تاند – چای په افغانستان او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې تر ټولو له ډېرو کارېدونکو څښاکونو څخه دی او ګڼ خلک خپل ورځنی ژوند له چای پرته نیمګړی ګڼي.
خو یوې نوې څېړنې د زړه پر روغتیا د دې مشهور څښاک د اغېز په اړه مهمې موندنې وړاندې کړې دي. د «ژورنال اف انټرنل میډیسن» په مجله کې خپره شوې څېړنه ښيي چې د چای د څښلو اندازه، ډول او حتی د څښلو تودوخه د زړه پر روغتیا اغېز کولی شي.
څېړنه څنګه ترسره شوه؟
څېړونکو له ۳۰ تر ۷۹ کلونو پورې د څه باندې ۴۸۵ زره کسانو د روغتیا او د ژوند د طرز معلومات وڅېړل.
له ګډونوالو څخه د چای د څښلو د عادتونو په اړه معلومات راټول شول، چې پکې د ورځې د چای اندازه، د چای ډول او دا چې څومره تود چای څښي، شامل وو.
څېړونکو کابو نهه کاله د دغو کسانو روغتیا تعقیب کړه. په دې موده کې د زړه د بېلابېلو ناروغیو، د زړه د حملې، فلج او د زړه د رګونو د ناروغیو له ۱۴ زرو او ۸۰۰ څخه ډېرې پېښې ثبت شوې.
اصلي موندنې
د څېړنې له مخې، هغه کسان چې لږ تر لږه په اوونۍ کې درې ورځې چای څښي، د هغو کسانو پرتله چې چای نه څښي، د زړه د ناروغیو، د زړه د حملې او فلج خطر یې شاوخوا ۱۱ سلنه کم و.
څېړونکو د عمر، سګرېټ څکولو، بدني فعالیت، وزن او نورو روغتیايي ستونزو اغېز هم په پام کې نیولی و، خو بیا هم د منظم چای څښلو او د زړه د ناروغیو د کم خطر ترمنځ اړیکه پاتې شوه.
څېړنه دا هم ښيي چې په هغو کسانو کې چې سګرېټ نه څکوي، د چای احتمالي ګټې لا څرګندې دي.
کوم چای غوره و؟
د څېړنې له مخې، د چای په څښلو کې اعتدال د زړه لپاره ګټور رسولی شي او په تېره بیا تور چای غوره پایلې لرلې.
ډېر ګرم چای ولې زیان لري؟
څېړنې یوه بله مهمه خبره هم په ډاګه کړه: هغه کسان چې د ډېر سور (ګرم) چای په څښلو سره عادت دي، د زړه د ناروغیو خطر یې د کمېدو پر ځای شاوخوا ۱۶ سلنه زیات و.
برعکس، هغه کسان چې نیمګرم چای یې څښه، د زړه د ناروغیو نسبتاً کم خطر یې درلود.
ولې چای ګټور ګڼل کېږي؟
د متخصصانو په وینا، په چای کې په طبیعي ډول د «پوليفینول» په نوم مرکبات شته چې د انټياکسیدنټ او د التهاب ضد ځانګړتیاوې لري.
دا مرکبات د وینې د رګونو د حجرو په ساتنه کې مرسته کوي او ښايي د وینې فشار او پر زړه واردېدونکی فشار هم راکم کړي.
د څېړنې محدودیت
څېړونکو ټینګار کړی چې دا پایلې وروستۍ نه دي، ځکه څېړنه تر یوه بریده د ګډونوالو پر خپلو ورکړل شویو معلوماتو ولاړه وه.
د دوی په وینا، د چای د اندازې، د څښلو د تودوخې او د زړه د روغتیا ترمنځ د اړیکې د ښه درک لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.
لنډه پایله
د څېړنې مهم پیغام دا دی چې د چای په څښلو کې اعتدال ښايي د زړه لپاره ګټور وي، خو د ډېر سور (تود) چای څښل کېدای شي د ګټې پر ځای تاوان ولري.