تاند (پنحشنبه، د لړم/ عقرب ۲۱ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د هند د حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې زاهد به په یوه نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي او د هند د حکومت له لوړپوړو چارواکو، سوداګرو او پانګهوالو سره به وګوري.
ټاکل شوې په دغو لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزې سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي.
د وزارت په وینا، د دغه سفر موخه د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیداتو او صادراتي وړتیاوو ورپېژندل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول دي.
هند سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو په وروستیو کلونو کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره راکړه ورکړه او دوه اړخیزې اړیکې زیاتې کړي دي.