جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد نعیمه غني څو شــعرونه

د نعیمه غني څو شــعرونه

زه د دښتې لور د لمر له ذاته پیغله

غر او سیند مې دوه همزولی راته ګران دی

دوی له مانه مستي اخلي زه له دوی نه

هر سهار چې پل د ژوند په سینه کیږدم

د ثواب  له چینې لپه سوما وڅښم

په زرکین قدم صحرا ته شم روانه

تیږې یوه لپه رانجه راته ډالۍ کړي

له پیروتو نه په پښو کړم پایزیبونه

سپیلني لوګي لوګي رانه تاویږي

بخملي ریګ مې راښکل کړي قدمونه

د چنار پاڼې وهي راته چک چکې

زه د سیند مستو څپو باندې ګډيږم

سپرلی وشیندي ځولۍ ځولۍ ګلونه

زه د دښتې لور د لمر له ذاته پیغله

غر او سیند مې دوه همزولي راته ګران دی

دوی له مانه مستي اخلي زه له دوی نه

د مرغانو هم سیالي راسره وشي

په هوا یې شي سندرې اټنونه

هلته پاس د مخامخ غره په لمن کې

 یو شپونکی شپیلۍ ته ورته کړي سُرُونه

د کیږدۍ او د کوچۍ سندره سرُ کړي

پراته کا ڼي له جموده رابهر کړي

زما غوږو ته چې آواز د شپیلۍ راشي

سترګې وکړې پاس د غره په لور وزرونه

په پینځو واړو حواسو مینه حس کړم

  لیونۍ جذبه مې کاږی قدمونه

رسیدل زموږ د دواړو ګډ ارمان دی

ځم چې بیا ورسره نوی کړم لوظونه

طبیعت زموږ وصال ته سرګردان دی

زه د دښتې لور هغه زوی د باران دی

/////////////////////////

ما چې ستا له خبرو

ملغلرې پیلې

دانه د انه

یوه یوه

نه سمیدې

کږې به شوې

تیرې بیرې به شوې

خو ستا د د خولې د خبرو په څير

ښکلې نه شوې

یوازې ته پرې پوهیږې

د ملغلرو پیل هم هنر لري

کنه؟!

////////////////

اوښکې مې مه پاکوه

زړه مې له غمونو ډک دی

کینه راسره ویې ژاړه

دوست مې په کار دی

دسمال راسره شته

////////

د سپوږمۍ په خوله سندرې که یې واورې

خاموشي بلا خبرې که یې واورې

کاڼی زړه به دې اوبه زما کیسه کړي

ای د غره د سر ډبرې که یې واورې

بوره مور چې د زوی سر ته ساندې وايي

لیونی به شې له لرې که یې واورې

 په زړه څړیکې، سترګې وینې، قلم اوښکې

زه ترې پییم ملغلرې که یې واورې

هر نفس د دې نسیم شاعرانه دی

د لفظونو سوداګرې که یې واورې

2 COMMENTS

  1. Salam. Der shkaly sher day. Naway kal mo ham mobarak sha, nekmargha aw khoshala naway kal tase ta ghwaram. Staso de la noro kamyabayo pa hila.

  2. آغلې خورې نعیمه غنی صاحبې،ډیر ښه ازاده بیتونه دی.باور وکړه دا د وري په ښکلی سهار کی یی راته اوښکې تویی کړلی!!
    خصوصن دا بیتونو دې:زه د دښتې لور دلمر له ذاته پیغله او هغه ظوئ د باران دئ!واه
    …د ملغلرو پییل هم هنر لري..
    …زړه مې له غمونو ډک دئ دوست می پکار دئ: دوست دوست نا رها پیار پیار نا رها…
    …بوره مور چه د زوی سر ته ساندې وایی
    په زړه څړیکې ، سترګې وينې؛ قلم اوښکې….
    بس نو غني خانې! دقلم ملغلرې دې له دو هم زیاتې پییلې غواړم.په درناوۍ./بلجیم/بروصل…۳.حمل ۱۳۹۳=۲۲جمادیل ۱=+- ۲۳ مارتچ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب