تاند (پنجشنبه، د لړم/ عقرب ۱۴ مه) د چینايي ساینسپوهانو په مشرۍ یوې ډلې د نړۍ تر ټولو د لوی راډیويي تلسکوپ «فاسټ» د پخوانیو معلوماتو د څېړلو په ترڅ کې له فضا څخه یو مرموز راډیويي سیګنال موندلی چې نوې ساینسي بحثونه یې راپارولي دي.
دغه سیګنال د «K2-155» په نوم د ستورو د یوه نظام له لوري ترلاسه شوی. دا نظام له ځمکې شاوخوا ۲۳۸ نوري کاله واټن لري. په دې نظام کې درې سیارې شته چې د ځمکې پرتله لویې دي. له دغو سیارو یوه یې داسې سیمې ته نژدې ده چې ښايي د اوبو د شتون لپاره مناسب شرایط ولري.
ساینسپوهانو دغه سیګنال ته یو ځانګړی نوم ورکړی، خو په ورکړل شوي راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی. د سیګنال د څپو یا فریکوینسیو شمېر د وخت په تېرېدو ورو ورو بدلېده. همداراز، دا سیګنال د راډیويي تلسکوپ له ۱۹ ریسیورونو څخه یوازې په یوه کې ثبت شوی او په نورو ۱۸ برخو کې یې هېڅ نښه نه ده موندل شوې.
خو څېړونکو ټینګار کړی چې دا موندنه د بهرني ژوند یا فضايي موجوداتو د شتون ثبوت نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه امکان لري چې سیګنال د انسانانو د ټکنالوژۍ یا د څېړنیزو وسایلو د لاسوهنې له امله رامنځته شوی وي.
ساینسپوهان د دغه سیګنال د اصلي سرچینې د معلومولو لپاره نورو څېړنو ته دوام ورکوي. د دې څېړنې پایلې په «د اسټرونومیکل ژورنال» علمي مجله کې خپرې شوې دي.