جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني: هغه سوله غواړو چې جرګه مار ورباندې جوړه وکړي

ولسمشرغني: هغه سوله غواړو چې جرګه مار ورباندې جوړه وکړي

راپور: راحت زيارمل

تاند (سه شنبه، ۱۳ کب ۱۳۹۸) افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د ختیځ ننګرهار ولایت عمومي وضعیت ارزولو په موخه جلال اباد ښار ته تللی، وويل، وسله وال طالبان دې له پاکستان راووځي، خبرې به ورسره پيل کړي.

نوموړي یوځل بیا په ټینګار پر طالبانو غږ وکړ چې د بندیانو خوشي کولو لپاره دې شرطونه نه ږدي:

“کله چې مذکراتو ته کېنئ، کله چې روغه کوئ، يوه خوا هرڅه نه غواړي. که په بنديانو غږېږي، دا دې شرط نه ږدي. موږ هم شرطونه لرو. څه وخت له پاکستان راوځئ؟ را دې شي سوله کوو. خارجيانو سره منئ چې سوله کوئ، د جهاد مانا څه شوه؟ افغان وژنه جرم دی. طالبان افغانان دي، خو نورو افغانانو ته دې سپکاوي نه کوي.”

ولسمشر غني وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل: “هغه سوله غواړو چې جرګه مار ورباندې جوړه وکړي. که په بندیانو غږېږئ، شرطونه به نه ږدئ، موږ هم شرطونه لرو، ما ته دې ووايي چې کله له پاکستانه وځي؟ را دې شي، سوله کوو. د افغانستان په ګټو کې انعطاف نه کوم.”

نوموړي طالبان ددې هېواد یوه برخه وبلل، خو غږ یې پرې وکړ چې نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي، او را دې شي چې “په جرګې سره یوې هوکړې ته ورسېږو او مثبت رقابت وکړو.”

له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د پلاوي په اړه ولسمشر غني وویل، هر پلاوی چې ځي، واک به یې محدود وي، خو کابل او ولایتونو کې به يې یو قوي ملاتړ تر شا وي.

تېره ورځ (دوشنبه) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو، د طالب زندانیانو د خوشي کولو موضوع په اړه به د سولې د یوې برخې په توګه خبرې وشي نه دا چې له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره د یو شرط په توګه مطرح کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب