د «اژدهای خودي» او «د ځانځانۍ ښامار» د آثارو تر لوستلو وروسته مې په دې باب ډېرو باریکو، ناڅرګندو او ناسپړلو ټکو ته پام شو. په دې مطالعه کې مې لومړۍ جګړهییز او نه پخلاکېدونکی غبرګون د ځان پر وړاندې را پورته او په جوش شو.
د ځان تنبه، مازوخیزم او زجر ته مې تلوسه را وپارېده، له ځانه مې ډېرې لړزونکې باطني پوښتنې او ګروېږنې را وشنلې، او په دې دروني، سوزونکي سفر کې په ډېر موړ او ټکني زړه لږ څه مخکې ولاړم. هر قدم د اور پر لیکه اوچتول وو، هر پړاو د لایتناهي منزل پر لور یو لوېشت واټن وهل وو، او هره منظره د زړه د سترګو داغول وو.
زه فکر کوم چې «اژدهای خودي» د انساني ویښتیا د دروني انقلاب لویه پیلامه او چغانده هنګامه ده، چې د هر ځیرمن لوستونکي د باطني دنیا د خودرامه او ناکامه هڅو یوه ناممکنه ترخه تجربه ده. ناکامه او ناممکنه ځکه ورته وایم چې په دې امتحان کې د بریا چانس له صفر سره ضرب دی، ځکه دلته تېښته او سترګې پټول حتمي دي. بناً، کله چې ازموینې ته حاضرېدل ناشوني وي، نو کامیابېدل پکې هسې یو خوب او خیال دی.
د «اژدهای خودي» اثر د هغه وخت د علمي محافلو د جروبحث یو داغ او نوی خوځښتیز پیل و. د پوهې او فکر هر دانشمند عالم یې په باب خپله رایه او خپل تعبیر وړاندې کړی دی.
له نېکه مرغه، زموږ د هېواد د معاصر تاریخ ډېر لوی عالم او روڼاندی شخصیت، ارواښاد استاد عبدالرحمن پژواک، هم خپله غوره او هراړخیزه اخستنه او شننه پرې وړاندې کړې ده.
سره له دې چې استاد پژواک، د خپل واقعبینانه نړۍلید پر بنسټ، یادونه کوي چې د اوس لپاره پر دې اثر د بشپړې سپړنې، کتنې او ارزونې نیت نه لري، او دا لیکنه یې د یو دوستانه ځوابیه لیک او منندویۍ په پار ترسره کړې ده؛
خو زما په اند، د استاد دا لنډه، خو جامع او مغتنمه تبصره زموږ لپاره اوس هم ګڼ پیغامونه او تعبیرونه لرلای شي، چې دلته یې د ځینو مهمو ټکو یادونه اړینه بولم:
۱- دا اثر په پښتني تفکري بهیرونو کې د یوې نوې او حیاتي موضوع د مهم ګڼلو، سمون او رغون یوه علمي او پوهنیزه هڅه ده.
۲- د انسان د دروني نړۍ په اصلاح کې د یوه فکري او عملي خوځښت د راوستلو او رواجولو بنسټیزه پیلامه ده.
۳- لږ تر لږه د پوهانو ترمنځ د یوه غیرمستقیم دیالکتیکي، پوهنیز بحث او مناقشې ور پرانستنه ده.
۴- د استاد پژواک په څېر د هغه دوران د پوهانو ترمنځ د یوه مناسب او معتبر علمي تخلیق او تحقیق د محرک او مسبب زمینهساز فرصت ګڼل کېدای شي.
۵- دغسې مغتنم، پوهنیز او نوښتیز آثار د زړېدو او هېرېدو له خطر څخه په امن او خوندیتوب کې دي. دا ډول موضوعات په هر وخت او زمان کې خپل نویوالی او اهمیت لري، او د فکر او قلم هر سمبال وګړي ته د سپړنې، شننې او ارزونې بشپړ علمي ـ تحقیقي فرصتونه وړاندې کوي.
۶- د دې بحث او تبصرې د لنډیز او نچوړ په مصداق به دا هم ورزیاته کړم چې، هماغسې چې د دې اثر شتون خپل غنیمت، ارزښت او اهمیت لري، په همدې کچه د استاد پژواک لیدلوری او تبصره هم د دې اثر په شننه او پېژندنه کې زموږ لپاره مهمه او ګټوره ده.
په دعا او درناوي