تاند (سېشنبه، د غويي/ ثور ۱۵ مه) د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د هُرمزتنګي د ستونزو له امله افغانستان ته د خوراکي مرستو د لېږد لګښت درې چنده شوی، چې له کبله یې د اکمالاتي لارو په سیستم کې لوی بدلونونه راوستل شوي دي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي چې مهم توکي، لکه غني شوي بسکېټونه، اوس له دوبۍ څخه لېږل کېږي او د اوو هېوادونو له لارې د ځمکنۍ لارې په وسیله افغانستان ته رسېږي، چې دې کار هم لګښت زیات کړی او هم ځنډ رامنځته کړی دی.
دې ادارې زیاته کړې چې بدیلو لارو د مرستو رسولو بهیر شاوخوا درې اوونۍ ځنډولی، چې له امله یې اړمنو کورنیو او ماشومانو ته د حیاتي خوراکي مرستو وېش سوکه شوی دی.
د ترانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی او اوږدې شوې لارې د بشري مرستو پر فعالیتونو فشار زیاتوي او د مرستو د رسېدو کچه محدودوي.
افغانستان لا هم د خوړو له پراخې ناامنۍ سره مخامخ دی، او میلیونونه خلک د اقتصادي ستونزو، جګړو او اقلیمي بدلونونو له امله پر مرستو تکیه لري.
په نړۍ کې د تېلو د بې لوړېدو او د مهمو سمندري لارو ګډوډي د مرستو رسول لا پسې سخته کړي، په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو لپاره چې سمندر ته لاره نه لري.
د هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ یو مهم مسیر بلل کېږي، او هلته هر ډول بېثباتي په اکمالاتي زنځیرونو او بشري مرستو مستقیم اغېز لري.
مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې که دا حالت دوام وکړي، د لوږې کچه به لا لوړه شي، په ځانګړي ډول د ماشومانو ترمنځ چې منظمې تغذیې ته اړتیا لري.
دوی وايي، که با ثباته لارې او کافي مالي ملاتړ برابر نه شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به دا بشري بحران نور هم ژور شي.