لا ډېر مثبت اغېز پرېباسي.