چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeادبشعرد امنې فنا دوه شعرونه

د امنې فنا دوه شعرونه

 پرې وزرې

راروانه پسرلیه

ته به راشې په زرغونو قدمونو

خو زما سترګې ړندې دي

زما سترکو کې اغزي راټوکېدلي

ټول حواس مې کنګل شوي

نه دې وینمه رنګونه

نه دې وږم حس کومه

راروانه پسرلیه

څه لمن لمن موسکا به درسره وي

په سپیرو دښتو به یې ویشې

هر ونه به سينګار کړې لکه ناوې

ور په غاړه به اميل کړې د ګلونو

جوړ وجود به یې دوکان کړې د عطرونو

په بورا او په بلبلو به اختر وي

او د شاتو د مچیو به لښکر وي

عسلي شېبې به ژوند ته ور ډالۍ کړې

درمیینه به د سپینې خولې سپوږمۍ کړې

پر اوږه به دې څادر د بوډۍ ټال وي

خامک کړی به فطرت درته دستمال وي

راروانه پسرلیه

ما وې زه به غم د تېر کال درته ژاړم

ماوې زه مې زړه تاته تشومه

خو زه څه خبره ومه

چې مې نوی کال په نوي غم پیلېږي

په تنکي فصل د هیلو مې

وحشي ږلۍ ورېږي

زما اوښکې به لمړی باران د کال وي

نړېدلی به مې بل د زړه دېوال وي

راروانه پسرلیه

ته پوهېږې؟

ماته سپېنې ورځې تکې تورې شپې دي

رانه سپینې د الوت وزرې پرې دي

ها وزرې چې مې هیلې له تیارونه تر رڼا وي

ها ټیکری سپین د مکتب مې يادومه

ها چې اوس مې ترې رڼې اوښکې څڅېږي

ها چې اوس لکه کفن راته ښکارېږي

غبرګ غوږونه مې کاڼه دي

سږ مې زنګ د ښونځي اورېدای نه شم

سږ پر لور د رڼا پل ایښودی نه شم

سږ مې دواړه پښې پرې دي

سږ مې بندې د مکتب شنې دروازې دي

اخی زړه کې مې د درد ستنې کږې دي

راروانه پسرلیه!

په خدای نور مې له خپل ذاته کرکه کېږي

خدایزده مونږ څنګه موجود یو

چې زمونږ له ویښېدو، له پوهېدونه

دا یو څو انسانان دومره ډېر ویرېږي

که زه پوهه شم که خدای وپېژنمه

که خپل ځان او که ځپل ځای وپيژنم

وایه څه جهان به ړنګ شي،وایه څه تاوان به وکړي

چې په جهل نه، په پوهه مې شرميږي

دوی له هغه ذات چې علم یې را فرض کړی

 ښه پوهېږي؟ که په دې هم لا نه پوهیږي؟

پای

 

د خزان کړکۍ

 

یه زړګيه،! یه زړګیه

 ته پوهېږې؟ ته پوهېږې؟

موده کېږي، موده کېږي

نړېدلي مې د هلیو دنګ برجونه

خاورې خاورې مې دي ګل ګل امیدونه

مستانه احساس مې شنه لوخړه شوی

هدیره یم، هدیره يمه دننه

ښايستونه، ارزښتونه مې بایللي

د خزان کړکۍ کې ناسته

د پیکي ګل مې رژېږي

د ټیکري پیڅکه مې نیمه ده خوړلې

په ژړا مې دې رانجه له سترګو وړي

ګلابي شونډو مې تور پتري نیولي

شوم  د مني ژېړه پاڼه

د لمنې سپین پاولي مې زنګ وهلي

تروو اوښکو مې ټټر را شړولی

مړوندوکې مې بنګړي دي ګونګي شوي

د نغمو مهینې غاړې چا رېبلي

سندربولې مرغکۍ دي بورې شوي

ماشومانې ترانې یې ور وژلې

توبه خدایه مسلمانو

څه کافرې کانې کړي

دروازې د ښونځيو دې تړلي

د جنت په سپینه لار یې

دوزخونه دي کرلي

خو زه نه پرېږدم چې بیا دې

په تیارو کې شمه ورکه

یا د جهل، یا د جبر

په وهمو کې شمه ورکه

که اغزي وي، که چړې وي

که دوزخ وي، که لمبې وي

تر رڼا ځان رسومه

زما عشقه مقدسه

زه تر تا ځان رسومه

ته باور راباندې وکړه

او تاوده لاسونه راکړه

یوه ورځ به مې نرۍ ګوتې

رڼا درته ډالۍ کړي

دا لمنه د مریم به مې

عیسی درته ډالۍ کړي

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب