تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۹ مه) د بغلان د ترافیک پولیسو رییس عابد نذیر وايي، د سالنګ تونل شمالي دروازې ته څېرمه د یوه مسافر وړونکي بس او تېلوړونکي ټانکر د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وینا، پېښه د جمعې په شپه شاوخوا دوه بجې له دې کبله وشوه چې سړک یخ وهلی و، موټر چټک روان و او چلوونکي یې کنټرول له لاسه ورکړ.
هغه زیاته کړې، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د بغلان د ترافیکو پولیسو رییس له موټرچلوونکو غوښتي چې تر ټامکلې اندازې موټر تېز ونه چلوي، له نورو موټرو سره فاصله مراعات کړي او په خرابې هوا کې لا ډېر احتیاط وکړي، څو د ترافیکي پېښو مخه ونیول شي او د سپرلیو ژوند خوندي پاتې شي.
په افغانستان کې، په تېرو بیا د کابل- جلال اباد. کابل – کندهار – هرات او همداراز کابل – شمال په لویو لارو کې ډېرې مرګونې ترافیکي پېښې کېږي.