“زه د كوم بحث یا د کوم جنگ گټلو لپاره لیکل نه کوم. زه ځکه لیکل کوم، هغه دا چې کومه خبره چې ونه ويل شي، د انسان په درون کې په يو زخم بدلېږي. ځکه، ځينې حقيقتونه په لوړ غږ ويل کېږي نه بلکې د کرښو له منځه لوستل کېږي۔زما په اند ليکل د لفظونو جگړه نه ده بلکې د روح د کوډ د پرانستلو يوه بې وسه هڅه ده.”
“سرکشه نه وم، زمونږ کله جوړېده خبره
ما به راسمه کړه، له تا به ورانېده خبره
باور دې وشه جنګ مې نه غوښت، بحث مې نه کولو
که مې هر څو رالنډوله، اوږدېده خبره”
په کال ۲۰۱۷ يا هم ۱۸ ميلادي کې د فېسبوک پر پاڼو يو نقد چې «د ښځو ادبي بهير» د جایزو پر وېش و، ولوست.
نقد واقعاً منطقي و، ښه استدلال په کې شوی و. موضوع يې هم اړينه وه، په همدې دليل ياد بحث څو مياشتې د فېسبوک موضوع وه. زما پام هم وراوښت او بلاخره مې څاره.
يو چا راته وويل: “دا نقاده د جلال آباد په ښار کې مېشته، د شرعياتو د پوهنځي يوه زدکړياله ده.”
کله چې ما د دې پيغلې بې له ډاره، مسلسلې ليکنې ولوستې او په څو بحثونو کې مې د دې ښه او پر ځای منطق ته مې پام شو، ګومان مې کاوه چې دا به هرومرو کوم نارينه ليکوال وي ځکه يوه پېغله هغه هم په جلال اباد کې مېشته، په دومره جراءت، زړورتوب او په داسې لوړه کچه له دومره ډېرو او مطرح خلګو سره داسې منطقي استدلال نه شي کولی…
“چې په غیرت شوه، نو له خپلې پښتو نه تیریږم
که زورور یې؟! خپله کړم، خپله کوه خبره”
له هغه نقد وروسته زه دې ليکوالې ته ډېره کنجکاوه او لېواله شوم. زړه مې ډېر غوښت چې نقاده وپېژنم.
له ښه مرغه زموږ پېژندګلوۍ هم بلاخره وشوه.
ما يوه داسې پېغله وپيژندله چې د علميت تر څنګ زړوره او پر منطقي دريځ ولاړه شخصيت وه/ده…
“اوس دومره شومه لویه چې هر چاته نصیحت کړم
دا زه شومه بزرګه که خطا مې هېره شوې
په نېمه شپه راپاڅم د چا یاد سره مشغوله
تیارو کې قدم اخلم که بلا مې هېره شوې”
زړوره او عالمه پېغله داسې ځان راپېژني:
“ده مختصره! خو له ډېرو فلسفو نه ډکه
“مهر ” ده مینه! دا معنا یې لغوي کومه”
هو، مطلب مې شاعره، ليوالکه، ژباړنه، نقاده او ټولنيزه فعاله، «مِهر تاج» ده.کله چې مِهر د ليسې په لوړو ټولګيو کې وه، تر څنګ يې شخصي حقوق او د اداره او اصلاحاتو کميسون کې يې، «اداره او منجمنټ» هم لوستي دي.
(يعنې د سهار له خوا يې ښوونځی او ماسپښین به يې حقوقي زدکړې مخ ته وړلي.)
د ښوونځي د فراغت وروسته، د ازاد امتحان /کانکور له لارې د ننګرهار مرکزي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته کاميابه شوه چې بيا يې هم د پوهنتون ترڅنګ هممهاله په دارالمعلمين کې لوړې زدکړې کړي.
(سهار ننګرهار پوهنتون وروسته له تر هغه دارالمعلمين)
۱ – شاعره
کله چې مِهر د شپږم ټولګي زدکوونکې وه، په شعر ليکلو يې پيل وکړ.له هغه وخته تر اوسه يې د غزل او نظم په قالبونو کې په سلهاوو شعرونه پنځولي او خپله شاعري يې تانده ساتلې ده.
د مِهر شاعري له اوله تر ډېره حده انتقادي وه.د ټولنې له جنسيتي توپيري چلندونو نه رانیولي بيا تر هغو ناخوالو چې دې سمدلاسه تجربه کړي، په ګوته او پر وخت يې د شعر په ژبه اظهار کړي.
بېلګه يې د دې د محصلې د يوه نظم په بيتونه کې له ورايه ښکاري:
“ټوله ورځ د کور کارونه
پوهنتون او سخت درسونه
ورور که لوبو نه وزګار شي
لا تیری کوي امرونه
لور پردۍ، زوی وارث بولي
پښتانه او رواجونه
وايي لور ده او که خور ده
یا د کور ده یا د ګور ده
بس کمزورې خوارکۍ ده
ځکه دا یوه جینۍ ده
دغه غم دی چې ځورېږم
زه به نه لیونۍ کېږم؟!”
دا خپل احساسات په آهنګ لرونکې انداز او الفاظو ليکي، همداراز د شعر پر شعريت، جوړښتونو او محوريت يې ښه پوره برلاسې ده.
د دې په شاعرۍ کې يو بل اړخ چې ما لوستی او حس کړی دی، هغه د حالت او موضوع تنوع ده.
دې په خپلې شاعرۍ کې د ژوند له هر پړاو او د ټولنې د ښېګڼو او ناخوالو انځورونه، ډېر دقیق کښلي. د دې ټولو سربېره يې اما په اکثرو عاشقانه شعرونو کې ميئن او مينه ډېر تر بحث لاندې نه دي راوستي او نه هم د خيالي اغراق او غلو په تصويري سمندر کې ډوبه شوې ده خو د ټولنې نابرابر اړخونه يې، ښه راڼه برسېره کړي.
په لاندې نظم کې يې همدا د نابرابري تصويرونه ډېر ژور او کټ مټ تعريف کړی:
“دا د مینې په نوم،
چا چې معبدونه دي جوړ کړي
معبودان یې دي له کاڼو
دروغ وایي
دوی پوهېږي!
چې جاهل څنګه تېر باسي
د همدې معبد خدایان دي دوی پخپله!”
…
هو، زموږ په ټولنه کې موږ ښايي د يوې بريالۍ مينې بېلګه چې تر زړښت/
مرګه پاېدلې وي، نه ولرو.
که چيرې دوه اړخيزه بريالۍ جوړه ووينو، لومړی خو به يوه استثناء وي او دويم، تر يوې مودې به يې واتڼ وهلی وي او په پای کې به معشوق د بلې/نورو ښځو لېوال شوی وي.
چې مِهر يې په بل نظم کې بيا دا ډول تعريفوي:
“مینه څه ده!؟
بس یوه جوړه جامه ده
چې تر وسه دې په تن ده
او چې کله هم زړه شوه
یا دې خوا ځنې مړه شوه
په بازار کې نورې نوي پیدا کېږي.”
…
که زموږ د ټولنې د عشق او عاشقۍ د سلسلې اصلي څېره وښودل شي، نو همدا د مِهر نظم يې دقیق تعريف دی.
۲- ليکواله
اکثره شاعران چې ليکوالي يا خبريالي کوي، د شعر ژبه کاروي.مثلآ: بعضې يې راپورونه او خبرونه د استعارو، تخيلي جملو، متلونو، په سميه يزو اصلاحاتو او عاميانه/غير معياري ژبه ليکي، يا يې هم د مشهورو نريوالو عالمانو په ماقولو ډک کړي وي، چې البته دا مطلقه ادبي تېروتنه ده، راپور او خبر بايد کټ مټ هغسې وليکل شي، لکه څنګه چې دوی اورېدلي وي. يا بعضې خبريالان که شاعران هم نه وي په خبري ليکلنو کې د شعر، کيسې ادبې ټوټې يا دې ته ورته د نورو هنري نورمونو ژبه او الفاظ کاروي.
د خبري راپور، مقالو، نقدونو او ليکنو تر مېنځ، تفکيک نه شي کولی.اما مِهر د شاعرۍ او ليکوالۍ او په ليکوالۍ کې بيا د هنري ليکنو، نقد او د نورو ژانرونه تخنيکي اړخونو او اصول ته ډېر دقت کړی، هر يو په خپل ادبي جوړښت کې ليکلی دي.همدا د دې د هنرونو لويه ښېگڼه ده چې د مِهر ليکوالي له نورو ليکوالو نه ډېره متفاوته ده.مثلآ: دې د (پروین ملال د ښځینه شاعرانو سرلارې) تر سرليک لاندې د ملال د شعر پر دوام ډېره ژوره او هر اړخيزه ليکنه کړې.
البته دې د ملال شاعري کليشه يي په زېر او زور نه ده ستايلې/تحليل کړې بلکه د هغې د شاعرۍ اوږد مزل، ستر مقام او ثبات يې د ښځې شاعرې په نوم د افغانستان د ادب په تاريخ کې، له امير کروړ نه رانيولی بيا تر خوشحال خټک – معاصرې او بيا اوسنۍ شاعري پورې ډېر دقیق او په تفصيل سره تحليل کړې.
د دغی ليکنې څو بېلګې:
“که مونږ د امير کروړ دور د پښتو شاعری پیل وګڼو، نو د پير روښان د دور شاعري دوېیم دور ګڼلی شو ـ د “خوشحال بابا” درېیم او د “باچاخان ” د دور شاعري څلورم دور ګڼلی شو.”
…
“په افغانستان کې هم په فرهنګي او ادبي چارو کې د ښځینه ونډه د غازي امان الله خان له واکمنۍ پراخېږي.”
…
“خو پښتو کې د ښځینه شاعرانو بازار د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې د پښټو ټولنې په جوړیدو تودېږي.”
…
“یوه نېمګړتیا چې هغه وخت هم وه او په ننني دور کې هم لا له منځه نده تللي؛ هغه له واده وروسته د ښځینه شاعرانو ورکېدل، شعر او شاعري پرېښودل او له ادب سره اړېکه پرېکول دي.”
آغلې مِهر د شاعرې ملال ژوند او پنځونې ښه مطالعه کړي او بيا يې په خپله ليکنه کې له کليشه يي ښځمني اوصافو نه بهر، د پښتو ژبې په ټوله شاعرۍ کې عامه ستايلې ده.
دې د ملال د هنر صفت، يوازې پر ښځمنتوب مختصر کړی نه دی.
مِهر دې ته ورته ډېرې ښکلې هنري، علمي او د دينی ليکنو لړۍ هم لري. بېلګې يې «عبادت تر عادت غوره دی!»، «يو څوک بايد ولرې» همداشان د دوی تر څنګ، نورې بې شمېره ورځنۍ لنډې ليکنې هم…
۳- نقد:
د پښتو ژبې په ښځينه ليکوالو او شاعرانو کې د نقد ژبه عامه او قاطع نه ده. اکثره نقدونه يې توصيفي وي، که چيرې کوم يو يې منفي هم وي نو په ډېرو
پوښښونو او لفافو کې يې نغښئ وي، يا يې هم د التماس او زارۍ په بڼه کړی وي. لکه د «نجونو ښوونځي پرانيزئ!» چې اصلا د پاملرنې او بحث وړ نه ګرځي.
په وروستيو کالو کې که کوم نقد شوی هم وي،په سياسي موخه شوی، يعنې د يوه رژيم پر خلاف او يا هم د يوې سياسي مفکورې پر خلاف خو ډېر سطحي، لکه د ښوونځيو، پوهنتونو بندیدل او ښځې له کار او ورځنيو فعاليتونو نه محرومول…
هغه مسايل چې اکثره سياسي دي او د نړيوالو د پاملرنو راګرځولو، د رسنيو د خپرونو د چلولو يا هم اشخاصو د خپل شهرت موندلو په موخه کړي.
لنډه دا چې داسې نقدونه په ډېر پام او ډېر سطحي بڼه مطرح شوي.
اما له پاکيزې آرزو پرته چې په ورستي کال يې څو نقدونه د څو ښځو/ودونو کولو پر خلاف وليکل، نورو اصلا نقد نه دی کړی.
پر ټولنيزو بنسټيزو مسايلو او ستونزو، جدي او مطلقي نقد چې بحث ته يې لاره هواره کړي وي، هغه د مِهر نقدونه دي.
زموږ په نرځواکه او دودپاله ټولنه کې ښځينه ليکوالې او شاعرانې دا مسئوليت لري چې د نقاد په صفت، ياد مسايل په بيا بيا او زغرده مطرح او خپل ټولنيز رسالت سر ته ورسوي.
نقد په اشارو، کنايو او استعارو کې نغښتی، نه کيږي خو که وشي هم، د نقد هغه اصلي اصول ماتوي او پيام هم نه رسوي.
خو برعکس د مِهر د نقد موضوع تل زغرده، نوې او ځانګړې وي او بل دا د نقد په ادبي تخنيک پوهيږي او اصول يې دېر ښه مراعاتوي.
يوې موضوع ته دومره ژوره ځي چې ټول مهم اړخونه په نظر کې نيسي او د خپلې هرې ليکل شوي کرښې تحليل، په واضحاحت کوي چې د هرې کچې لوستونکی/ې، مفهوم ترې اخلي.
د لوستونکو نيوکو او پوښتونو ته هم په پراخه حوصله وخت ورکوي او ښه استدلال کوي.مهِر تاج پر داسې تابو موضوعاتو نقد کړی چې اکثره نورې ښځينه ليکوالې يې د سرليک په ليکلو شرميږي يا يې زړه نه شي کولی.لکه: «ښځه فاحشه نه ده»
مهِر د «ښځه فاحشه نه ده» تر سرليک لاندې د باليووډ پر مشهور فلم «گنگو بايی» يو ډېر مفصل او جامع نقد ليکلی. دا نقد د هغو ټولنو چې د مذهب نه په سوء استفادې، ښځې په ډول ډول شرعي حلقو کې راګیروي او په دې پلمه يې
له خدای ورکړي او انساني حقونونو نه ليري او محرومي ساتي، ليکلی دی.
مِهر د يادې ليکنې په سريزه کې يادونه کوي:
“دوی د زړه او ذهن په عقيده وي جنګ کې نه يوازې ښځه وژني بلکه ستر ذات يې هم دوکه کړی دی.
ذهنأ الله تعالی ته وايي چې بېشکه ستا حکم موږ پر ځای کړی ښځه د انسان په توګه منو خو د زړه عقيده يې همهغه فرعوني ده، ښځه نه انسان ده او نه هم د عزت او انساني حقونو حقداره.
ځکه که ښځې هر څه وکړل، شرم، فحشا او ګناه بلل کېږي، خو که نارینه یې وکړي مردانه ګي شوه چې نر دی، باک نه کوي، ورسره ښیې.”
مِهر هغه موضوعات چې ښځې د دود په حلقو کې راګیروي/محدودې، په نرمه په ژبه عالي طريقې نقدوي.
د مِهر د نقدونو ښېګڼه په دې کې هم ده چې د تحليل سربېره بيا هم د لوستونکو سره بحث کوي او د خپل نقد موضوع هغوی ته لا نوره هم روښانه وي.
۴- ژباړنه
مِهر تاج د پښتو ژبې سربېره په دري، عربي، اردو او انګلیسي ژبو باندې هم تر ډېره حده برلاسی ده او له يادو ژبو نه يې شعرونه، ليکنې، مقالې، ادبي ټوټې، د نړۍ د عالمانو ارزښتمنې خبرې او رسالې، ژباړلي دي.
د دې د ژباړو يو ښه او اساسي اړخ دا دی چې لوستونکي يې لومړی نه محسوسوي/نه پوهيږي چې ژباړه لولي.
د ښکلو لفظونو له کارولو سره سره، د مطلب محتوا ډېره روښانه مطرح کوي او جملې يې تل په تسلسل، روانې ليکلي وي.
د یوې ایرانۍ شاعرې «شرين» د شعر ژباړه:
زه یوه واده شوې ښځه یم
زه یوه ښځه یم
یوه ایرانۍ ښځه
د شپې اته بجې دي
دلته د “سهروردي” واټ په شمالي کوڅه کې
بهر راوتلې یم
د ډوډۍ اخیستلو لپاره
نه سينګار کړې يم
او نه مې هم جامې په زړه پورې دي
خو دلته په عامه توګه
دا اووم موټر دی،
چې راپسې دی
راته وایې: میړوښې یې او که نه؟
راځه له ما سره لاړه شه،
هر څه چې غواړې زه به یې درته واخلم!
…
…
دا ایران دی
لاسونه مې ساړه دي
فکر کوم خبرې نشم کولی
د خجالت او غم خوَلۀ مې لا وچه شوې نه وه
چې کور ته ورسېدم
انجنیئر مې ولید
یو شریف انسان چې په دويم پوړ کې،
له خپلې لور او مېرمنې سره ژوند کوي
سلام انجینر صیب!
مېرمن مو ښه ده؟
او خوږه لور مو څنګه ده؟
ـ سلام، ته څنګه یې؟
خوشحاله یې؟
نه لیدل کېږې؟
که رښتیا ووایم، نن شپه زموږ په کور کې هېڅوک نشته
که امکان لري، راشه،
…
مِهر د خپلو اثارو په ټاکلو، ليکو او خپرولو کې هيڅ کله هم محافظه کارانه چلند نه دی کړی.
مثلاً د پورتنۍ ژباړې پر انتخاب يې حتماً ډېر غور کړي، د شعر محتوا او د ایرانۍ ښځې حالت يې زموږ په ژبه انځور کړی.
دا ژباړه يوازې د شعر ستاينه نه ده بلکې د لوی پيام رسول دي، هغه پيام چې زموږ د اسلامي افغانستان انځور هم په کې منعکس شوی دی.
د داسې شعر غوره کول، ژباړل او په عامه خپرول د فیل زړه غوندې، يو غټ زړه غواړي چې داسې غټ زړه هيڅ بلې پښتنې ليکوالې نه دی لرلی چې د نرپاله نظام او نرځواکې ټولنې عيبونه په مهارت او مستقیم وښيي او بيا يې په خپل اصلي هويت او نوم له خپله آدرسه خپاره کړي.
۵- ټولنيزه فعاله
“پر موږ هېڅکله بيا ماشومتوب نه راځي.
موږ چې څوک ښکلوي، هغه د مینې نه، بلکې د تسلیت ښکلول وي.
موږ په مینه نه، بلکې د زغم او ډاډ لپاره غېږ کې نیول کېږو.
زموږ غږونه هېڅکله خپلې لوړې (انتها) ته نه رسېږي.
موږ ته د وخت او عمر نه مخکې داسې درس راکول کېږي،چې زموږ ماشومتوب او ځواني له هر ډول نرمښت او لطافت نه خالي (تشه) کېږي.
موږ حتی په ماشومتوب کې هم ناز نه کوو،
ځکه څوک چې زموږ ژړا او سلګۍ نه شي زغملای،
هغه به زموږ ناز او نخرې څه وزغمي؟”
…
مِهر د پورته یادو هنرونو تر څنګ همداشان په خواله رسنيو کې هم ډېره فعاله ونډه لري.د دې ونډه که «ووايم چې مطلق د دې د لوړ او عالي فکر او د علميت پر استدلال ولاړه ده» هيڅ مبالغه به مې نه وي کړې. د مِهر د قلم وړتيا چې زړورتيا ورسره مله ده، بې سارې ده.
په لاندې بېلګه کې د نه واده کولو وېره او دليل داسې ډاګه ښيي:
“راڅخه يې وپوښتل :
ته ولې د واده سره دلچسپي نه لرې؟
ايا زه پوهېدای شم؟؟
ومې ويل :
– هو، بالکل پوهېدای شې۔
زه له واده څخه نه، بلکې له خپل نصیب نه وېرېږم۔
زه د نارينه له لوړ غږ څخه وېرېږم،
زه د هغې زورورې څپېړې وېرېږم
چې پر نرم مخ لګېږي۔
زه له دې ويړېږم ؛چې له پردیو ښځو سره به اړیکې لري، او له ما سره به خیانت کوي۔
هغه چې لمونځ او قبله به پېژنې نه
خو د څلورو ودونو پر وخت به یې ایمان بيدار شي.”
د افغانستان په کچه که هره پېغله د دې واک وموندي چې خپله دې شعوري د واده/ګډ ژوند کولو، تصميم ونيولی شي، سل په سلو کې د مِهر د مکمالې رنګه، وېره محسوسوي او هواس به يې د دې لوی تصميم په نيولو کې، سره ګډوډ وي. خو متأسفانه هيڅ بلې يوې پيغلې دا ويره نه ده ښودلې/بيان کړې او نه يې تر بحث لاندې راوستلې.خو مِهر د واده نه کولو علت په عامه ښودلی دی، دې واضح ويلي چې وېره لري او ولې يې لري. استدلال يې قوي او هم پر ځای دی.
دې ته ورته، په بل متن کې ليکي:
“په پښتنې ټولنه کې
ښځه کېدل ډېر ستونزمند دي
ځکه باید د سړي په څېر فکر وکړې،
د ښځې په څېر عمل وکړې،
او د ځوانې نجلۍ په څېر ښکاره شې”
دلته مِهر هغه تريخ حقيقت ته چی زموږ ښځينه له پيړيو راپه دېخوا ورسره مخامخ دي، په ګوته کړی.
يو لوی او ژوندي مثال يې همدا د افغان نارينو څو ودونه دي چې له ملا نه رانيولې، تر هنرمند، شاعر، ملي قهرمان بيا آن تر ‘په اصلاح مډرنه لوستو/عالمو بهر مېشتو’، د څو ودونو خوند څکلی/څکي يې.
د پښتنو ښځو ټولنيز قرباني شوی حالت، لکه د اختر ژوي، چې قربانۍ ته جوړوی وي، د نارينو د ناکردو او نادودو، بيه پرې کوي، مِهر ده چې په خپلو ادبي/هنري پنځونو کې د دوی حالت روڼ بيانوي.
“ډېر قویدات شي زولنې د پښتو
کله دستور شي قیدخانې د پښتو
چې یې قېمت پرې د ولور کېښوده
شولي بې قدره لوپټې د پښتو
چا چې فرهنګ، پښتونولي پاللـه
همغو ویستي جنازې د پښتو
د دې وضعیت تپوس له چانه وکړم؟
چا کړي سرتورې پښتنې د پښتو؟!”
په پای بايد ووايم: زه د دې څو بُعدي هنرمندې په ستاينه کې هرومرو پاتې راځم خو د دې د شاعرې، ليکوالې، ژباړو، نقدونو او ټولنيزو فعالتونو له پاره دې ته ډېره حوصله، لا نور جراءت او همداراز د ژوند په نورو ټولو چارو کې ورته بې پايه خوښي او برياوې غواړم.
درنښت
آسيه محرابي
۲/۲/۲۰۲۶ کلن جرمني
سرکشه، زړه وره، ریښتیا ویونکی .. کومه یوه سمه ده، هغه هم په شعر کی؟!