ژباړه: بارکوال میاخېل
د کوڅې په هغه کونج کې یوه وړه بېکرۍ وه چې ور ننوتلې به درې پوړه به پاس ور ختلې او چې ور به یې پرانیستل شو، نرۍ غنګا به یې شوه.
د دې بېکرۍ څښتنه مارتا میچم نومېده. څلوېښت کلنه وه. په بېنک کې یې دوه زره ډالر سرمایه وه، دوه مصنوعي غاښونه او له خواخوږۍ ډک زړه یې درلود. ډېرو هغو خلکو اوس ودونه کړي وو چې تر مېرمن مارتا یې د واده امکانات ډېر لږ وو.
په اوونۍ کې دوه یا درې واره به یو ځانګړی اخیستونکی ورته راته، په هغه سړي کې ورو ورو د مارتا دلچسپي پیدا شوه. هغه د منځني عمر وو، عینکې یې پر سترګو وې او نسواري ږیره یې په ډېر احتیاط نرۍ جوړه کړې وه.
انګرېزي یې په داسې لهجه ویله چې سمدستي پوهېدې جرمنی دی. جامې یې زړې وې، ځینو ځایونو ته یې پینې لګېدلې وې او ځینې برخې یې ګونځې او ځړېدلې ښکارېدې، خو هغه بیا هم ښه خواپاکی او ډېر اخلاقمن سړی وو.
هغه به چې هر ځل بېکرۍ ته راغی یواځې دوې زړې وچې ډوډۍ به یې اخیستې. تازه ډوډۍ یوه په پینځه سېنټه وه، خو زړه ډوډۍ دوې په پینځه سېنټه وې. عجیبه دا وه چې ده به هېڅ وخت بې له زړې ډوډۍ بل څه نه اخیستل.
یوه ورځ مارتا د هغه پر ګوتو سره او نسواري داغونه ولیدل، هماغه شېبه یې زړه ته ولوېده چې دا سړی انځورګر دی او ډېر غریب دی. شک نه شته چې هغه به په کومه بالاخانه کې اوسېږي، هملته به خپل انځورونه جوړوي، وچه ډوډۍ به خوري او دا ارمان به لري چې د مارتا د بېکرۍ خوندور شیان وخوري.
اکثر به چې مارتا خپل کوچني مېز ته ناسته وه، د غوښې ټوټې، نرمې ګرمې ډوډۍ، مربا او چای به یې مخې ته ایښي وو، په همدې وخت کې به یې یو ژور اسوېلی وایست او ارمان به یې کاوه چې کشکې هغه نرمخویه هنرمند هم ورسره ناست وای او دا خوندوره ډوډۍ یې ورسره خوړلې وای، نه دا چې په هغه سړه او هواداره بالاخانه کې وچه زړه ډوډۍ خوري. لکه مخکې مو چې درته وویل، مېرمن مارتا ډېره زړسواندې ښځه وه.
یوه ورځ یې خپل هغه ګومان تجربه کړ چې د دغه ډوډۍ اخیستونکي د کار په اړه یې درلود، له خپلې کوټې یې یو انځور راواخیست چې څو ورځې وړاندې یې په یو ارزان بازار کې اخیستی وو. انځور یې د ډوډۍ د تختې شاته پر مخامخ الماریو را وځړاوه.
په انځور کې د وینس ښار یوه منظره وه، یوه ښایسته د مرمرو ماڼۍ د اوبو مخ ته داسې انځور شوې وه تا به ویل د اوبو پر سر ولاړه ده. نور نو اوږدې کښتۍ پکې جوړې وې، په یوه کې یوې ښځې لاس اوبو ته غزولی وو. په انځور کې وریځې، اسمان او د توربخونې رڼا منظر وو. مارتا ډاډه وه چې هېڅ هنرمند به داسې انځور له پامه ونه غورځوي.
دوې ورځې وروسته هغه اخیستونکی بیا راغی. مېرمن مارتا ته یې د تل غوندې وویل:
– مهرباني وکړئ، دوې زړې ډوډۍ راکړئ.
مېرمن مارتا چې ډوډۍ په کاغذ کې نغښتله، هغه سړي انځور ته وکتل او ویې ویل:
– مېرمن! تاسې دلته ډېر ښکلی انځور لګولی دی.
مارتا په زړه کې پر خپلې ځیرکتیا خوشاله شوه:
– ریښتیا؟ زه له هنر سره ډېره مینه لرم، او… او له انځورګرۍ سره هم.
نیژدې وه هغې ویلي وای “له هنرمندانو سره مینه لري” خو داسې ژر یې هغه ته دا نه ویل او خبره یې بدله کړه:
– ته وا دا ریښتیا ښه انځور دی؟
سړي څه شېبه انځور ته وکتل او ویې ویل:
– توازن یې سم نه دی. د منظر زاویه یې مصنوعي ده، لنډه دا چې ښه نه دی جوړ شوی. سهار مو په خیر، مېرمن مارتا!
هغه خپله ډوډۍ واخیسته، په احترم یې سر ټیټ کړ او په بیړه و ووت.
مارتا له ځان سره وویل:
– هو، هغه ضرور یو انځورګر دی.
او له دې سره یې انځور بېرته خپلې کوټې ته یووړ.
د هغه سترګې به د عینکو شاته څومره مهربانې او ځلېدونکې ښکارېدې! تندی یې څومره ورین وو! یو سړی چې په یوه نظر د انځور د منظر تېروتنه معلومولای شي او بیا هم په زړه ډوډۍ ژوند کوي، خو بس ځیرک خلک اکثر تر هغه وخته ستونځې ګالي، چې خواري یې رنګ راوړي.
مارتا به کله کله په خیالونو کې ډوبه شوه، له ځان سره به یې ویل، څومره به ښه وای که له دې ځیرک انسان سره د خپل هنر او نظر د ودې لپاره دوه زره ډالر، یوه بېکرۍ او یو مهربان زړه وای، خو دا ټول یواځې د ویښو سترګو خوبونه وو چې مېرمن مارتا لیدل.
اوس به چې هغه ډوډۍ اخیستونکی راته، نو د ښیښې له المارۍ ها خوا ته به یې له مارتا سره لږ خبرې هم کولې. داسې ښکارېده لکه هغه چې د مېرمن مارتا خوشاله کوونکو خبرو ته تږی وي.
خو عادت یې لا نه وو بدل شوی، هماغه زړې ډوډۍ یې اخیستې. نه یې کېک اخیست، نه خوږه ټیکۍ او نه یې د مارتا مشهوره او خوندوره خوږه روغانۍ غوښته.
مارتا ته داسې ښکارېده چې سړی ورځ تر بلې ډنګرېږي او زړه ماتی غوندې دی. د هغې زړه درد کاوه چې کشکې د هغه په کوچنۍ سودا کې بل خوندور خوراک هم ور زیات کړي، خو جرئت یې نه شو کولای. نه یې غوښتل د هغه سپکاوی وکړي، هغه د هنرمندانو له لویۍ ښه خبره وه.
له دې وروسته به مارتا د دوکان د لویې تختې شاته خپل هغه ورېښمي کمیس اغوسته چې شنه خالونه پر جوړ وو. په شاتنۍ کوټه کې به یې د بیهۍ د زړو او بوراکس یو عجیبه مرکب تیاراوه. ډېر خلک دا د مخ د ښکلا لپاره کاروي.
د تل غوندې یوه ورځ هغه کس راغی، د پینځو سېنټو سیکه یې پر تخته کښېښوه او زړه ډوډۍ یې وغوښته. مېرمن مارتا چې د ډوډیو را اخیستلو ته لاس غزاوه، ناڅاپه له کوڅې د زوږ او هارنونو زورور ږغ راغی. د اور وژنې ټرک په تېزۍ د دوکان مخ ته تېر شو.
ډوډۍ اخیستونکی تم نه شو، په بیړه له بېکرۍ و ووت چې وګوري بهر څه روان دي، ناڅاپه د مارتا په زړه کې یوه خبره ور تېره شوه او له دې موقعې یې ګټه واخیسته.
د دوکان د تختې شاته په لاندې المارۍ کې یو پاونډ تازه کوچ پراته وو چې شیدې راوړونکي تن لس منټه مخکې ورته راوړي وو. مارتا ژر د ډوډۍ چاړه راواخیسته، زړه ډوډۍ یې پر منځ ژوره پرې کړه، پر دواړو یې ښه ډېر کوچ وموښل او بیا یې ډوډۍ بیرته ټینګه سره ونښلوله بنده یې کړه.
کله چې اخیستونکی بیرته راغی، مارتا لا په ډوډۍ بوخته وه او په کاغذ کې یې پېچله. سړی لاړ او تر تګ مخکې یې له مارتا سره تر مخکې یو څه کمې غیرمعمول خوندورې خبرې وکړې، خو مارتا هم له ځان سره خندل او هم یې زړه دربېده. له ځانه یې وپوښتل:
– ډېره زړوره نه وم؟ خوابدی به شي؟
خو بیا به یې ځان ته ډاډ ورکړ:
– نه، ولې به خوابدی کېږي؟ د خوړو نو کله ژبه وي او نه دا کوچ په مینه کې د سپین سترګۍ نخښه ده.
مارتا ټوله ورځ پر همدې خبره چورتونه وهل، په خیال کې یې هغه شېبه انځوروله چې سړی به د دې په کوچنۍ تېرایستنه پوه شوی وي.
تصور یې کاوه چې هغه به د خپلو رنګونو او برش تخته یوې څنډې ته کښېږدي، د انځور دربلۍ (ایزل) به یې مخې ته ولاړه وي، هماغه انځور به پکې لګېدلی وي چې منظر به یې بېعیبه او د نیوکې وړ نه وي.
بیا به د غرمې ډوډۍ ته کښېني، زړه ډوډۍ او اوبه به ور واخلي، ډوډۍ به پرې کړي .. آه!
مېرمن مارتا له شرمه سره شوه:
– آیا هغه لاس به هم ور په یاد شي چې دا کوچ یې پر ډوډۍ ور لګولي دي؟ آیا ور یاد به شي…
په دې وخت کې ناڅاپه د دوکان د دروازې ګنټۍ تېزه ووهل شوه. یو څوک په غوسه را ننووت، شور یې جوړ کړی وو.
مېرمن مارتا په بیړه مخې ته راغله، دوه سړي ولاړ وو، یو خو ځوان وو چې کوچنی چیلم یې څکاوه او مارتا مخکې بېخي نه وو لیدلی او بل هماغه د دې انځورګر وو، خو نن یې بڼه بېخي بدله وه، مخ یې تک سور وو، خولۍ یې له ککرۍ شاته ښویېدلې وه او وېښتان یې ګډوډ وو. دواړه سوکونه یې کلک نیولي وو او مېرمن مارتا ته یې په زور وڅنډل. د هغې مخ ته نیژدې یې سوکان ښورول او په لوړ اواز یې چیغه کړه:
– کم عقلې!
او بیا یې په جرمني ژبه یوه بله ښکنځا هم وکړه خو مارتا پرې نه پوهېده. ځوان هڅه وکړه چې هغه له دوکانه وباسي، خو سړي په قهر وویل:
– نه ځم! زه به اوس دې ته ور وښیم.
بیا یې د بېکرۍ مېز کلک په سوک وواهه، چیغه یې کړه، د عینکو شاته یې شنې سترګې له غوسې تکې سرې وې:
– تا خو زه تباه کړم، زه به اوس تاته ووایم، زما په کار کې دې څه کار وو زړې پیشۍ!
مارتا کمزورې غوندې ځان د الماریو پر څنډه تکیه کړ او یو لاس یې د شنو خالونو د ورېښمین کمیس پر شا کښېښوو. ځوان سړي هغه بل تر ګرېوان ونیو او په ډډ ږغ یې ورته وویل:
– بس دی درځه، زړه دې تش کړ.
بیا یې قهرجن سړی په زور له دوکانه وایست او تر سړک پورې یې کش کړ، خو څه شېبه وروسته بیرته دوکان ته یواځې راستون شو او مېرمن مارتا ته په خبرو شو:
– “محترمې پوهېږې زه تاسې ته څه ووایم، دا شخړه پر څه باندې وشوه. دا سړی بلومبرګر نومېږي. هغه د معمارۍ نشقه جوړوونکی دی. زه ورسره په یو دفتر کې کار کوم. هغه له درو میاشتو د یوې نوې ښاروالۍ پر نقشه په ډېر محنت کار کوي. دا د جایزې یوه سیالي وه. پرون یې د کرښو د رنګولو کار ختم کړ.
ځوان ساه واخیسته او بیا یې خبرې وغزولې:
– “پوهېږې، یو نقشه جوړوونکی تل خپله نقشه لومړی په پینسل جوړوي. کله چې یې کار ختم شي بیا د پینسل کرښې د وچې ډوډۍ په ټوټو پاکوي. دا تر هغه بل ربړ ښه دی.
“بلومبرګر له دې ځایه ډوډۍ اخیستله، ښه، نن… ښه، ته پوهېږې محترمې، هغه کوچ دې کار ته ښه نه وو… ښه، د بلومبرګر نقشه اوس د بل هیڅ کار نه ده بې له دې چې د اورګاډي په سټېشن کې سېنډویچونه پکې وپلورل شي.”
میرمن مارتا شاتنۍ کوټې ته لاړه. د شنو خالونو ورېښمین کمیس یې وکیښ او بیرته یې هغه زوړ نسواري اوني کمیس واغوست چې مخکې یې اغوسته. بیا یې د مخ د ښکلا لپاره جوړ کړی د بیهۍ د زړو او بوراکس مرکب له کړکۍ بهر د خځلو او ایرو ډبې ته واچاوه.
ژباړه: ۱۳ جون ۲۰۲۶م کال
ویرجینیا- امریکه