د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ – ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹ او دوهم ځل په ۱۳۸۴ لمریز کال کي چاپ سوی او زبیر شفیقي پښتو ته را ژباړلی دی. د دغه کتابګوټي محتوا د هندي سیتارام پر یاداښتونو راڅرخي چي له ۱۸۱۲ څخه تر ۱۸۶۰م یې شاوخوا ۴۸ کاله د انګرېزانو په پوځ کي د یوه پوځي غلام په توګه ماموریت سرته رسولی. انګرېزانو پخپل پوځ کي له نیپالي، بنګالي، هندي او کشمیري ځوانانو څخه د غلامانو او پیاده پوځیانو په توګه استفاده کوله چي پر افغانستان د یرغل په ترڅ کي یې هم د پوځ ډېره برخه له بنګالي، نیپالي او هندي عسکرو څخه جوړه وه. سیتارام هم یو هندی غلام سرتېری وو چي په ۱۸۳۹م کي د بنګال د کنډک په پوځ کي د بولان د لاري افغانستان ته راځي. د ده دغه یاداښتونه د نیپال، هند، افغانستان او وروسته په سند کي د انګرېزانو د نظامي عملیاتو، د هغه وخت د هندي ټولني د ټولنیزي اوضاع، د بریټانوي هند د ختیځي کمپنۍ پر نظامي اړخو او په نولسمه پېړۍ کي پر افغانستان د انګرېزانو د پوځي یرغل په باب لیکل سوي چي ژباړن یوازي هغه یاداښتونه راخیستي چي د افغانستان سره تړاو لري او د یاداښتو پیل او پای ته یې په لنډه توګه اشاره کړې. د سیتارام دغه ياداښتونه مستقیماً نه دي لیکل سوي. یعني ورځني نه دي. ځکه خو د لوستلو پر مهال بېړه پکښي احساسېږي. دی په دوو، درو پاڼو کي د انګرېزانو پوځ افغانستان ته را رسوي حال دا چي یاد پوځ تر دوو میاشتو ډېر مزل وکړ تر څو تر بولان را تېر او د ۱۸۳۹ په اپریل کي کندهار ته داخل سو. داسي ښکاري چي دا یاداښتونه یې پخپل ژوند کي تر يادو پېښو وروسته لیکلي. دی پخپلو یاداښتو کي لا انګرېزان په ښه نامه یادوي او هغوی ته د سپین پوستو بادارانو خطاب کوي. ځای، ځای له افغانانو سر ټکوي او وحشیان یې بولي خو ځیني ځایونو کي خپله اعتراف کوي چي افغانان له خپلي خاوري په دفاع کي تکړه او د نورو شتون پر خپله خاوره چنداني خوند نه ورکوي. د هغه مهال د افغانستان د ټولنیزي اوضاع په باب یې هم ځیني موارد ذکر کړي خو تر ډېره یې تمرکز پر نظامي برخه دی.
پوځي سیتارام د بنګال د کنډک په هغه ټولۍ کي یوځای د نورو سرتېرو سره افغانستان ته را روانېږي چي هدف يې پر افغانستان یرغل او د دوست محمد خان د واکمني پرځونه وي. دی سربېره پر دې چي یو پوځي غلام دی، ښه سیاسي پوهه هم لري. مثلاً یو ځای لیکي چي انګرېزان په دې موخه د افغانانو ملک ته ځي چي هلته شاه شجاع بیا واک ته ورسوي. دی وایي چي ښایي انګرېزان هلته د روسانو سره ټکر وکړي ځکه روسان د افغانستان د امیر (دوست محمد خان) سره ملګري دي او پر دې سربېره دوست محمد خان د کابل پر خلکو هم ګران دی چي له کبله به یې ښایي د انګرېزانو پر وړاندي هم روسان، هم د کابل خلک او هم ایرانیان ودرېږي. انګرېز پوځ چي دی یې شتون یو لک ښیي بلاخره د بولان درې ته را رسېږي. دی دلته له بلوڅانو سر ټکوي. سیتارام لیکي چي بلوڅ ناځوانان بل وخت حمله نه کوي بس چي شپه سي نور نو د غرونو څخه لویي، لویي ډبري را ایله کړي، ځیني وختو کي اوښان په یوه جالب تکتیک را څخه غلا کړي او زموږ پر سرتېرو هم ناڅاپي حملې کوي. له بولان څخه د وتلو وروسته د سیتارام له خولې د انګرېز د بمبیي او بنګال په پوځ تبه ګډېږي. ډېر سرتېري مړه کېږي او خپله د سیتارام د کنډک مشر چي سیتارام یې لاټ صاحب بولي سخته تبه نیسي او بیرته هند ته ځي. سیتارام پخپلو یاداښتو کي د دغي سیمي یادونه داسي کوي:
“له کوم ملک څخه چې موږ راغلي وو واقعاً د دوزخ پر څنډه ؤ، هر لوري ته ډبرې وې او بس، که به چېرته څه شینلی هم ؤ له خرو پرته هلته هېڅ حیوان نه ؤ. په هغه بدمرغه سیمه کې ځنگلي حیوانات نه وو، که پکې اوسیدی نو خوراک به یې له کومه کاوه، خو د سند له دښتو څخه له پوځ سره گیدړ او شغالان راغلل او هغوی ښه چاغ شول، کله به چې کوم هندو مړ شو د سوځولو لپاره به یې لرگي نه موندل کېدل او د گنگا څخه به هم لرې وو چې ایرې یې پکې واچوو، هغوی ډېر بدمرغه وو گیدړانو به وخوړل او بیا به په یوه او بله سره تیت شول.”
کندهار ته په رسېدو سیتارام لیکي چي د دې ځای په لیدو مو زړونه تازه سوو. ښې اوبه او باغونه مو ولیدل. دی وایي چي زموږ د تمي خلاف د کندهار خلکو زموږ خلاف هیڅ جګړه ونکړه او ډېر آرام وو. دی زیاتوي چي له دوی څخه موږ د سخت عکس العمل وېره درلوده. د کندهار واکمنان (کندهاري وروڼه) مخکي له مخکي تښتېدلي او د دې ځای خلک هم د سیتارام په وینا د کابل د امیر (دوست محمد خان) تابع نه دي. “بلاخره کندهار را ښکاره شو، زموږ مقابله له بلوڅو او غرنیو خلکو سره وه چې شاوخوا درو کې اوسېدل، د کندهار خلکو هېڅ مقابله ونکړه، داسې ویل کېږي چې افغانانو داسې نه گڼله چې انگرېزان به په دومره اوږدې لارې د دوی هېواد ته ورننوزي، هغوی داسې گومان کاوه چې د پېښور او خیبر درې له لارې او یا کومې بلې لنډې لارې به ورځي او دوی همالته د مقابلې لپاره پوځونه کړي وو، غالباً لوی صاحب (په هند کې انگرېزي وایسرا ته اشاره ده) پر دې ښه پوهېده او هغه د خپلو جاسوسانو په واسطه داسې اوازې خپرې کړې وې، چې انگرېزان د پېښور له لارې یرغل کوي. د پوځ ټول افسران حیران وو چې د دښمن هېڅ نښه نشته، د درو هغې خواته چې کابل دی هېڅوک هم مقابله نه کوي. دغه قومونه هسې په نامه د کابل د امیر تابع دي، شاه په وار وار احوال ورکړ چې انګرېزان زموږ دوستان دي خو دې خلکو هېڅ پروا ونه کړه، نه یې دې ته وکتل چې دغه پوځونه د چا دي، دوی د پاچا له عسکرو سره هم همداسې جنگېدل لکه چې د انگرېزي لښکرو سره، واقعاً دغه خلک بې رحمه دي چې نه د خدای امر مني او نه د انسان.”
سیتارام لیکي چي د شاه شجاع ښه راغلاست په کندهار کي چنداني تود نه وو، ځکه خلکو اوږه په اوږه د انګرېزانو شتون ورسره ښه نه باله. انګرېز پوځ په کندهار کي تر تم کېدني وروسته غزني ته روانېږي. سیتارام لیکي چي د غزني کلا مو تر سختو او مسلسل حملو وروسته بیا هم ونه نیوه. له یوې خوا له کابل څخه د دوست محمد خان د زوی اکبرخان د راتلو اوازې وې بل خوا د غزني خلکو چي د دوست محمد خان تابع وه سخت مقاومت کاوی. بلاخره یوه شپه د کلا یو ساتونکی راغی او موږ ته یې د کلا پټه دروازه را وښوده. د غزني تر نیوني وروسته سیتارام د انګرېزانو د پوځ سره کابل ته ځي په کابل کي شاه شجاع واک ته رسېږي او دوست محمد خان شمال ته تښتي. نور د کابل د هغو وختو پر اوضاع لنډ تم کېږي او لیکي چي انګرېزانو د شاه شجاع تر واک وروسته د افغانستان پر سیاسي اوضاع خپل کنټرول تر لاسه کړ او نظامي قومندانانو او لوړ رتبه انګرېزانو خپلي مېرمني او کورنۍ د هند څخه را وغوښتې او په کابل کي مېشت سول. سیتارام له دې وروسته د کابل د نومبر د دوهمي د پاڅون یادونه کوي چي په لنډ وخت کي د انګرېزانو د فکر خلاف په ټول افغانستان کي پراخ پاڅونونه شروع سول. دغه راز په افغانستان کي د انګرېزانو د سیاسي نماینده ولیم مکناټن د وژلو یادونه کوي چي د افغان پاڅونوالو د مشر وزیر محمد اکبرخان سره په لیدنه کي وژل کېږي. “د یوې ورځې کیسه ده چې مکناټن صاحب او مرستیال یې له افغانانو سره دوستانه خبرې اترې کولې، خبر راغی چې اکبرخان پخپل لاس مکناټن وواژه، دغه مهال د خلکو داسې نارې اورېدل کېدلې لکه د توپان څخه دمخه چې د شمال غږونه اورېدل کېږي، لږ ځنډ وروسته زموږ پر خېمو د ټوپکو ډزې وشوې، د لاټ صاحب (مکناټن) د وژلو خبره ریښتیا وه، اوس دواړه کمشنر صاحبان وژل شوي وو، د دې دوکې په بدل کې جنرال صاحب غوښتل له ښاریانو بدل واخلي، خو څو منصبوالو وویل:
زموږ سرتېري د حملې وړ نه دي. د بنده په نظر توره په لاس په جگړه کې مرگ تر هغو حالاتو غوره ؤ چې وروسته د ماتې په وخت کې موږ ورسره مخامخ شوو.”
سیتارام وروسته د کابل څخه له هغه پوځ سره روانېږي چي شمېر یې ۱۶۵۰۰ اټکل سوی وو او الفنسټون رهبري کاوی. دغه پوځ جلال آباد ته د تګ پر مهال داسي ماته وخوړه چي له ټول پوځ څخه یوازي یو تن ډاکټر ویلیم برایډون ژوندی ووتی. نور ټول یا ووژل سول، یا وتښتېدل یا تیت و پرک سول. سیتارام په همدغه پوځ کي وي. دی وایي چي اکبرخان ته مو څو پلاوي ولېږل تر څو پر موږ د برید مخه ونیسي خو هغه راته وویل چي جګړه د ده له واکه وتلې او پاڅونوال پر خپل سره حملې کوي. سیتارام په دغه پوځ کي ټپي کېږي او په کابل کي د غلام په توګه خرڅېږي بیا د کابل شکر دره کي د خپل بادار سره څو میاشتۍ تېروي بلاخره د دوست محمد خان د بیا ځلي واکمني په وخت ۱۸۴۳ کي له یوه کاروان سره هند ته تښتي او هلته له ډېرو زاریو او سختیو وروسته بیرته په پوځ کي منل کېږي. سیتارام د افغانستان د پېښو په باب ځای، ځای غلطۍ هم کوي. خو ځیني مسایل چي ده ذکر کړي جالب برېښي. مثلاً دی وایي چي کندهار ښار کي سختي زلزلې کېږي ځکه یې خلک لوړ کورونه نه جوړوي:
“کندهار یو له بېرو بار څخه تش ښار دی، د هندوستان د ځینو وړوکیو ښارونو سره هم سیالي نشي کولای، د دې ځای خلک د زلزلو له وېرې لوی لوی کورونه نشي جوړولای، زلزلې دلته له پېښور نه هم زورورې او ډېرې وي، یو لوی عمارت لري چې د احمدشاه ابدالي مزار دی، د انګرېزي بادارانو تمه وه چې جګړه به ورسره وشي خو ونه شوه.”
د سیتارام ژوند لیک چي ژباړن د افغان – انګرېز د لومړۍ جګړې په باب یو په زړه پوري سند بللی د افغانستان د نولسمي پېړۍ د وضعیت په باب د یوه پوځي د خولي نسبتاً مختصر بحث په بر کي نیسي چي د هغه وختو و سیاسي اوضاع، د کابل د خلکو او د شاه شجاع د واک ته رسېدني په باب ښه مالومات لري. دا چي سیتارام مستقیماً په پوځ کي دخیل او پوځي وي. طبعاً به دا یاداښتونه د افغانانو د تاریخ او د افغان – انګرېز د لومړۍ جګړې په برخه کي بې طرفه او عادلانه نه وي. خو د هغه وختو د ټولنیزي اوضاع، سیاسي کشمکشونو او د افغان – انګرېز د لومړي جنګ په باب یو ښه انځور کېدای سي چي ډېرو مورخینو یې یادونه کړې ده.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۶/۱۱/۱۴ – کابل، دارالامان