کله چې له کونړونو څخه د زدهکړې په پار کابل ته راغلم، نو معمولاً په ليليه کې به د پښتونستان د جشن په شپه او يا د نوي کال په مناسب په راډيو افغانستان کې مشاعره جوړيده.
زيات زده کوونکي به په کانتين کې راډيو ته را ټوليدل او مشاعره به يې اورېده. وروسته مې بيا د يو معزز مشر په توګه وپيژانده، چې دا نصرالله حافظ دی. د مشاعرې لارښوونه به همده کوله، خو د ډېرو شاعرانو له نومونو سره اشنا شوم. يو له هغو کسانو چې د فارسي په اصطلاح شعر به يې په زړه چنګ لګاوه، د محترم ارواښاد استاد صديق پسرلی و.
په لسم يا دولسم ټولګي کې به وم، چې پښتو ټولنې ته به زه د استاد خدمتګار او يا استاد ژواک د فتر ته ورتللم. يوه ورځ مې د ژواک صيب په د فتر کې يو با وقاره معزز، خو درویش صفته انسان وليده، چې په مينه يې ما ته هم لاس راکړ، هغه استاد پسرلی و. وروسته مې د استاد پسرلي په باب زيات څه له مرحوم استاد ژواک څخه واورېدل. او هغه يې زياته ستاينه وکړه.
وخت په وخت به مې د استاد شعرونه له پامه تيرول، يعنې د هيواد په مطبوعاتو کې ليدل او لوستل. څرګنده خبره ده، چې د شعر په ليدلو او لوستلو هر لوستونکي ته يوه ايډيا/نظریه او يو برداشت پيدا کيږي. په شاعر کې په طبیعي توګه دا تمايل موجود وي، چې خپل کلام په خلکو واوروي او په محفل کې په نورو غږ وکړي او ځان مطرح کړي.
خو ما خو نه د استاد پسرلي په شعر کې او نه هم د هغه په درانه شخصيت کې داسې څه وليدل، چې په زور د خلکو په سترګو کې ځان ځای کړي او د ځان مطرح کولو په فکر کې شي. يوه خبره دا هم ده چې يادونه يې وشي، چې استاد پسرلي شخصيت لکه شعر او د هغه شعر او غزل لکه استاد. هدف مې دا دی، چې هغه نه غواړي او عادت يې نه درلود چې يو پرده چې په ارواپوهنه کې ورته «سيوری» وايي پر مخ را خپور کړي او د خپل شخصيت يوه برخه پټه کړي او ناليدلي وښيي. نه داسې نه ده! ، بلکې هغه لکه چې څنګه و هماغسې و.
په وروستي وار مې استاد په پېښور کې د ځوانيمرګ ساهو په فاتحه کې وليده، چې ما د درناوي په مهال هغه وليده، چې په ځير ـ ځير يې را کتل او بيا…
استاد پسرلی هم په شعر کې او هم په خپل انفراديت کې د پښتني با غروره او با استغنا شخصيت يوه وتلې بېلګه وه. ما د ډېرو مشهورو شاعرانو په کلام کې يو ډول تکرار ليدلی او يا له نورو اوريدلي دي، خو د استاد پسرلي په شعر کې دا تکرار نشته او نه تر سترګو کيږي.
د غزل په برخه کې دومره ويلی شم، چې د پښتو يو مشهور څيړونکی راج ولي شاه خټک ليکي: چې غني خان به ويل چې ٬٬په پښتو کې غزل لږ پردی عنصر دی، دا ځکه چې پښتو شعر کې د ډهل/ډول او اتڼ وزن حاکم دی. ،،
خو کله چې د پښتو غزل ژوند او مسير ته ګورو، میرزاخان انصاري بدیل نه لري. حمزه بابا هم ډېر څه کړي دي، خو د استاد پسرلي غزل زيات ريکارډونه مات کړي دي. تر زياته حده مې د استاد د غزلياتو بڼ له پامه تېر کړ.
په هر يو کې يو تفکر غزونې کوي، هر يو يې نوښت لري؛ خو زه يوازې يو غزل را اخلم، چې د دې رنګينۍ يو ثبوت هم دی او هغه يو عرفاني غزل دی.
په عرفاني ليدتوګه کې انسان د کايناتو يا خلقت په محراق کې واقع دی، د ديني او احکامو او اساطيري رواياتو له مخې مطلقه ذات د دې له پاره چې ځان په کايناتو وپيژني؛ نو انسان يې خلق او دنيا ته راوست او د امانت دا ستر بار يې د هغه يعنې د «انسان» پر اوږو کېښود.
لکه حافظ چې وايي:
اسمان بار امانت نتوانست كشيد
قرعهى فال به نام من ديوانه زدند
په همدې اساس دی، چې انسان په عرفاني جهان بيني (نړۍ ليد) کې د مسايلو مرکزي ټکی دی، البته په وجودي فلسفه کې هم دا عقيده په بل ډول موجوده ده او هغه دا چې انسان دی چې شتو او پدیدو ته يې بڼه او شکل ورکړی دی.
انسان په دې لړ كې يوازينى موجود دى چې په زمان كې ژوند كوي. د زمان په بېلابېلو او مختلفو ابعادو باندې پوهېږي او د هغو توپير مشخص كوي.
د زمان پر بېلابېلو اړخونو پوهېدنه يو بيروني كار نه دى او د يو بهرني واقعيت په بڼه تحقق نه مومي، بلكې دغه ادراك يو دروني معقول ادراك دى چې د حواسو په مرسته او ملگرتيا تر سره كېږي. د لويديځې نړۍ ځينې فلاسفه دغه پوهاوی يوازې يو دروني پوهاوی بولي او د ظاهري حواسو مرسته هيڅكله په دې برخه كې ښکېل نه ګڼي.
په دې ترتيب د زمان د ابعادو پوهاوى د انسان د وجود په ابعادو پورې اړه لري، چې تاريخ جوړيږي؛ نو په دې اساس هغه څه چې وويل شول د انسان وجود په هماغه اندازه چې په حال زمان كې تحقق پيدا كوي، په ماضي او مستقبل زمان پورې هم اړوند دى.
استاد پسرلي هم وايي:
د خداى په هنرتون كې لوى هنر يمه پخپله
هم بوت يمه پخپله، هم بتگر يمه پخپله
د خپلو خواهشاتو له ولكې به وځم څنگه
په ځان پسې وتلې يو، لښكر يمه پخپله
دا سپينې روڼې اوښكې دا ساړه اسويلي گوره
طوبا يمه پخپله او كوثر يمه پخپله
خطر مې هم له ځانه دى، گوهر مي هم په زړه كې
توفان يمه پخپله، سمندر يمه پخپله
دا هر هر څه چې گورم، ماته زما له ذهنه زيږي
فرهاد، هم يې شيرينه ،هم يې غر يمه پخپله
په پورته غزل كې نه يوازې يوه عرفاني ايډيا/ نظريه تر پايه پر مخ روښانه كيږي؛ بلكي يو ثنويت هم را څرگندوي. او هغه د انسان د دوو متضادو اړخونو بيان دى. انسان چې هم هنر دى او هم هنرتون دى، هم خيال دی او هم حقيقت دی، هم هنر دى او هم هنرور دى، هم مكان او هم زمان؛ خو دا هم بايد هيره نه كړو، چې هم خير دى او هم شر دى او داسې نور.
لكه څنگه چې يادونه كېږي د انسان وجود داسې ځواكونه او وسونه لري، چې د چاپېريال د تنگو او مقيدو چوكاټونو څخه ځان ازاد او ژغورلى هم شي او د يو ډول تعالٰي او تكامل په بهير كې هغه څه چې ظاهري پړاو ورته ويلی شي له هغه هم مخکې ولاړ شي. كله چې ويل كېږي انسان د حال زمان په قيد كې بند نه پاتې كېږي؛ هدف ترې دا دى چې هغه تل داسې هڅه كوي چې له حال زمان نه راتلونكي ته تېر شي او ان مرگ د راتلونكي پای نه بولي. په همدې لړۍ كې ماضي ته ستنېدل هم د اهميت وړ دي، انسان هغه ته ژوره پاملرنه كوي او ان له خپل زېږون نه نور هم مخته ځي.
ابليس هم راته ورو ورو يو سيمبول د بدۍ ښكاري
بل شر نشته كه وي هم هغه شر يمه پخپله
د تا فكر وم وړى خو چې ډوب شومه په ځان كې
ايله مې ومنله چې دلبر ومه پخپله
چې خيال كې حقيقت يم نپوهيږم دومره پوه يم
هنر يمه پخپله، هنر ور يمه پخپله
پسرليه هم مكان يم، هم زمان يم هم ښكلا
گودر يمه پخپله، مازديگر يمه پخپله
٧-٢-١٣٧٧
د پوهانو په نظر انسان له خبرو او تفكر پرته بل څه نه دى.
مولانا هم وايي:
اى برادر تو همان انديشه اى
ما بقی استخوان وريشه اى
شعر او عرفان سره كوټلې اړېكي لري، د غزل فورم په فارسي او پښتو ادب كې د عرفان پر وزرو را الوتي دې. او د پسرلي صيب دغه شاهكار يا غزل بڼ خو د دې خبري ښه گواه دى.
روښانه خبره ده چې د انسان وجود د هغه په ژبه كې را برسېره كېږي، دا سمه ده چې د زياتو پوهانو او فلاسفه وو په عقيده د انسان ناطقيت د كلياتو د ادراك په مانا مطرح شوى دى، خو د كلياتو پوهاوی له تفكر پرته بل څه نه دی او مفكوره يا فكر كول د كلام اساس او بنسټ گڼل كېږي. د اسلامي حكيمانو په اصطلاح كلام يا خبرې كول په يوناني كې د لوگوس د كليمي معادل دی. هغه څه چې د المان مشهور فيلسوف مارتين هاېدگر ويلي دي چې«ژبه د وجود كور دى » کومه بې ځايه خبره نه ده.
هاېدگر عقيده لري چې د ژبې اساس پخپله وجود دى چې په كليماتو كې د ننه جوړه شوې ده. د ناطق كليمه د انسان د يو ارزښتمن شاخص په توگه هم د اسلامي حكيمانو په اصطلاح د يوناني د لوگوس كليمي معادل ده، او دا يوه رېښه لري. وجود د هاېدگر په نظر د لوگوس په توگه تلقي كېږي. په همدې اساس دی، چې وجود ځان د موجوداتو په د ننه كې ښكاره او پټوي او په دې ترتيب سلبي جنبه پيدا كوي، دلته ده چې حقيقت له هغه څه سره چې غير حقيقت دى، گډېږي او په ضمن كې داسې ښکاري چې ولې د انسان خبره په عین حال كې، چې هڅه كوي حقيقت را وښايي، هغه پټوي او انسان په پرله پسې توگه د نا اصيلو خبرو په د ننه كې ښكېليږي.
نو كله چې د استاد پسرلي غزل او اثار گورو ، په دقيقه توگه په كې زيات صفات او ارزښتونه ليدليی شو. هغه ژوروالی او پخوالی چې د استاد په كلام كې شته په پښتو ادب كې وتلې او روښانه بيلگه ده.
د استاد ياد دې په خير وي
جنتونه يې په برخه شه
پاى.