تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) د ټیسلا مشر ایلن مسک ویلي، دغه شرکت غواړي د ۲۰۲۷ کال له نیمايي څخه د ټکساس په فابریکه کې د خپل یوه مشهور موټر، برېښنايي پیکاپ «سایبرټرک»، تولید ودروي.
دا پرېکړه د دغه موټر له لږ پلورل کېدو او په بازار کې د تمې خلاف هرکلي وروسته شوې ده.
مسک وايي، د سایبرټرک د تولید درول به ټیسلا ته زمینه برابره کړي چې په خپله چلېدونکي روباټي ټکسي «سایبرکېب» پر پراختیا ډېر تمرکز وکړي.
هغه تر دې مخکې سایبرټرک د ټیسلا په تاریخ کې «تر ټولو غوره موټر» بللی و.
ټیسلا په ۲۰۲۵ کال کې یوازې ۲۰ زره او ۲۳۷ سایبرټرک موټرونه پلورلي وو چې د تېر کال پرتله ۴۸ سلنه کموالی ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې ټیسلا د دغه موټر د لومړي ځل نندارې پر مهال په کال کې د ۲۵۰ زره موټرونو د پلورلو هدف اعلان کړی و.
د راپور له مخې، داسې ښکاري چې ټیسلا اوس تر پخوا ډېر د روباټونو او په خپلهچلېدونکو موټرونو راتلونکي ته پام اړولی دی.