Homeخبرونهد پېړۍ تر ټولو ګرانه تمام شوی طلاق

د پېړۍ تر ټولو ګرانه تمام شوی طلاق

د جنوبي کوریا محکمې د SK ګروپ مشر ته امر کړی چې خپلې پخوانۍ مېرمنې ته ۹۴۴ میلیارده وون ورکړي

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د جنوبي کوریا یوې محکمې د ستر سوداګریز شرکت SK ګروپ مشر چې تې وون ته امر کړی چې خپلې پخوانۍ مېرمنې روه سو هیونګ ته د طلاق لپاره ۹۴۴ میلیارده کوریایي وون ورکړي. دا اندازه شاوخوا ۶۴۴ میلیون ډالره کېږي او د جنوبي کوریا رسنیو دا قضیه د «پېړۍ تر ټولو ګرانه طلاق» بللی دی.

که څه هم دا پرېکړه لا وروستۍ شوې نه ده، خو د ۲۰۲۴ کال د هغې محکمې له حکم څخه کمه ده چې پکې چې تې وون د ۱.۳۸ ټریلیون وون په ورکولو مکلف بلل شوی و.

دا پرېکړه له هغې څه باندې لس کاله وروسته شوې چې د دواړو ۳۵ کلن ګډ ژوند پای ته ورسېد. د دوی واده هغه مهال له ستونزو سره مخ شو چې څرګنده شوه، د SK ګروپ مشر له یوې بلې ښځې څخه د ماشوم پلار شوی دی.

روه سو هیونګ د جنوبي کوریا د پخواني ولسمشر روه تې وو لور ده، چې له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۳ کال پورې د دغه هېواد ولسمشر و.

د شتمنۍ د وېش پر سر لانجمنه قضیه

په ۲۰۲۴ کال کې د روه سو هیونګ حقوقي ټیم استدلال کړی و چې د هغې پلار د SK ګروپ د پراختیا په لومړیو پړاوونو کې له خپل پټ مالي صندوق څخه په ۱۹۹۱ کال کې ۳۰ میلیارده وون چې تې وون ته ورکړي وو، نو ځکه د شرکت په شتمنۍ کې د هغې ونډه شته.

هغه مهال محکمې همدا استدلال ومانه او د ۱.۳۸ ټریلیونه وون د ورکړې حکم یې وکړ، خو وروسته د جنوبي کوریا سترې محکمې دا پرېکړه لغوه کړه او ویې ویل چې دغه پټ مالي صندوق په غیرقانوني سرچینو ولاړ و، نو ځکه د مېړه او مېرمنې د ګډو شتمنیو برخه نه شي ګڼل کېدای.

له همدې امله قضیه بیا وارزول شوه او اوس محکمې د ۹۴۴ میلیارده وون د ورکولو نوی حکم صادر کړی دی.

د SK ګروپ ارزښت او نړیوال نفوذ

SK ګروپ د جنوبي کوریا له هغو سترو سوداګري شرکتونو څخه دی چې د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري.

دغه شرکت په ۱۹۵۳ کال کې د نساجۍ د یوې کوچنۍ کمپنۍ په توګه پیل وکړ، خو وروسته یې خپلې چارې د مخابراتو، انرژۍ، ټکنالوژۍ او نیمه هادي (سیمي‌کنډکټر) صنعتونو ته وغځولې.

د دې ډلې تر ټولو مشهوره فرعي کمپنۍ SK Hynix ده، چې د نړۍ له سترو چیپ جوړونکو شرکتونو څخه شمېرل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) لپاره د اړتیا وړ پرمختللي  چیپونه تولیدوي. دا شرکت د NVIDIA په ګډون لویو نړیوالو شرکتونو ته چیپونه برابروي.

د AI صنعت د چټکې ودې له امله د SK Hynix ارزښت په وروستیو میاشتو کې په بې‌ساري ډول لوړ شوی او د روان کال په مې میاشت کې یې د بازار ارزښت له یو ټریلیون ډالرو څخه واوښت.

همدارنګه، SK ګروپ په دې وروستیو کې د نیویارک د ونډو په بازار کې د خپلو ونډو د پلور له لارې ۲۶.۵ میلیارد ډالره راټول کړل، چې د امریکا په بازار کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ لپاره تر ټولو لویه پلورل شوې ونډه وه.

د شرکت غبرګون

د چې تې وون وکیلانو د محکمې له پرېکړې وروسته په یوه بیان کې ویلي، د SK ګروپ مشر خواشینی دی چې د طلاق حقوقي بهیر تر دې کچې د خلکو پام ځانته اړولی دی.

دوی ویلي، د محکمې پرېکړه به په دقت وڅېړي او وروسته به خپل تفصیلي دریځ اعلان کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د زابل په سیوري ولسوالي کې د پټې خزانې د مولف د مقبرې د جوړولو چارې پیل شوې

تاند (جمعه، د زمريږ اسد ۳ مه) د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې د هیواد د یوه نامتو څېړونکي او لیکوال...