Homeخبرونهد هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل شوی

د هیواد په ۱۶ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت پرون (شنبې) اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو ورځو کې (نن، یکشنبه او سبا، دوشنبه) د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلونو او د سیندونو د اوبو د اندازې د لوړېدو احتمال شته.

دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مې له ۱۰مې تر ۱۱مې پورې به د هېواد په شمالي، کابل او ‌آمو په سیندیزو حوزو او شاوخوا سیمو کې له منځنیو تر درنو بارانونو او ناڅاپي سېلونو پورې وضعیت رامنځته شي.

د خبرپاڼې له مخې، په بلخ، سمنګان، لوګر، میدان وردګ، کابل، پنجشېر، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او نورو اړوندو سیمو کې د سیندونو د اوبو د زیاتېدو او سېلونو خطر موجود دی.

له خلکو غوښتل شوي چې د سېلونو او د اوبو د لوړې کچې پر مهال د سیندونو غاړو ته له تګ ډډه وکړي او د احتمالي سېلونو په صورت کې لاندې پرتې سیمې هم خبرې کړي، څو د انساني تلفاتو مخه ونیول شي.

له بلې خوا، د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت هم په خپلې اېکس‌پاڼې کې په بدخشان، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، نورستان، کونړ، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، دایکنډي، غور، هرات، بادغیس، سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او ناڅاپي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د دغه وزارت په وینا، په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلی‌مټرو پورې اټکل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...