تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د نړۍ تر ټولو ګران بیه اپارتمان د موناکو په ښار کې پلورل شوی او نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی دی.
دغه لوکس اپارتمان په ۵۵۰ میلیون ډالرو پلورل شوی دی.
راپورونه وايي، دا پینټ هاوس د اوکراین یوه شتمن سوداګر رینات اخمیتوف (Rinat Akhmetov) اخیستی او د «رینزو» په نوم ودانۍ کې موقعیت لري.
د بلومبرګ د راپور له مخې، اټکل کېږي چې د اخمیتوف شتمني تر ۷ میلیارد ډالرو زیاته وي.
د اپارتمان بیه ۴۷۱ میلیون یورو یا ۵۵۴ میلیون ډالره ښودل شوې، چې د استوګنیزو جایدادونو په تاریخ کې یې نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پنځه پوړیزه لوکس استوګنځای ۲۱ خونې، د شخصي لامبو حوض، جکوزي، پرمختللې ټکنالوژي او د مدیترانې سمندر ښکلي منظرې لري.
په دې ځای کې د اپارتمانونو او کورونو د هر متر مربع بیه تر ۱۰۰ زره یورو اوړي او میاشتنۍ کرایه یې ۱۵۰۰ زره یورو ته رسېږي.
کارپوهان وايي، دا معامله ښيي چې د نړۍ په کچه د فوقالعاده لوکسو جایدادونو بازار په چټکۍ سره وده کوي. موناکو په نړۍ کې یو له هغو ځایونو څخه دی چې تر ټولو ګران بیه استوګنې ودانۍ لري او دا وروستۍ معامله د پخواني نړیوال ریکارډ پرتله هم ډېره ګرانه بلل شوې ده.