تاند (شنبه) جین یا کاوبای په درسته نړۍ کې د هر عمر د خلکو د خوښې جامې دي، خو ایا کله مو فکر کړی چې د دې پتلون د جېبونو په څنډو کې کوچنۍ فلزي تڼۍ ولې لګول شوې وي؟
ښايي په لومړي نظر داسې ښکاره شي چې دا تڼۍ د جین د ښکلا لپاره دي، خو په حقیقت کې یې هدف د جامو پیاوړتیا ده.
د پام وړ خبره دا ده چې د جین دا وړې فلزي ټوټې نژدې ۱۵۰ کاله پخوانۍ اختراع ده، چې هدف یې د جامو د ژر شلېدو مخنیوی و.
دا فلزي تڼۍ څه کار کوي؟
د جین د جېبونو په څنډو کې لګېدلو فلزي ټوټو ته «ریوېټونه» ویل کېږي.
کله چې موږ په وار وار جېب ته لاس ننه باسو یا موبایل، کیلي او نور توکي پکې ږدو، د جېبونو پر څنډو او ګنډلو فشار راځي. د وخت په تېرېدو دا فشار ټوکر کمزوری کوي او د جېب د شلېدو سبب کېدای شي.
ریوېټونه د ټوکر بېلابېلې برخې سره کلکې نښلوي او په دې توګه د جېبونو د څنډو د شلېدو احتمال کموي.
د فلزي تڼیو د لګولو نظر د چا و؟
د دې اختراع کیسه ۱۸۷۰مې لسیزې ته ورګرځي. په امریکا کې یوه خیاط، جېکب ډېوېس، پام وکړ چې د کارګرو پتلونونه د جېبونو او درزونو په برخو کې ژر څېري کېږي.
هغه د دې ستونزې د حل لپاره د پتلون په کمزورو برخو کې د فلزي ریوېټونو لګول پیل کړل. وروسته یې له سوداګر لېوي سټراس سره په ګډه دا اختراع پراخه کړه او د ۱۸۷۳ کال د مې په ۲۰مه یې د هغې امتیاز ترلاسه کړ. همدا اختراع د نننیو کاوی بای یا جینونو یوه ځانګړنه شوه.
ولې په ځینو جینونو کې دا تڼۍ نه وي؟
کېدای شي پام مو شوی وي چې په ځینو جینونو کې دا فلزي تڼۍ ښکاره وي، خو په ځینو نورو کې نه لیدل کېږي.
د دې یوه وجه دا ده چې پخوا د جین په شاتنیو جېبونو کې لګېدلو فلزي ریوېټونو پر فرنیچر او د آسونو پر زینونو خراشونه جوړول.
د همدې شکایت له امله، «لېویز» شرکت په ۱۹۳۷ کال کې د شا جېبونو فلزي ریوېټونه په ټوکر پټول پیل کړل او تر ۱۹۶۶ کال پورې یې بیخي لیرې کړل.
اوسمهال ګڼ شرکتونه د ملکو درزونو یا بخیو او نورو لارو په مرسته د جېبونو د شلېدو مخه نیسي؛ له همدې امله ضروري نه ده چې هر جین دې د فلزي ریوېټونه ولري.
ایا نن هم دې فلزي تڼیو ته اړتیا شته؟
د کارپوهانو په وینا، ریوېټونه لا هم د جین په پیاوړتیا کې مرسته کوي، خو جامې د هر ډول زیان پر وړاندې نه شي خوندي کولی.
سره له دې چې د ګنډلو نوې لارې چارې رامنځته شوې دي، د دغو فلزي ټوټو کارول لا هم دوام لري؛ ځکه نه یوازې جېبونه پیاوړي کوي، بلکې د جین د دودیز ډیزاین یوه پېژندل شوې نښه هم ګرځېدلې ده.