د کډوالو یوې مخکښې مرستندویې ټولنې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه تښتېدونکي، هغه افغانان چې بریتانیا ته د سفر اجازه لري، د خوندي لارو د نشتوالي له امله په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته د رسېدو هڅې کوي.
د افغانستان او منځنۍ اسیا ټولنې (ACAA) ویلي، دا کډوال د ګاونډیو هېوادونو له لارې د تګ په ترڅ کې له «مخ پر زیاتېدونکو سختو خنډونو» سره مخ دي؛ ځکه په دغو هېوادونو کې د کډوالۍ اصول سخت شوي او لګښتونه لوړ شوي دي.
دې ټولنې خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان چې د درېیمو هېوادونو ویزې یا د کډوالۍ د سفر اجازه یې ترلاسه کړې، ښايي اړ شي چې د خطرناکو شرایطو په منځ کې د قاچاقبرو په مرسته ناقانونه سفرونه غوره کړي، د ناوړه ګټې اخیستنې او له خطرناکو پولو د اوښتو خطرونه په غاړه واخلي؛ ځکه له افغانستانه د خوندي، ارزانه او اسانه وتلو لار نه لري.
د دې ټولنې د مالي سرچینو او همکاریو مسوول، داریوش نسیمي، ویلي چې افغانان خرابېدونکي وضعیت سره مخ دي چې زیانګالي کسان نه پوهېږي چې څه وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «موږ د کډوالو د یوې مرستندویې ټولنې په توګه داسې کسان پېژنو چې بل هېواد ته یې د سفر ویزې یا اجازه ترلاسه کړې، خو له افغانستانه د وتلو لپاره د عملي لارې د نشتوالي له امله لا هم په دغه هېواد کې بند پاتې دي.»
د نسیمي په وینا، پاکستان ته تګ ورځ تر بلې ستونزمنېږي او داسې راپورونه شته چې ځینې کسان د ویزې د برابرولو لپاره د زرګونو ډالرو ورکولو ته اړ کېږي. ایران هم د افغانانو پر تګ راتګ محدودیتونه زیات کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونه د تګ لپاره ډېرې محدودې اسانتیاوې لري.
هغه ویلي: «تصور وکړئ، یو کس ته ویل کېږي چې خوندي ځای ته د تګ اجازه لري، خو وروسته پوهېږي چې هغه هېواد ته د رسېدو لار نه شي موندلی چې د منلو ژمنه یې ورسره کړې ده.»
نسیمي ټینګار کړی چې که یو کس خوندي ځای ته د رسېدو امکان ونه لري، د ویزې لرل یې هېڅ معنا نه لري. د هغه په وینا، حکومتونه باید درک کړي چې د کډوالۍ د سفر اجازې ورکړه یوازې د ستونزې یوه برخه حلوي او باید داسې عملي لارې هم برابرې کړي چې زیانګالي کسان وکولی شي په خوندي، قانوني او ارزانه ډول له افغانستانه ووځي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د دې راپور په تړاو پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.