تاند (جمعه، د لړم/ عقرب لومړۍ) د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې نن د بنګله دېش تر نولس کلونو کشرې لوبډلې ته په ۴ ویکټونو او ۱۱ توپونو ماتې ورکړه.
د دې سیالۍ، چې په عمان کې وشوه، پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه. د بنګله دېش ټیم د ۹ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په ۵۰ اورونو کې ۲۱۹ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره امیر حمزه ۳، سهیل خان ۳ او لطف الله محمدي ۲ بنګالي لوبغاړي وسوځول.
په توپ وهنه یا بیټنګ کې بیا سبحان زاخېلوال ۶۰، طاهر سروري ۶۷ او نعمان سالرزي ۲۴ منډې وکړې. همداراز سهیل خان ۱۸، شاه فیصل رحیمي ۱۸ او فریدالله احساس ۱۶ منډې وکړې.
دې بري د افغانستان لوبډله د دې لوبلړۍ ګټونکې هم کړه.
د دې لړۍ لومړۍ مسابقه افغانستان ګټلې وه، دوهمه مساوي شوې وه او دا ده درېیمه بیا افغانستان وګټله.