Homeخبرونهپه کندهار کې د ملګرو ملتونو استازې د میرویس روغتون د ښځو...

په کندهار کې د ملګرو ملتونو استازې د میرویس روغتون د ښځو د درملنې څانګه ولیده

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دغه سازمان د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشرې، رباب فاطمې، په کندهار کې د یوه روغتون لیدو ته ولاړه.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، رباب فاطمې نن (د نومبر په ۱۶مه) د میرویس حوزوي روغتون د هغو ښځو د درملنې څانګه لیدلې چې د ولادت پر مهال د مهبل او مثانې ترمنځ د غیرطبیعي سوري یا نښلون له ستونزې سره مخ شوې دي. دا څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ فعالیت کوي.

هغې له هغو ښځو سره خبرې وکړې چې په دې څانګه کې تر درملنې لاندې دي او له ښځینه روغتیايي کارکوونکو سره یې هم لیدلي چې دغو ناروغانو ته ځانګړي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د ولادت پر مهال د مهبل او مثانې ترمنځ د سوري رامنځته کېدل یوه جدي روغتیايي ستونزه ده چې د اوږدمهاله درد، د ادرار د نه کنټرولېدو او نورو روغتیايي ستونزو سبب کېدای شي. که څه هم د دې ستونزې مخنیوی او درملنه شونې ده، خو د ځانګړو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله ښځې ښايي کلونه له جسمي کړاو، ټولنیزې بدنامۍ او ګوښه کېدو سره مخ وي.

رباب فاطمې د روغتیايي کارکوونکو هڅې ستایلې او ویلي یې دي چې دوی له ناروغانو سره د روغتیا، عزت او پر ځان د باور بېرته ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دې لیدنې موخه د ولادي فستولا د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د خدمتونو پر دوام ټینګار و، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې له کلونو راهیسې له دې ستونزې او ټولنیزې انزوا سره مخ دي.

روغتیايي خدمتونو ته د افغان ښځو د لاسرسي ستونزې

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې افغان ښځې لا هم روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ دي. په دغو خنډونو کې د تګ راتګ محدودیتونه، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت او اقتصادي ستونزې شاملې دي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په یوه راپور کې ویلي چې د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونو، د محرم له ملتیا پرته د سفر نه‌اجازه او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی په څرګنده توګه محدود کړی دی. په راپور کې په کندهار کې درملنې ته د تلونکو ښځو پر وړاندې اضافي محدودیتونو ته هم اشاره شوې ده.

د ښځو پر روغتیايي خدمتونو دا محدودیتونه د افغانستان د روغتیايي نظام د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د طالبانو حکومت ښځې له طبي زده‌کړو څخه هم منع کړې، چې له امله یې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او قابلو د کمښت اندېښنې لا زیاتې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس هم د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې په یوه راپور کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو خبرداری خپور کړی و چې د ښځو پر تګ راتګ او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت وضعیت لا خرابوي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د اسلامي پراختیا بانک په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون او په کابل کې د رابعه بلخي روغتون د ولادي فستولا د درملنې ځانګړو مرکزونو ملاتړ کړی دی.

تمه ده چې د دې پروګرام له لارې به په مستقیم ډول ۳۰۰ هغه ښځې ګټه واخلي چې په دې ناروغۍ اخته دي او په غیرمستقیم ډول به د ماشوم زېږولو په عمر کې شاوخوا ۳۰۰ زره ښځو او نجونو ته هم ګټه ورسېږي.

رباب فاطمې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...