تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۲۶ مه) د هند په لوېدیځ بنګال ایالت کې یوه سوداګر خپل ۱۵ کلن زوی ته د نهم ټولګي په ازموینو کې د ښو نومرو د ترلاسه کولو په بدل کې د بياېموې (BMW) لوکس موټر ډالۍ کړی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د ختیځ بردوان ولسوالۍ اوسېدونکي سوداګر شمسالدین مدیا خپل زوی محمد طلحه ته په زده کړو کې د ښو پایلو له امله د بياېموې «اېم ۴ کمپیټیشن» موټر اخیستی دی.
محمد طلحه د نهم ټولګي زدهکوونکی دی او په نیمکلنیو ازموینو کې یې ښې نومرې ترلاسه کړې وې.
د راپورونو له مخې، طلحه له ډېرې مودې راهیسې د دغه موټر د لرلو هیله درلوده. پلار یې د زوی د هیلې د پوره کولو لپاره ممبۍ ته ولاړ او دا ګرانبیه موټر یې واخیست. موټر وروسته په یوه ځانګړي کانتینر کې د دوی پلرني ټاټوبي ته ولېږدول شو.
خو په زړه پورې دا ده چې ۱۵ کلن طلحه اوس مهال خپله نوی موټر نه شي چلولی؛ ځکه د هند د قوانینو له مخې، په دې عمر کې د موټر چلولو لایسنس نه ورکول کېږي. نوموړي ویلي چې اوس به له خپل پلار سره په دغه موټر کې ګرځي.
Shamsuddin Midya, a businessman from Galsi (Purba Bardhaman, West Bengal), purchased a BMW M4 Competition worth approximately ₹2.30 crore for his Class 9 son, Talha.#BMW https://t.co/2Eg3aAcLTp
— Kamalika Sengupta (@KamalikaSengupt) November 6, 2026
که څه هم ځیني شتمن درس ته د خپلو ماشومانو د تشویقولو لپاره هغوی ته قیمتي سوغاتونه اخلي خو ځینې متخصصان وايي چې دا ډول سوغاتونه یا په حقیقت کې رشوتونه سبب کېږي چې ماشوم درس د درس لپاره نه بلکې د تحفې لپاره ولولي. دوی دا هم وايي چې که د نهم ټولګي د ازموینې لپاره بي ایم ډبلیو ورته اخیستل کېږي، د پوهنتون د ازموینو لپاره به بې ایم ډبلیو ورته بې ارزښته وي، الوتکه به غواړي او له پوهنتونه له فراغت وروسته به الوتکه هم ورته بې معنا وي.
په هند کې دې غیرمعمولي ډالۍ په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو پام ځان ته اړولی او ګڼو کاروونکو په دومره کم عمر کې د دومره ګرانبیه موټر په ډالۍ ترلاسه کولو حیرانتیا څرګنده کړې ده.