Homeخبرونهقانع: بلوچستان د دودیزو او مصنوعي نشه‌يي توکو پر مرکز بدلېږي

قانع: بلوچستان د دودیزو او مصنوعي نشه‌يي توکو پر مرکز بدلېږي

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) پر افغانستان د واکمن رژیم د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، ویلي چې پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان ایالت، د دودیزو او مصنوعي نشه‌يي توکو د تولید، پروسس او قاچاق پر مرکز بدل شوی دی.

قانع له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق فعالیتونه وغندي.

هغه ویلي، افغان چارواکو څو ځله د پاکستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق موضوع د ملګرو ملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې له دفتر سره شریکه کړې ده.

قانع د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله شاوخوا ۹۵ سلنه کمه شوې، خو د ده په وینا، په افغانستان کې د مصرفېدونکو دودیزو او مصنوعي نشه‌يي توکو ډېره برخه له پاکستانه قاچاق کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د کوکنارو د کرکېلې د پراخېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي. د دغو راپورونو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کرکېلې له بندیز وروسته، د دې بوټي د کرکېلې ځینې فعالیتونه نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د نشه‌يي توکو د اقتصاد څېړونکي، ډیویډ منسفیلډ، په دې وروستیو کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بلوچستان په ځینو سیمو کې د کوکنارو د کرکېلې د زیاتېدو خبر ورکړی او خبرداری یې ورکړی چې دا سیمه د تریاکو د تولید پر یوه مهم نړیوال مرکز د بدلېدو په حال کې ده.

د بریتانیا د «السیس» شرکت د سپوږمکۍ د تصویرونو د ارزونې له مخې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر څه باندې ۹ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي. د راپورونو له مخې، د دغو کروندو ډېره برخه د لورالایي او قلعه عبدالله په سیمو کې ده.

منسفیلډ دا احتمال هم مطرح کړی چې ځینو افغان کروندګرو ښايي د کوکنارو د کرکېلې په برخه کې د خپلې پانګې او تجربې په کارولو پاکستان ته کډه کړې وي او هلته یې د دې کرکېلې په پراخېدو کې ونډه لرلې وي.

خو پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د کوکنارو د کرکېلې د پراخېدو راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پېژندل شوې کروندې یې اړولې دي.

منسفیلډ خبرداری ورکړی چې که په ۲۰۲۶ کال کې د کوکنارو د کرکېلې د پراخېدو بهیر دوام وکړي، په ۲۰۲۷ کال کې د تریاکو تولید په پام وړ توګه زیاتېدای شي. د هغه په وینا، دا به په سیمه کې د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي هڅې له نویو ستونزو سره مخامخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...