د باران د دانو په ټک ټک اوچت راپاڅید، که یې لاس د بالکون پر وره نه وای تکیه کړی، پرتلی به و. رسم یې له تراسه راواخیست. سترګې یې کلکلي سره وروستې، غاښونه یې داسې چیچل چې کړپا یې شوه.
مازدیګر ناوخته چې یې وروستي برشونه پر ابي انځور وموښل، تصویر یې په بالکون کې لمر ته کیښود بیا یې سترګې سره ولاړې.
که څه هم د بالکون سر پټ دی خو رسم نوی، باران تیز؛ څاڅکي له شاوخوا ورباد شوې دي. ده انځور په کوټه کې څراغ ته ودراوه. د نجلۍ د سترګو شنه کسي داسې بهیدلي لکه اوښکې چې یې پر بارخو څڅیدلې وي. د سر د ویښتو تور رنګ یې پر تندي مات شوی. برش یې پرې تیر کړ هغه نور هم تور شو. دا تور رنګ یې پسې کش کړ، ټول مخ یې ورتور کړ. اوږې یې ورتورې کړې، ټټر یې ورتور کړ. لاس یې داسې ورتور کړ لکه تور دستکش چې یې ورپه لاس کړي وي. تصویر یې له دیوال سره کیښود:
« ښایي څوک فکر کوي چې سترګې یې شنې دي… بل ته به زرغونې ښکارې..بل ته به تورې»
« د مخ د چوکاټ به باره کې به څوک څه وایي؟»
د اصلي تصویر په پنسل ایستلی سکیچ یې راواخیست، په یوه لاس یې پاڼه لرې ونیوله:
«ویښته طلایي، مخ لږ ګرد، خوله لږ لویه، پوزه نرۍ… ابي سترګې یې غږیږي..»
لکه د ناوې چې خوله بنده وي او یو دم خلاصه شي، د اوبو شرهاری شو. ده پاڼه پر تخت واچوله. په سره ورغلیو سترګو یې له دیوال سره دریدلي تصویر ته پام شو:
« لکه په تیاره کې د اور د لمبې سیوری چې شمال ته رپي..».
ټوپ یې کړل، کړکۍ یې پرانیسته. د باران څاڅکي ورباد شول. کړکۍ یې بنده کړه. له دیوال سره درولی تور رسم یې د کار پر تخته کیښود. سر یې تر بالښت لاندې کړ، تور مخ، تورې دستکش، تور ټټر … هرڅه تور…
خوب یې په سر شوی و، د باران د دانو ټکا وه، اړخ په اړخ واوښت…
پراګ