یکشنبه, مې 5, 2024
Home+بې وخته (لنډه کیسه) محمدفیصل ځلاند

بې وخته (لنډه کیسه) محمدفیصل ځلاند

د خولې خوند مې داسې بد دی لکه سړی چې کوم تریخ درمل تر ستوني تېر کړي. هيڅ شي ته مې زړه نه کیږي، مڼه مې راواخیسته، نیمایي مې هم ونشوای خوړلی. نیا به مې ویل چې ناروغ ته د دنیا هره خوږه میوه راوړې ده ته لکه کاهو داسې وي. د باندې چوترې ته راوتلی یم، چوکۍ مې دیوال ته ښه ورنیږدې کړې ده، ځینې وخت ځان داسې شاته پکې واچوم چې د چوکۍ د مخې پایې راپورته شي. شا او خوا وګورم بیرته ځان پکې را سم کړم. که د چا راپام شي، وایی به ناروغ نه دی، مستي یې کړې ده. له چوترې لاندې سبزي لکه مینځلې دې چې وي تکه شنه ده. د ګندګنې په نرۍ پوله یو غنم ولاړ دی، تر نیمایی یی ډنډر شین ښکاري، پورته بیا ژیړوالی ورسره ګډ دی، په سر کې یې ژیړبخونه وږی داسې یوې خوا ته کوږ دی لکه په زور دې چې پکې ټومبلی وي. چې له کوټې راووتم لومړی مې په همدې غنم سترګې ولګېدې باد به کله یوې او کله بلې خوا ته کوږ کړ. شا او خوا سرای له سبزیو ډک دی خو هيڅ شي ته مې پام نه ور واوښت. په سبزي کې مې نعنا خوښ دی خو په ناروغۍ کې ښه نه راباندې لګیږي.

 د غنم په لیدو مې په زړه کې راتیره شوه چې څنګه یی پراېښی دی. پلار مې په سرای کې نه بې میوې ونه پرېږدي او نه هر بوټی. له غنمو خو یې ان له کوره د باندې لا ښه نه راځي. عجیبه ده چې دا غنم ولې بې وخته ژیړ شوی دی، کوچنی وږی یې ښایي خالي وي که به یی غنم کړي وي خو لا وختي دی او غنم پوخوالي ته نه دي رسېدلي. دوې ورځې وړاندې چې ښه وم، لاندې پټیو ته کښته شوی وم، هلته غنم لا شنه ولاړ وو، یوه سړي راته ویل:
— د غنمو د مستۍ وخت دی.
دې غنم ښایي مرض کړی وي، ګني ولې به د مستۍ په وخت کې داسې خوار او په سختۍ ولاړ و. شا او خوا یې ټول شیان شنه او تازه ښکاري. ده ته چې ګورې سړی نور هم ناهیلی کوي. ورور مې له کوټې غږ راوکړ:
— د ننه راځه، که ناروغي دې داسې ژر غلی کوي، بې وخته به سپینږیری شې.
په سر مې هماغسې درد شو، بدن مې بیا را تود او دروند دی، لکه چې بیا مې تبه کیږي. غنم ته ګورم هماغسې ژیړ زبېښلی ولاړ دی، مازې معمعولي باد یې هم یوې او بلې خواته زنګوي. باران هم غټ غټ څاڅکي اچوي. باید ننوځم، که جوړ وم وروسته ورته راوځم، که تږی و اوبه به ورکړم خو ژیړوالی به یې له تندې نه وې، که وای شا او خوا سبزي به هم داسې وه. هسې نه ورور مې بیا غږ راوکړي نور نو ننوځم. باران هم داسې بې وخته پیل شو، چې راوتلم اسمان دغسې وريځو نه و پوښلی، لمر و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب