تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۲ مه) فرانس ۲۴ تلویزیوني شبکې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، ایران د سوریې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د فاطمیون لوا یو شمېر افغان جنګیالي د دغه هېواد په جنوب ختیځ، د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې د سیستان او بلوچستان په ولایت کې ځای پر ځای کړي دي.
د راپور له مخې، فرانس ۲۴ د ټولنیزو رسنیو د ویډیوګانو د ځایموندنې او د فاطمیون په رسنیو کې د وژل شویو جنګیالیو د خبرونو له څېړلو وروسته موندلې، چې د دې ډلې غړي د ایران د سپاه پاسداران په لیکو کې هم شامل شوي او په ځینو سیمو کې په پوځي اډو، پوستو او ګزمو کې دندې ترسره کوي.
راپور وايي، د ایران سپاه پاسداران په لومړي سر کې هڅه کړې وه چې د فاطمیون جنګیالي په افغانستان کې د داعش او د پاکستان په بلوچستان کې د وسلهوالو ډلو پر ضد وکاروي؛ خو د افغانستان پخواني حکومت، وروسته طالبانو او همداراز پاکستان له دې وړاندیزونو سره مخالفت کړی و. د راپور پر اساس، طالبانو دغه جنګیالي د ایران پلویان او د خپل حکومت لپاره احتمالي ګواښ بللي دي.
د فرانس ۲۴ د څېړنو له مخې، د فاطمیون دوه غړي د روان کال په اکتوبر کې د سیستان او بلوچستان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. د راپور لیکوالان وايي، د دغو جنګیالیو کره شمېر نه دی معلوم او د ځینو ویډیوګانو په اړه یې د هغوی هویت په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.
فاطمیون یوه افغان شیعه وسلهواله ډله ده چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک تر ملاتړ لاندې یې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ جګړه کړې ده.
ایران ولې د سوریې له جګړې وروسته هم د فاطمیون جنګیالي ساتلي دي؟
مهدي نخل احمدي، چې په ایټالیا کې مېشت د سیستان او بلوچستان د چارو ایراني کارپوه دی، فرانس ۲۴ ته ویلي، د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال هم د فاطمیون ډلې غړي په سیستان او بلوچستان کې موجود وو. د هغه په وینا، د دې ډلې ځینو غړو په دغه ولایت کې ملکي دندې ترسره کولې، چې هغه مهال یې د سیمې د ځینو مشرانو نیوکې هم راپارولې وې.
خو د نوموړي په وینا، د سوریې له جګړې وروسته په دغه ولایت کې د فاطمیون د غړو حضور ډېر شوی دی. هغه وايي، د ایران سپاه پاسداران نه شوای کولی دغه جنګیالي همداسې پرېږدي.
احمدي د دې کار لپاره دوه عوامل یادوي:
- په دغو جنګیالیو پراخه پانګونه: ایران د فاطمیون د غړو پر ګومارلو او روزلو ډېرې سرچینې (پیسې) لګولې دي. دغو کسانو په سوریه کې تر کلونو جګړې او په ښارونو کې د نښتو له تجربې وروسته پوځي مهارتونه ترلاسه کړي دي.
- د ایران لپاره احتمالي امنیتي ګواښ: د نوموړي په باور، زرګونه روزل شوي جنګیالي، چې ځینې یې د قوماندې لوړو پوړونو ته هم رسېدلي او د سپاه پاسداران حساسو استخباراتي معلوماتو ته یې لاسرسی درلود، که بېکاره او بېعایده پاتې شوي وای، ښايي د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد درېدلي یا له هغو ډلو سره یوځای شوي وای چې له ایران سره جګړه کوي.
د احمدي په وینا، د فاطمیون د جنګیالیو ځای پر ځای کول ناڅاپي پرېکړه نه وه او داسې ښکاري چې دا د سپاه پاسداران لومړی انتخاب هم نه و.
هغه وايي، سپاه پاسداران په لومړي سر کې له پاکستان او افغان چارواکو سره خبرې کړې وې، څو دغه جنګیالي د ګډو دښمنانو پر ضد د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو په خاوره کې ځای پر ځای کړي؛ خو دواړو لورو دا وړاندیزونه رد کړل.
د نوموړي په خبره، د ایران سپاه پاسداران وروسته د دغو جنګیالیو د ځای پر ځای کولو لپاره بله لاره غوره کړه او د ایران، افغانستان او پاکستان سرحدونو ته نژدې یې د هغوی لپاره د اوسېدو ځایونه برابر کړل. د زابل ښار او د سیستان او بلوچستان په څو نورو ښارونو کې هم د هغوی د استوګنې اسانتیاوې برابرې شوې، خو هلته د مېشتو جنګیالیو کره شمېر نه دی معلوم.
احمدي وايي، دغو جنګیالیو په پیل کې د سپاه پاسداران په پروژو کې ملکي دندې ترسره کولې، خو ورو ورو یې پوځي مسوولیتونه زیات شول. د سپاه پاسداران له دې وروسته هغوی د بسیج ځواکونو په اډو او پوځي مرکزونو کې ځای پر ځای کړل او په ګزمو او امنیتي پوستو کې یې وګومارل.
د سیمې د اوسېدونکو د بېلابېلو روایتونو له مخې، دغه جنګیالي په لومړي سر کې د ایران، افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو ته نژدې مېشت شوي وو؛ هغه سیمې چې د نشهيي توکو او انسانانو قاچاق پکې کېږي او وسلهوالې ډلې پکې فعالیت کوي او وسلهوالې نښتې هم ډېرې پېښېږي.
د راپور له مخې، د دغو جنګیالیو ډېری اډې او پوځي مرکزونه د سراوان ښار د جنوب په شاوخوا ۲۰ کیلومترۍ کې دي. خو دا په دې معنا نه ده چې هغوی د دغه ولایت په نورو برخو کې حضور نه لري. د راپور له مخې، په سیستان او بلوچستان کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له زیاتېدو سره، د فاطمیون جنګیالیو حضور د دغه ولایت نورو سیمو ته هم پراخ شوی دی.
د «خلکو د جنګیالیو جبهې» ادعا کړې چې د فاطمیون تر دې ډېر غړي یې وژلي چې د دې ډلې اړوندو رسنیو یې مړینه اعلان کړې ده.
دې جبهې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۱۳مې راهیسې په سیستان او بلوچستان کې د سپاه پاسداران او فاطمیون پر ځواکونو د نورو بریدونو مسوولیت هم منلی او د فاطمیون د نورو غړو د وژل کېدو ادعا یې کړې ده.
خو فرانس ۲۴ نه دي توانېدلي چې د دغو وروستیو ادعاوو له مخې د وژل شویو کسانو شمېر په خپلواکه توګه تایید کړي. همداراز، د فاطمیون اړوندو رسنیو هم د دغو کسانو د وژل کېدو په اړه کوم اعلان نه دی خپور کړی.