جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپښتو په یوه لیکبڼه - د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه

پښتو په یوه لیکبڼه – د پښتو ابېڅې په اړه وړاندیزونه

مسعود سرلوڅ  –

پښتو په یوه لیکبڼه

  دوهمه برخه:

د تېر په ادامه:

د پښتو ابېڅې په اړه لنډمهاله وړاندیزونه :

له لنډمهاله وړاندیزونو څخه موخه دا ده د پښتو په موجوده ابېڅې کې چې له عربي ژبې مو رااخیستې، هڅه وشي چې تر کېدونکي بریده « پښتو په یوه لیکبڼه » ولیکل شي . دلته هم ټاکلې ستونزې شته ، نظر دا دی چې دا ستونزې لومړی ترهغه بریده چې شونې ده ، راټولې او یو په یو هغو لپاره حللار ولټول شي ، دلته له دغو ستونزو څخه یو څو د بېلګې پتوګه رااخلم :

د ( یا ګانو ) ستونزه :

ترڅو چې پښتو ژبه په عربي ابېڅې لیکل کیږي د ( یا ګانو ) ستونزه به ورسره د غاړې غور وي .  په عربې ابېڅې د پښتو ژبې د لیکنې په مهال د ناچارې ورځې له مخې ، پښتو کې باید د یاګانو لاندې ډولونه ومنو .

۱ ــ لنډه ( يi ,  ) : چې مخکې توری يي لنډ زېر لري لکه :

کالي ، سړي ، دوبي ، موچي ، غوړي او نور ( نومونه )

ځي ، راځي ، خوري ، اغوندي ، څښي اونور ( کړونه یا فعلونه )

۲ ــ  اوږده ( ې e  ,  ) : چې مخکې توری يي اوږد زېر لرې لکه :

ادې ، مستې ، شېدې او نور ( ښځینه نومونه )

پاڼې ، څانګې ، ونې او نور ( ښځینه ، ډېرګړي نومونه )

 ځې ، خورې ، راځې او نور ( د مخامخګړي یا مخاطب فعلونه )

۳ ــ (ی ، ۍ ،) : دا ډول ( یا ) چې که پښتو په لاتین ابېڅې ولیکو یوه بڼه لري او هغه بڼه يي (y  ) ده ، خو اوس چې موږ پښتو په عربي ابېڅې لیکو ، اړ یوو چې هغه په دوه بڼو ولیکو .

الېپ ــ نرمه ( ی ) : چې هیڅ ټکي نه لری . له دې ( یا ) څخه مخکې توری الیپ یا واو وي او یا مخکې توری زور لري ، لکه :

په چای ، ځای ، خدای او پای کې مخکې توری الیپ دی ،

په خوی ، بوی ، زوی ، لوی کې مخکې توری واو دی ،

او سړی ، منګی ، لرګی ، لوښی ، کالی چې ( یوګړی وي )  مخکې توری زور لري.

که پورته بېلګې په لاتین ابېڅې ولیکو لاندې بڼه به ولري aay, oy, ay ) ) . په نوموړو وییونو کې مو ( a ) د زور ( o ) د اوږد واو او ( aa ) د الېپ لپاره کارولی دی .

 ب ــ زورکيواله ( ۍ ،əy ) : چې مخکې توری يي زورکی لري لکه :

ډوډۍ ، کړکۍ ، ابۍ او نور ( نومونه )

راځۍ ، خورۍ ، جوړوۍ او نور ( فعلونه )

یادونه :

ــ که ( یا ) د وییونو په پيل کې راشي یوازې یوه بڼه لري ، لکه : یو ، یوازې ، یون ، یوویشت ، یرغل او نور .

ــ که ( یا ) د یو ویي په منځ کې راشي موږ ورته یوازې دوه بڼې لرو :

الېپ : اوږده ( ې ) لکه : تېر ، ډېر ، هېر ، تېل ، بېل ، شېدې ، کېدل او نور

ب : لنډه ( ي ) لکه : څلویښت ، ویر ، ځير ، لیکل او نور

همدارنګه که زورکيواله ( ۍ ) او یا نرمه ( ی ) د یو ویي په منځ کې راشي موږ یوازې لنډه ( ي ) لیکلی شو لکه : نړیوال ، سیال ، ویل ، ځایونه ، خویونه او نور

پورته ستونزه په عربي ابېڅې کې نه شو حل کولی خو په لاتین ابېڅې کې يي حل اسان دی .

وړاندیز :

کومه ( یا ) چې په شړۍ ( شال ) او هغه چې بیا په شړۍ ( لکه مچان شړئ ، امر کړ ) کې کاریږی د ویینګ له مخي یوه او زورکيواله ( ۍ ، əy  ) ده. نو پکار نه ده چې (  شړۍ  ) کې چې نوم دی دا په ( ۍ ) سره ولیکو او په کړ ( فعل ) کې يي بیا په ( ئ ) سره ولیکو !

که دا هڅه د ( کړ ) او  ( نوم  ) د بېلوالي لپاره وي  نو بیا اړ یو چې د ( ادې ) نوم او ( راځې ) کړ، تر منځ هم د بېلتون لپاره باید د ( یا ) بڼوته بدلون ورکړو چې په ځای کار نه دی .

یا په کالي ، سړي ، دوبي ، موچي ، غوړي ( چې نومونه دي ) او په ځي ، راځي ، خوري ، اغوندي اونورو کې ( چې فعلونه دي ) یوازې لنډه ( ي ) کاریږي ، دلته هم موږ نه شو کولای د نوم لپاره جلا او د ( کړ ) لپاره هم جلا ( یا ) ولیکو .

نو وړاندیز دادی چې په داسې حال کې د دواړو ( نومونو او فعلونو ) لپاره باید  د ( یا ) یوه بڼه وکاروو او هغه زورکيواله ( ۍ ) ده چې مخکی توری يي زورکی لري . یانې داسې ولیکو :

شړۍ ، کړکۍ ، ډوډۍ ، غالۍ ، ابۍ ، څوکۍ ، ګلالۍ ( چې ټول نومونه دي )

خورۍ ، راوړۍ ، وشړۍ ، ځۍ ، کوۍ ، راځۍ ( چې ټول کړونه یا فعلونه دي )

او له دغه ( ئ ) سره چې اضافي ده ، مخه ښه وکړو .

په ټوله کې د بېواکو ( Consonant ) اوخپلواکو ( Vowel ) او په دې ډله کې د ( یاګانو ) په ګډون د تورو لیکبڼه (Graphem ) باید پر غږیز ( phonetic  ( بنسټ وشي ، نه په نورو تاویلی ماویلی بنسټونو .

په دې توګه لکۍ داره ( یا ) ، فعلي ( یا ) ، اسمي ( یا ) ، څرګنده ( یا ) ، مجهوله ( یا ) او د ( یا ) په اړه داسې نورې نومونې باید رخصت کړو .

دالیپ او مد ستونزه :

مد ( آ ) که په عربي ژبه کې لیکل کیږي د هغې ژبې په غږیز جوړښت کې شتون لري ، عربي پوه شه او چار يي . خو په پښتو وییونو لکه ( اس ، ار ) یا نورو کې که ( مد ) لیکو له پښتو ژبې څخه په زوره عربي جوړو چې له ثوابه ګنا ډېره لري . پښتو کې ځیني داسې ستونزې نورې هم شته . د پښتو ځینې نومونه په لویلاس عربي شوي لکه څاپی چې د پښتنو د يوه ستر ټبر نوم دي په صافي ليکل شوی يا اپريدی چې د پښتنو د يوه بل ټبر نوم دی په افريدي لیکل شوی . دا ډول تېروتنې او ښويدنې ډېر وخت د ملايانو لخوا شوي دي ، البته دلته په دې خبرو نه غږیږو .

د الېپ په اړه به د اوږدمهاله وړاندیزونو په برخه کې یو څه په تفصیل خبرې وشي .

د ځ او ز ستونزه :

زیات لیکونکي او لیکوالان هغه وییونه چې د یځ په روستاړي جوړیږي ، څو بڼې ( یز ، ایز ، ز ، یځ ، ځ  ) کاروي چې زه خپله هم دا کار له ناچارې ورځې همدغه شان کوم . د بېلګې پتوګه :

ختیځ ، لوېدیځ  ، دریځ او نور په ( ځ ) لیکو خو وړاندیز ، بنسټيز ، بندیز او داسې نور بیا په ( ز) لیکو ، داچې ولې داسې لیکو ایا داسې رنګارنګ لیکبڼې ته موږ کوم دلیل او څرګندونه لرو ، څوک پرې خبر نه دي !

لاندې يي یو څو بېلګې نورې هم رااخلم :

لومړۍ بېلګه : چې د تړښتې وییوکي ( ترکیبي کلمه ) مختړګه له کړنومونو ( مصدرونو ) څخه وي ، لکه :

له ختل څخه ختیځ                  له لوېدل څخه لوېدیځ

له درېدل څخه دریځ               له بندول څخه بندیځ او نور

دوهمه بېلګه : چې د تړښتې وییوکې مختړګه له نوم څخه وي لکه :

له غر څخه غریځ                 له سر څخه سریځ

له کار څخه کاریځ                 له خنډ څخه خنډيځ او نور

دریمه بېلګه :   چې د تړښتې وییوکې مختړګه له ستاینوم ( صفت ) څخه وي لکه :

له ځنډ څخه ځنډيځ                 له لنډ څخه لنډيځ

له خوندي څخه خوندیځ ( ارشیف )       له دروند څخه درنیځ او نور

څلورمه بېلګه : چې د تړښتې وییوکې مختړګه کړول ( قید ) وي لکه :

له څنګ څخه څنګیځ              له اړخ څخه اړخیځ

له وړاندې څخه وړاندیځ          له پرون څخه پرونیځ او نور

او ډېرې داسې نورې بېلګې لکه : ډاګیځ ، پیلیځ ، پایلیز ، څلوریزه ( رباعي ) ، خوښیزه ، دودیزه ، ستونځ ، شنیځ ( شننه ) ، ښادیزه ، غمیزه ، کلیز ( جنتري ) ، کلیزه ( سلګرد ) ، لنډيځ ، لیدیځ ( نظر ) ، ودیزه ، ویاړیزه ، اړخیز ، اړیز ، بندیز ، بېلیز ، پرګنیز ، پیلیز ، تړیځ ، ځنډیز ، خنډیز ، څنډيز ، څنګیز ، درنیځ ، دریځ ، ریښه یز ، ښوونیز ، کریز ، ګڼيځ ، لمریځ ، لمنيځ ، مونډیز ، وړاندیز ، ولسیز ، یرغلیز ، پاکیزه ، ټولیزه ، درنیزه ، رښیزه ، سریزه ، غریزه ، لنډیزه ، واریزه ، وښیزه ، ولسیزه ، یادیزه او نور

د داسې بېلګو له یادونې څخه موخه دا ده چې دې ټولو ته باید یوه لیکبڼه وکاروو .کله چې د لیکبڼې دا ډول ګڼه ګوڼه ، نوي لیکونکي او یا بهرنیان ګوري ، تبه يي نیسي او اریان پاتیږي چې دا ستونزه به څنګه حل شي .

دلته هم زما وړاندیز دا دی چې دې ټولو ته د ( ځ ، یځ ، ځه ، یځه ) بڼه وکاروو او په همدې خبره يي لنډه او راغوڅه کړو .

البته دا لړۍ خورا اوږده ده ، دلته مې یوازې څو بېلګې د یادونې لپاره راواخیستې .

د ( ځ ) په اړه لیکونکي نورې ستونزې هم لري چې دلته له دې برخې هم دوه ـ درې بېلګې رااخلم :

هغه کړنومونه ( مصدرونه ) چې په ( وتل ) بشپړیږي لکه ( ننوتل ، پرېوتل ، کېوتل ، لاندې وتل ، جاروتل ، وتل ، الوتل ، پورېوتل ، هېروتل ، تېروتل ، ختاوتل ، راوتل ، ښکېلوتل ، وروتل او نور )

له دې کړنومونو څخه د وسمهال کړ ، امرکړ او د وسترمهال کړ په جوړښت کې لږ بدلون پېښيږي او ( ت ) توری يي په ( ځ ) اوړي لکه :

هلک پورېوځي ( اوسمهالکړ ) ،

هلکه پورېوځه ! ( امرکړ )،

هلک به پورېوځي ( وسترمهالکړ ).

همداسې د نورو کړنومونو اوړون هم درواخله .  په داسې حالاتو کې ( ځ ) لیکل پکار دي .

د تلل او راتلل کړنوم هم تر دې قاعدې لاندې راځي .

البته ختل او کتل ، کړنومونه له دې قاعدې څخه بېل دي .

همدارنګه د ( ځ ) توري د لیکلو لپاره ځيني نور ځایونه هم شته چې هلته باید یوازې ( ځ ) توری وکارول شي ، د بېلګې پتوګه :

ځان ، ځنګل ، ځناور ، ځار ، ځمکه چیري چې پاړسووالا يی په ( جان ، جنګل ، جناور ، جار ، زمین ) لیکي په ( ځ ) لیکل پکار دي . که ځما او ځموږ هم پرې ولیکل شي بده خبره به نه وي او داسې نور .

د س او څ ستونزه :

بلخوا د پښتو ژبې نویو زده کوونکو او بهرنیانو ته ګرانه ده ، پوه شي چې کومو وییونو کې ( س ) ولیکي او کومو نورو کې بیا ( څ ) ولیکي . دلته هم که کوم عمومي اصول روښانه شي ګټوره به وي  د وړاندیز پتوګه ، هغه وییونه چې د پښتو خپل دي په ( څ ) ولیکل شي او هغه وییونه چې شریک دي په ( س ) ولیکل شي ، د حل یوه لار ګڼل کېدای شي .

البته نورې ستونزې هم شته لکه د تړښتو وییونو ( ترکیبي لغتونو ) د ترکیب لیکبڼه ، د بېلګې پتوګه :

کابلښار ولیکو ،

که کابل ښار .

د حل لار ولیکو ،

که حللار .

دلته موخه دا ده چې تړښتې وییونه ، چیرته جلا ولیکو او په کومو حالتونو کې يي ګډ ولیکو . په دې اړه باید څو عمومي ارونه او قواعد روښانه شي او د ټولو د خبرتیا لپاره د دوی په واک کې ورکړل شي . نورې بېلګې هم شته چې مخکې ورته اشاره وشوه . نظر دا دی چې دا ستونزې باید راټولې شي او د پښتوسمون د واکمنې ټولنې لخوا ( پښتو په یوه لیکبڼه ) په موخه ورته حللار پیداشي .

4 COMMENTS

  1. سلامونه د تاند تندې لرونکودرندو لوستونکو ته، او په ځانګړې توګه هڅاند سرلوڅ صیب مسعود خان ته!
    که څه هم زه کوم ژبپوهاند نه یم، مګر داچې خدای تعالی د هر انسان د خپلې مورنۍ ژبې سره مینه ګرکی پیدا کړی،نو تاند والاوو تل لوستونکو خویندو وروڼو ته به پته وي چې ما کله کله آن د هوتک صاب او زیار بابا تر مینځ هم ګستاخي کړې ده!!
    په هر حال، نورې خبرې به همهغوی استادانو ته پریږدو تر څو د خوږې پښتو یوه او کره لیکبڼه ایجاد او قبوله کړي.
    پورته لیکنه کې مو د څاپي او صافي کلماتو بیلګه ييزه یادونه کړې ،څرنګه چې زه هم همدې (ساپي) ویاړلي قوم(شعب،قبیله) پورې تړلی یم ،غواړم یوه یادونه وکړم چې د ارواښاد عبدالمالک کولکوال ساپي د یو کتاب په حواله، ساپیان تقریباََ د آریایانو سره یوځای په بلخ کې پیدا شوي ،بیا ختیځ،لویدیځ او سهیل خواوو ته کوچیدلي دي ؛اوس په شمالي او غربي ولایتونو کې ځان ته (صافي) وايي ؛او مشرقي او جنوبي کې (ساپي)
    ما بیا د دې دواړو ګډ=میکس ،( صاپی) په ځینو شعرونو کښې ټاکلی دی!
    تا ېې دا دی بله بڼه په لیکدود لیکلی؟.
    والله اعلم بالصواب.ان اکرمکم عندالله اتقیکم!.

  2. اوږده (ې) لپاره چي مو کوم مثالونه ورکړي لومړی يې منطقي برېښي خو دوهم مثال يې څنګه ارزوئ، یوځل بیا وګورئ چي دا فورموله ورباندي صدق کوي که یه.
    ادې، مستې، شيدې، جرګې، شبکې، سلسلې، لوټې(د یو ډول لوښی جمع)او….
    دا پورته مثال سم دئ..
    خو دا دوهم مثال چي مو ورکړی دئ، دا زما په اند …. نا سم برېښي.
    پاڼې، څانګې، ونې… (خو زما په نظر د دې مثال سمه بېلګه دا ده پاڼي، څانګي، وني، سکروټي، دندي..)

  3. سرلوڅ صیب لیکنه مې دې ټوله ولوستله خوښ شوم. زه یواځې دې ته ګوته نیسم، چې په رښتیا دا د عربو د ګوډي الف ،، ئ ،،، چې موږ هم ورته په ،، مسئولیت،، کې اړیو او زموږ د ناسم لیکنډول یا – دود مسئوله ده، مسئولیت د همغومسئولوپه غاړه واچوو اونوره یې همغه یواځې ،،مسئولیت،، ته پرېږدو.
    یوه یادونه دې وي اوهغه دا چې دا د ،، مسئولیت،، ئ د ډېر ګړو کړله پاره تل همداسې سمه نا سمه لیکي.

  4. اصلاً بل پیشنهاد
    راځی چی ځانونه ددی هر ډول ولور او خوښی او بابیړی او د واده د نورو ټولو درنو لګښتونو څخه خلاص او
    او ټولو ییګانو ته طلاق ورکو یا طلاق ترې واخلو
    زموږ د شریفو پینه دوزانو او اهنګرانو او ګاډی وانانو او نورو وړونو خو هسی هم لیک لوست نه دی زده نو راسی چی همدا یو ډول ی وکاروو او لوستونکی دیته وهڅوو چی د جملی د جوړښت له مخی خپله د رادار دنده اجرا او د ی یا ییګانو په څرنګوالی پوه سی
    دا دومره د مرئیانو د بازار ازدحام او چنو او ستونی څیریدو او احتمالی خوابدیا ته به اړتیا نه وی
    په هر حال
    د خوښی ځای دی چی دا ناز اچوونکی ییګانی مو د تکلم پر وخت غلی دی که نه اوس به مو ویلای چی
    زه هغه شیدی خورم کومی چی د اوږدی غوا له غولانځی راوتلی وی یعنی یا هغه تروی خورم چی په اوږده ی لیکلی سوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب