پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهمجاهد: له عذر پرته هیڅوک او له شرعي محرم پرته هیڅ ښځه...

مجاهد: له عذر پرته هیڅوک او له شرعي محرم پرته هیڅ ښځه بهر ته نه پریږدو

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه) ‏‏د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري ناسته کې د بهرنيو سفرونو په ګډون د یو شمېر موضوعاتو په اړه د دې حکومت دریځونه روښانه کړل.

نوموړي وويل: له شرعي محرم پرته ښځې نه شي کولای چې له هېواده بهر سفر وکړي.

 ذبیح الله مجاهد دا هم وويل: هغه څوک چې له هېواده بهر پرته له عذر ځي دوی یې مخنیوی کوي، ځکه چې اوسمهال په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان په بد وضعیت کې دي او دوی نه غواړي چې نور افغانان هم د هغوی پر سرنوشت اخته شي.

طالب وياند په کابل او شاوخوا ولایتونو کې د روانو کور په کور پلټنو په اړه وويل، چې د ګډو ځواکونو عملیاتو په پایله کې به هغه وسلې راټولې شي چې په ورستیو تحولاتو کې خلکو په خپلو کورنو کې ځای پر ځای کړې دي.

‏نوموړي ټینګار وکړ، چې ګډ ځواکونه يې په کابل او نږدې ولایتونو کې په احتیاط سره چاڼیز عملیات ترسره کوي چې خلکو ته زیان ونه رسېږي.

‏‏د طالبانو د حکومت وياند دا هم وويل، چې د دوی په پيل شویو عملیاتو کې د تحصیلي اسنادو او پاسپورټنو له منځه وړلو ادعاوې بې اساسه دي.

 ذبیح الله مجاهد د پوهنتونونو له بیا پیل سره د ښځينه او نارينه محصلينو له جلا کیدو سره د استادانو د کمښت ستونزه تاييدوي خو وايي چې؛ حکومت یې هڅې کوي چې دغه ستونزه حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب