شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبکره کتنهد عصمت زهیر ناول (یو زهیر۲۵م اکتوبر) ته کتنه

د عصمت زهیر ناول (یو زهیر۲۵م اکتوبر) ته کتنه

حفيظ الله ياد

يو څه موده وړاندي مې د نامتو ناول لیکوال بلکې د ( The Times) په قول له ۱۹۴۵ څه د برتانیا په لويو پنځوس ليکوالانو کې د دويمې رتبې د لوی ليکوال ” جورج اورويل ” د (1984) په نامه ډير شاهکار ناول لوستی و چې ما ته یې په زړه کې له ليکوال سره بې حده زياته مينه پيدا کړې وه. د دې مينې لوی سوب دا ؤ چې اول خو یې زما د اوسني سماج ډيره خوندوره عکاسي کړې وه، سره له دې چې ليکوال یې د ۱۹۵ د جنورۍ په مياشت کې د ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکړی ؤ. دويم دا چې ليکوال د  ټولنې (سماج) د ناکردو، بالادست (واکمن) زېر دست (تر لاس لاندې) طبقو، د غالب و مغلوب طبقو د تفاوت، د لوړپوړو له لاسه د محکومو خلګو د استحصال (استثمار) تر څنګ یې يوه ډيره نازکه، ښکلې او بې وسه مينه هم ډير په هنر سره انځور کړې ده. د دې نه منونکي انځور ګرۍ وجه به هم شاهد دا وه چې ليکوال یې په خپل ژوند کې فقط ليکوال پاته نه ؤ بلکې د لويو مسافريو سره سره د پوليسو غړی، ژورنالسټ، د ښوونځي استاد او پخپله د هسپانیې سيول (کورنۍ) جګړي کردار پاته شوی دی. دويمه لويه نړيواله جګړه یې بيخي له نيږدې ليدلې ده.

د دې ناول د لوستلو سره د مرکزي کردار ” سارابان ” په اړه هم راته هغه د پښتون ملتپاله سياستپوه او مشر محمود خان اڅکزي د لومړی او يواځيني وو چرک مرکزي کردار ” توخی ” په زړۀ شو چې تر پايه يو روان او متحرک کردار پاته سوی دی. د سياسي هلو ځلو سره سره که څه هم د توخي کور ساتل او متمعينول په برخه و خو د سارابان په غاړه کې د خپلي لېونۍ ميني لېونتوب او د نزاکت ښکلې ملګرتيا زنځير اچولی وو.

د اکتوبر پنځويشتم! چې پېل به یې له مخپاڼي (ټايټل) وکړو چې يو بې وسه او زهير تصوير یې د ټول ناول بشپړه عکاسي کوي‌. د غروب لمر ته ګلالۍ پر ۲۵م اکتوبر خپله غمځپلې او بې ياره کليزه لمانځي. دا کليزه که څه هم د دې د زوکړي ورځ ده خو دا کليزه یې د مرګ يا د ساربان د تلپاته جدايي کليزه هم ده. هغه د قادر مجرم په شعر؛

رڼې اوښکې يې څڅېږي پر ګرېوان کليزه لمانځي

يوه پېغله په خپل زړۀ کې د جانان کليزه لمانځي

د دې ناول د لوستلو سره مې هغه تنده ماته شوله کومې تندې چې د (1984 ) ناول له لوستلو پس را ته شونډي او حلق وچ کړي وو‌. هغه ځکه چې فکر مي کاوۀ چې کاش داسي يو ناول پښتو هم ولري چې له لوستلو سره سره په لوستونکي کې يو خو د غلامۍ ژور احساس وپاروي او بل ورسره زموږ هغه معصومې، نيمګړې، نازکې او بې وسه مينې هم وانځوروي چې له ويرې یې اظهار نه شو کولای او هره پیغله له خپلې ډولۍ سره د خپلې نيمګړې مینې ارمان پر نازکو اوږو ګور ته وړي‌ لکه څنګه ورمانجني جنازې چې د ګلالۍ نازکه ملا ماته کړله. هغه يو شعر دی چې ؛

باوجــود چې يو او بل یې خوښولو

چا اظهار د ميني و نه کړو له ويري

په ناول کې ټول کردارونه ډير ژوندي او روان دي. د کردارونو د پاره د نومو د ټاکلو کار ډير زيات په هنر شوی دی چې په غير محسوس انداز کې ټول لوستونکي له ځانه سره ټړلي ساتي. هر نوم یې د خپل کردار په رڼا کې ټاکلی دی. لکه د ناول مرکزي کرداړ دپاره ساربان، د ښکلا او ميني دپاره نزاکت، د بايللي عشق دپاره ګلالئ، او د هزاره کردار دپاره ثناه بتول چې تر څو په دې کردار د رياستي جوړي کړي خانه جنګۍ پلان و لوستونکو ته څرګند کړي او داسي نور.

تجسس د ناول د ملا تير ګڼل کيږي او منل کيږي. ۲۵م اکتوبر کې د تجسس دومره لويه صحرا ده چې تنده او سراب یې د لوستونکي پښې د تړاکو په له ګرځېدلو واچوي. چې کله د ميني او رومان خبره روانه وي زړۀ په ډيره اوګاره لهجه د روان سياسي حالاتو پوښتني کوي او چې کله سياسي مجلسونه او انځورګري روانه وي نو زړۀ هغه د ميني او عشق نړۍ ته ور دانګل غواړي. په يوه ناول کې دوې قصې ډيري په اعتدال او متواضع توګه راوړل او بيان شوي دي.

د دې ناول خوندور اړخ دا هم دی چې دا ناول په لوستونکي کې د نورو ښو او ګټورو کتابونو ډېره ژوره لېوالتيا پيدا کوي. لکه په دې ناول کې د نېشنلزم د بايبل (Wretched of the Earth)  چې مير حسن اتل صېب د (د شنه آسمان زامن) په نامه ژباړلی دی، د (پهاڑوں کی بیٹی) او د ډاکټر صاحب لياقت تابان د يون ليک (ترکيه د تهذيبونو زانګو ) يادونه په داسي انداز شوې ده که کم لوستونکي نه وي يوستی نو زه باور کوم چې د زړۀ غوښتنه به یې د لوستولو تر ګړۍ د قرار له خوبه بې برخي وي.

يوه نيمګړتيا چې زه غواړم په ګوته یې کړم هغه دا چې که څه هم د ناول کردانو او واقعات فرضي وي خو په دې ناول کې کردارونه او واقعات ټول د سماج لوکل کردارونه او واقعات اخيستل شوي دي. په دې کې د واقعاتو و زمان ته او د کردارونو و شخصياتو او نظريو ته نه دي کتل سوي. د مثال په توګه د بشير اخګر مړينه، د هزاره ټاون چاودنه او د ارمان شهادت د زمان له قېد څخه آزاد راوړل شوي دي. د زندان په اړه پکار وو يا خو ټول کردارونه فرضي وای يا د کم کردار اصل کې زندان ته ولاړی د هغه ملګري ياد شوي وای.

په پای کې به زه د ناول هغه يوه خبره راوړم چې د نزاکت له مړاوو شونډو را وتلې ده او زما د زړۀ و زړۀ ته لاره و ايسله او بې حده مي خوښه شوله که څه هم د يادوني دپاره بيخي ډيري خبري يا جملې شته ؛

“د يو چا د روح سره که ريښتونې مينه وکړې نو به دي يو سپېڅلی د اطمينان منصف په برخه سي او که يې د بدني ميني پرستش ته ځان بولې يو ستړی اروايي اضطراب به دي هر وخت په برخه وي او زه د دې اروايي اضطراب قرباني سوم”

باچا خدای دي تل ژوندی او هم دغسي پر کار روان لره، ما ته د يو شاعر په څېر ليدلی وې، ” د ميني او حسن معتکف شاعر ” ليکوال را و پېژندې او ” ۲۵م اکتوبر ” ويل چې نه باچا د لوړي پايې معياري ناول لیکوال هم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب