«د محب وزیر ادبي تیوري پېژندګلو او قسمونه»
زموږ په معاصره کره کتنه او ادبي مباحثو کې لا هم د ادبي تیوری کار و زیار په خپله د تیوری غوندې منظم او منسجم نه دی؛ بلکې دا د یو نیم لیکوال او نقاد هڅې یې هم بېخي ابتدایي خاپونه او نقشونه دي. څنګه چې مو ادبي تیوري کمزورې او تقریباً نشته، همدغسې مو یې په اړه تراوسه نوي نقد او تیوری ته هم پیاوړي او ژمن لیکوال او نقادان پېدا نه کړای شول، برعکس کله خو داسې هم شوي، چې د همدې نیمګړي تمایل په اساس یو شمیر لیکوالو او نقادانو مو همدا ادبي تیوري د نورو د مباحثو له لیدلوریو په ناسمو ورانپوهاویو لا پسې تر بدو هم بدتره کړې ده؛ ځکه خو یې باید د اساسي او تحلیلي تفسیر ترڅنګ د عام بحث و مباحثې لارې هم باید په جدیت سره تعقیب او وڅارل شي.
«ادبي تیوري پېژندګلو او قسمونه» چې د ښاغلي محب وزیر نیمه تدریسي اثر دی، د همداسې یوه کمزوري او نیمه ذوق په اساس په نیمه او نیمګړي زیار او تمایل لیکلی او نیم ښه اثر دی، د نیم او نیمګړي دغه پرلپسې تکرار شاید تاسې د جملو او کلمو تسلسل یا تصادف وبولئ؛ خو زه یې د استدلال لپاره لاندې څو خبرې یوازې د استدلال لپاره هم نه راوړم؛ بلکې د ادبي تیوری د جدي لوستونکیو لپاره د یو څو ناسمو پوهایو روڼاوی هم لازم او مهم بولم.
تدریسي اثر ډېری وخت د خپلو تدریسي محدودیتونو او نصابي سطحیت په وجه هغسې نه وي؛ څومره چې د یوه مضمون عام حدود او علمي پراختیا وي، دوی د سل و زرو دلایلو په اساس همدغه ناغیړي هم توجیه کولای شي او د مضمون او موضوع ضرورت یې هم ورته همدومره ګڼلی شي. بله خبره دا ده، چې ډاکتر صاحب محب چون له فکري پلوه مترقي او په ادبیاتو کې یې د کار و زیار هڅې د یوه خاص او نظریاتي شعور پر پله درنې دي؛ نو ځکه یې هم بنده د تیوری په اړه دا کار هغسې ژمن او صداقانه نشي ګڼلی، چې ګنې ده به د همدې تیوریکې اړتیا او ضرورت له مخې تیوری ته مخه کړي وي ځکه تیوري د همده غوندې د سوچه نظریاتي او مترقیانو په فکر لایعنیت دی او ښایي د ترقي پسند محمد علي صدیقي په ناسمه خبره چې تیوري خو د ویډیو ګیم دی، دای يې ناسمي نه ګڼي، بلکې په همدا ویډیو ګیم توجیه ورته جوړوي، چې ګنې «ویډیو ګیم خو هم په انساني ذهانت کې د زیاتولي سوب ګرځي» یعنې دا که له یوې خوا د تیوری دلیل نشي کېدای؛ نو بلخوا د محمدعلي صدیقي د خبرې رد هم نه دی؛ بلکې دا خبره خو هم د محمد علي صدیقي ده؛ برسېره یې دا چې دای هم د همدې توجیه په اساس تیوري اخلي او مهمه یې ګڼي؛ حال دا چې ادبي تیوري د معاصرو ادبیاتو تر ټولو زوروره او انتهایي منظمه تله او میتود دی، نه د دوی په اصطلاح ذهني تمرین او وسعت دی او نه دغسې لایعنيت ده؛ خو موږ پوهېږو چې دغسې یو فکر له تیوری سره د نابلدۍ یا د فکر او له ادبه بهر خارجي نظریې ته د ژمنتیا په وجه نسبت کېږي او د تیوری په اړه هغه مغالطه چې تقریباً پرلپسې له څو لسیزو راهیسې چلېږي لا هم دوام پیدا کوي.
د ادبي تیوری مخالفین همدا نقطه پسې شاربي، چې دوی په همغه زوړ بنسټ د «څه» پر ځای د «څنګه والي» یا «ادب د ادب لپاره نه د ژوند لپاره» په فورمولونو تمرکز کوي؛ خو دا اصلاً د دوی خپله مغالطه ده نه د ادبي تیوری؛ ځکه ادبي تیوري د خپل پراخ او متنوع میتود په توګه یوازې د «څنګه والي یا طرز» خبره نه کوي، بلکې د «څه یا په متن کې د مضمون، مانا او منځپانګې» په اړه یې هم د سپړنې طرز او میتود له روایتي نقد او کره کتنې مختلف، نوی او ځانګړی دی. مثلاً په همدې کتاب کې د ښاغلي شهریار هغه اقتباس یا حواله یې یو قوي دلیل او استدلال کېدای شي، چې یو متن له مانا مخکې او وروسته دوه ډوله لوست او رغښتونه لري؛ یعنې له مانا مخکې یې رغښت د «څنګه والي» او وروسته هغه یې د مانا یا پر «څه والي» ده، چې هیڅ مانا یې حتمي او قطعي نه ده.
همدا ډول چې د ساختیاتو د مضمون په اخره کې یې د سوسور پر ژبني ماډل کومې پوښتنې پورته کړي، هغه هم بغیر له امتیازي بحثه نور کوم ارزښت نه لري، بل دا چې دا هم د ادبي ساختیاتو یا رغښتوالې اړوند بحث نه دی او نه هم د ادبي ژبنیو اصولو سره کوم تړاو لري، البته د یوه ماډل همغه فرسوده بحث ضرور ده، چې اول چرګه پیدا ده او که هګۍ!؟ پر همدغه پله یې چې د رغښت ماتې یا د ده په اصطلاح د رد رغښت په پایله کې کوم څه اخذ کړي تقریباً ټول څه یې د تامل وړ دي.
ټول تامل یې په دې مانا چې اکثریت پایلې یې د ادبي هغه تیوری پر ځای پر ټولنیزو، فکري او فسلفي یا خاص موضوعي تشریح او تحلیل بحث کړي دي، دا هغه څه دي، چې تقریباً په ټول کتاب یې هم اثر شته؛ ځکه خو په دغه کتاب کې حتی په هر خبره او پیراګراف خبره کېدای شي، چې دای د همداسې یوستوي ضرورت او بیړني تمایل په توګه په دغو موضوعاتو غږېدلی، خو دا موضوعات هم ځکه نیمګړي دي، چې حتی یاد کړي قسمونه (سره له دې چې ډېر یې قسمونه نه دي) هم نه دي راوړي؛ بلکې په دغه شته راوړو موضوعاتو کې یې هم اکثریت د تیوری خپل ادبي یا خالصو تمایلاتو سره تړاو کمزوری یا ښه ده ووایو نشته.
د دغه کتاب یا تیوری پېژندنې یو بل ورته مشکل دا دی، چې اصل مبحثونه ترې په همدې وجه کډوډ شوي دي، چې تمرکز یې هر اړخیز دی یا په شعوري ډول غېر ادبي نظریاتي شوی دی، چې حتی د پایلو او نتایجو ټولې راپورته کړې پوښتنې یې د همداسې غېر ادبي او نظریاتي اساس لرونکي دي، چې د تیوری له عموميت سره یې چندان رابطه نه جوړېږي او همدې څه په اکثریت تعریفونو کې کنفیوز یا دوه زړی کړی هم دی؛ مثلاً د ادبي تیوری په تعریف او پېژاند کې هم یو ډول عمومي تعریف یا ډېر دقیق تعریف ته یې نه دی رسېدلی کله «تیوري د ادب د تشریح، توضیح او تفهیم د پاره یو جوړ شوی چوکاټ یا دایره ګڼي» او کله یې «له نقد او تنقید بېل د متن د توجیهاتو او تشریحاتو یوه طریقه بولي» حال دا چې په دقیقه او معاصره مانا ادبي تیوري نه د ادب په دغسې عمومې تفهیم خبره کوي (چې دا اصلاً د ادبپوهنې برخه ده) او نه له نقد او تنقید بېل ارزښت دی؛ بلکې په اوسمهالي تعریف دا د ادبي او تخلیقي متونو د هیئت او ماهیت د سپړلو نوی طرز او میتود دی، چې په خاصه مانا د نقد او کره کتنې اساس او بنسټ هم دی.
په دې کتاب کې یو بل بې خونده یا په اصطلاح د څیړنیز اهمیت هغه د ماخذونو او تعریفونو بېروبار دی، چې د نصاب له رواجي میتودونو یې هم څو چنده زیات لومړیتوب ورکړی، ډېری تعریفونه یې له زړو یا پخوانیو مبحثونو سره تړاو لري، همدا ډول یې د ماخذونو له طرزه نېولې د خبرې یا اقتباس تر مفهومه یې یو ډول تصنع لري او ډېر کله خو بېخي په کې بې ضرورته هم ښکاري لکه ښاغلی لیکوال چې خامخا د تیوری د جوړولو په ماهیت کې د سوال کولو اقتباس راوړی؛ یعنې هره خبره او یا هرې خبرې کولو ته څه ضرورت؟ ځیني قواعد د یوې پدیدې طبعي یا وجودي اړتیا وي که موږ یې وایو یا نه خو دا یې د جوړښت یا رغښت حتمي برخه وي، بیا ځینې ځانګړنې خو یې د داخلي هغو پر ځای خارجي هم وي، دا تفکیک او توپیر یې هم مهم وي.
لیکوال یو ځای له ادبي تیوري د ادب لپاره د یوې نا یوې پېمانې خبره هم کوي، چې ګنې هره هغه پېمانه چې د یوې فنپارې تشریح کوي دا تیوري ده؛ ځکه خو یې د روایتي نقد له مکتبونو او تمایلاتو نېولې تر سترو نظریاتو او فکري ډسکورسونو پورې ټول څه یې په ادبي تیوری کې راوستي، چې دا که له یوې خوا تیوری ته بې ځایه نرګسیت ورکوي؛ نو بلخوا یې کمزورې دفاع هم ګڼلی شي او واقعیت یې هم داسې نه ده.
په دې کتاب نورې ډېرې خبرې او په ناسم والي ېې ډېر بحث کېدای شي؛ خو مهمه یې همدا وه، چې ډېری وخت ادبي تیوري ځکه غلطېږي، چې لېکوال یې د همداسې یوه نظریاتي تړاو په اساس معرفۍ کوي او له دې زاویې یې هم د ادبي تیوری تحلیل یا پېژندنه ترې اغیزمنه وي، همدا ډول د تایید پر استدلال یې هم همدا نظریاتي سیوری غوړېدلی وي، چې د ګټې پر ځای یې په غېر مستقیم ډول د تیوری په تاوان اوړي.
ما چې د خبرو په سر کې د نیم ښه والي کومه خبره وکړه، هغه یې په نصاب کې د دغسې کتابونو او موضوعاتو ځایول دي؛ خو خدای دې وکړي، چې دغه ځایول یوازې فشن یا د خانې د ډکولو لپاره نه وي؛ بلکې سنجیده، محسوس او د رښتینې ګټې په هدف زموږ د بحث و مباحثې برخه وګرځي.