تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۷ مه) د خیبر پښتونخوا ایالت په کواټ ښار کې د پولیسو پر مرکز (پولیس لاینز) په موټر بمي او وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱ ته زیات شوی دی.
د پاکستاني چارواکو پر اساس، په وژل شویو کې ۱۵ پولیس او شپږ ملکي وګړي شامل دي. د کواټ مرستیال کمېشنر وايي، په پېښه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
جنګ ورځپاڼې د پولیسو په قول د ټپیانو شمېر ۱۰۳ تنه ښوولی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پولیسو د مرکز له ودانۍ سره ټکر جنګول شوی. د موټر بم له چاودنې وروسته د وسلهوالو بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته هم شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو ویاند وايي، اوو وسلهوالو د پولیسو مرکز ته د ننوتلو هڅه کړې وه. د پولیسو او ترهګرۍ ضد ادارې په عملیاتو کې د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون شپږ بریدګر وژل شوي او د سیمې د پاکولو عملیات وروستیو پړاوونو ته داخل شوي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال احمد فیضي ویلي، برید د ماسپښین په ۱:۱۵ بجې پیل شوه.
د کواټ مرستیال کمېشنر محمد نواز وزیر بيبيسي ته د ۲۱ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې د ټرافیک پولیسو SP اکبر شینواری هم شامل دی. د هغه په وینا، ۷۳ پولیس هم ټپیان شوي دي.
په کواټ کې د ایم سي روغتون ډاکتر طاهر شاه پاکستاني رسنیو ته ویلي چې ۷۳ پولیس او ۳۰ ملکیان ژوبل شوي دي.
تر دې دمه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.
له پېښې وروسته د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر سهیل فریدي د پنجاب اعلي وزیرې وروستیو څرګندونو ته په اشاره وویل چې د خیبرپښتونخوا خلک ترهګر نه دي بلکې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې قرباني ورکوي او دا دوی دي چې د ترهګرۍ مخه یې نیولې ده.
د پنجاب اعاي وزیرې مریم نواز ویلي و چې پنجاب ته له ګاونډیو هیوادونو نه بلکې له ګاونډیو صوبو خطر متوجه دی. پنجاب له هند سره اوږده پوله لري.