Homeخبرونهپزشکیان: له امریکا سره باید د «نه جګړې، نه سولې» حالت پای...

پزشکیان: له امریکا سره باید د «نه جګړې، نه سولې» حالت پای ته ورسېږي

تاند (یکشنبه، لړم/ عقرب ۳ مه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له امریکا سره د «نه جګړې، نه سولې» د حالت د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ایران پخواني مذهبي مشر علي خامنه‌يي هم تر وژل کېدو مخکې د دغه حالت د ختمولو امر کړی و.

پزشکیان د شنبې په ورځ، د لړم په دوهمه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د نفوس او کورونو د شمېرنې د پیل په مراسمو کې وویل چې د جګړې او له امریکا سره د نامعلوم وضعیت له امله د ګڼو خلکو اقتصاد دومره خراب دی چې نه پوهېږي د شپې ډوډۍ څـنګه بیدا کړي.

هغه ټینګار وکړ چې ایران باید له دې حالت څخه ووځي، ځکه په اوسني نامعلوم وضعیت کې د هېواد د راتلونکي لپاره پلان جوړول ناشوني دي.

پزشکیان روښانه نه کړه چې د دغه حالت د پای ته رسولو لپاره یې هدف له امریکا سره د خبرو بیا پیلول دي او که یوې نوې هوکړې ته رسېدل؛ خو ویې ویل چې هېواد باید خپل راتلونکی دریځ روښانه کړي.

د ایران ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د دغه هېواد او امریکا ترمنځ پوځي ترینګلتیا لا هم روانه ده او د شخړې د پای ته رسېدو څرګنده نښه نه لیدل کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ، د لړم په لومړۍ نېټه، پر ایران د پوځي عملیاتو احتمال مطرح کړی و. هغه ویلي و چې ښايي د «حماسي غوسې» په نوم نور کوچني عملیات ترسره کړي.

په همدې حال کې، د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز علي عبداللهي ویلي چې تهران به فارس ته د امریکايي جنګي بېړیو د ننوتلو اجازه ورنه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...