Home+ټکنده غرمه له نظمي سرابونو د هنر تر شمالونو| ماهر احسانزی

ټکنده غرمه له نظمي سرابونو د هنر تر شمالونو| ماهر احسانزی

ادبیاتو کې کره کتونکی له دې کشمکش سره مخ وي چې پنځګر که پنځونه را واخلو؟

که څه هم تاکید پر دې کېږي چې پر پنځونه دې بحث وشي او د نقد او کره کتنې په مهال دې پنځګر نفي شي، خو دا کار له څو اړخونو د نقاد لاسونه تړي:
یو- پنځونه چې په یو زمان کې رامنځته کېږي او د تخلیق دغه مهال د پنځګر پر فکر و شعور او روان تاثیر کړی او دغه تاثیر وروسته خیال سره غاړه غړۍ شوې چې څو پورې د پنځونې پر تاثر خبرې ونه شي، ګرانه ده چې پنځونه یې را وسپړو.

دوه- ډېر کله نقادانو د همدې تخلیقونو له منځه د پنځګر شخصیت، علمي کچ، خوی او شعري پیاوړتیا معلومه کړې، چې ښې بېلګې یې زموږ د کلاسیک ادب اثار دي.

درې-  د نورو ټولنیزو علومو په څېر له ادبي اثارو په تحقیق او تاریخ کې ګټنه اخیستل شوې، چې د څیړنې لپاره د پنځګر تخلیق د خامو موادو یوه ذخیره ګڼل شوې.

د نقاد لپاره دغه مجبوریتونه له پنځګر پرته پر پنځونې د نه غږیدو لاملونه دي.

په دې ټکنده غرمه کې د ان س ح ق اني د شخصیت او تخلیق پیژندنې لپاره به خبرې پر درې برخو وویشو:

تر بری وړاندې ژوند( هغه ژوند چې ا.ا.ا واک ته نه و رسیدلی، د بري او حکومتولۍ زمانه او د تخلیق هنري پیاوړتیا.

تر بري وړاندې ژوند

ښاغلی ان س ح ق اني چې په یوه سیاسي او ج ه ادي کورنۍ کې زوکړی دی، مبارزې، جنګ، شبګیرونه، زندان او شکنجې یې  د وجود برخه ګرځیدلې; هر مهال یې له خولې وتلې خبره او نغمه شوې اراده مطمینه او د روښانې ګاندې پر څراغونو پوښلې ده.

دی چې په وطن و، که په سنګر او که د زندان په تورو زنځیرونو تړلی و، وجود کې راشین باور یې د پاتې خبره ورته نه کوله.
چې سیالي وي د سرونو د سوداوو
داسې لوبو ته اکثر ځو خو ژوندي یو
څه مو وخت او څه مو بخت سره لانجه ده
په سکروټو کې ور غورځو خو ژوندي یو
دوی انسه له مرګي څخه پټېږي
موږ د مرګ په خوله کې ګرځو خو ژوندي یو

که څه هم د شخصیت او ژوند اغیز  پر تخلیق  وي او طبیعي ده چې د ښاغلي ح ق اني پر ټوله شاعرۍ دده سیاسي اغیز شته خو دې کتاب کې تر مبارزې را وروسته د مسوولیت په مهال هم شاعري شیبې بلې ته هنري کېږي، پیاوړې کېږي خو د مسوولیت چیغې یې هم وهلي دي.

ح ق اني چې زندان یې تېر کړی، د دار خبر  ور ورسیدلی  او تر ګڼو ستونزو وروسته ارام شوی، ځان او ملګري مسوول ګڼي، هوښیارۍ ته یې رابولي او د منصب په خوندونو کې د نه ورکېدو چیغې ورته وهي.

ړنګ یې کړل  ځانونه، د هوس له بامه پرېوتل
ډېر ښکلي په خپله بې پامۍ له پامه پرېوتل
یا دا چې:
د تهمتونو زمانه ده، محتاط ګام په کار دی
د ناپامۍ له ګړنګ ونه لویږو، پام په کار دی
یا
بیا چا ونه لیده له سره شوه تر پایه ورکه
یوه ککره پخپل ځان کې شوه بې ځایه ورکه

ح قانې دا چیغې دومره ډېرې وکړې چې ان ځینې یوازې نظم شوې خو  بیا هم د ریالیست شاعر مینه ورباندې ماتیږي.
مثلا:
خپله به په کور کې  د رنځورې مور  اه نه اوري
ځې به یو انځور ته د مشهور مریض پوښتنې ته

د ټکنده غرمې د نظمي سرابونو له تاوه که ویره ونه شي، دا مزل د هنر داسې یخ شمالونه هم لري، چې د ذوق تنده ورسره خړوبیږي.

په دغه بیت کې چې شاعر خپلو هغو ملګرو ته لیکلی چې یو مهال لکه د نن مفشن ژوند، سکون او امکانات ورسره نه و.
دی که څه هم دوی ویروي چې پل غلط پر لاره مه ږدئ بې حسابه خو چې ملګري یې دي، سختې یې تېرې کړي او ګڼې ستونزې یې ګاللی، ښکلي یې بللي او د مبارزې له صراطه ناسم ګام یې اراده نه بي پامي بولي:

ړنګ یې کړل  ځانونه، د هوس له بامه پرېوتل
ډېر ښکلي په خپله بې پامۍ له پامه پرېوتل
د هنر پر ځمکه یې داسې غزلونه هم د ابد سترګکونه وهي:

زړه دې اصیل نه دی که لال دې دی اصیل په غاړه
ګټه د زرو چاته نه رسي د فیل په غاړه
ترپایه
په دې لاندې بیت کې د سیمبولونو داسې کارول چې هره شیبه یې ارزښت غوړېږي او زه باوري یم که  له پاڼو حافظو ته لاره وکړي، د هرې غزا پرانیسته به پرې کېږي.

خاورې که ځوانۍ د ګلابونو شوې
ویښې یې تر اوسه وږمې پاتې دي

خبره چې د غزا شوه د شاعر  یوه بله هڅه (تلمیح ) البته هغه بڼه یې چې د بدیع استادانو لا تعریف کړې نه ده،  سړی دده پر خلاق فکر و شاعرانه ریاضت لا میین شي.

بایللی جنګ د ژڼو مو ګټلی دی هنر
په شان د سپاهیانو به سندرې تاویدې.
او
پاتې که ژوندی شوم په ګومل مې هر کلی کوه
لاړو له خالو سره موږ بیا غزا ته ووتو .
دا بیتونه ممکن ځینو ته تضمین وبریښي خو  تر تضمین پکې ډېر د تلمیح صنعت راغلی چې مهمې تاریخي پیښې پکې خوندي شوي.

د ښاغلي ان س ح قا ني په دې ټکنده غرمه کې کله کله لارې ورکېږي، سړی نه پوهېږي چې د هنر خواږه څنګه د نظم یا د وچو نصیحتونو توپان په مخه کړل.

زه چې دده دې خوږې شاعرۍ ته ګورم پر هغو خبرې کول راته ډېر ډېر ښه نه ښکاري، خو کله چې دی وایي:

د خیال په سترګو باندې پټې نا لیدلې ویني
انس ولي شو د ادب لوی کرامت یې خپل کړ .
پر تورو او کلمو د دغسې لاسبري شاعر د تخلیق پر ځمکه کله وارې پیچ و خم د مزل مخه نیسي.

دی وایي:
نه حسد شته  نه غیبت شته په دې قام کې
ته وا کلي د عطرو فوارې دي

پدې لاندې بیت کې د مدعا مثل یوه ناکامه هڅه شوې:

را لویږي په پردیو اوږو بر ختلي خلک
تر څو به ځان بالا وساتي؟ بام په دیوالونو

دې ټولګه کې نه پوهېږم ټایپي تېروتنه یې وګڼو که څنګه زنځیر هر ځای ځنځیر ګڼل شوی چې د ادب استادان ورسره لا متفق نه دي.

خبره چې د ژبې کارولو ته لاړه، دې لاندې بیت کې د (چې ) پر ځای (بس) کلمې  د بیت ښکلې رواني او مانا داغمنه کړې ده .

په ډېره چالاکۍ او په هنر دې اړوي
د ځینو کمال دا وي بس په شر دې اړوي.
ټکنده غرمه چې تازه چاپ شوی، تمه ده چې شاعر پکې د ځینو ملګرو پر هغه داد هم فکر وکړي چې له سیاست او جنګ سربېره د ادب پالل او شاعر کېدل هم غټه خبره ده خو زموږ د ژبې لیکلی ادب  تاریخ د یو سیاسي او جن ګي پښتون پر دې ویاړنه پیل شوي:

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...