Home+د ګټو ځای | ماهر احسانزی

د ګټو ځای | ماهر احسانزی

د وروستي نوم له شمېرې سره یې ولیکل : 88.

د ملک رنګ وغوړېده. منشي ته یې وکتل، غاښونه یې ښکاره شول. هغه کتابچه راټولوله خو خوله یې  ویته پاتې وه. لکه هدف ته چې رسیدلي وي. سبا ته یې ملاتړي له ډولونو سره جنډې په لاس په دفتر ور ننوتي وي او مسوولین ورته په زاریو وي:

ګوره ملکه، هر څه چې ته غواړې هماغسې به وکړم.

کلسترونه به هم درکړم، ټیم لیډران به یې هم ستا  وي.

ماشینونه او نور وسایل به هم ستا ځای کې ودروو، خیر که هر څومره د کار له ځایه لري وي پروا نه کوي، خو تاته به یې بېله کرایه درکوو.

د پهره دارۍ به بېلې پیسې درکوو.

نیم په نیمه پیسې به ستا وي.

اوږه یې درنه شوه .

مخ یې ور تاو کړ .

ګل افضل لالا یې ولېد.

د ګل افضل فقط نوم کې ګل راتلو نور نه افضل و او نه ترې د ګلانو تمه کېده.

که به دې محمدي سلام هم ور واچاوه له وعلیکم سلام مخکې به یې خپله ناپړیته را وویشته.

خوله یې خوشي وه که نه د کلي په هر مړي ژوندي کې به یغ نېغ حاضر و.

حاضر ځوابي، رډ ځواب، سپکه خوله یې وه، چا ورسره خبره نه تاووله. هر یو به ویل:  خوله کې یې سپی تړلی دی.

د ملک منشي ور وړاندې شو.

ګل افضل خانه، وایه وروره څنګه چل دی؟

ګل افضل خیټه وډبوله، سبا ته مو د بۍ بۍ غم کړی؟

هو هو هېڅ چرت مه خرابوه.

ـ چې د خیټې غم مو خوړلای وي، ملک ته ووایه چې دا خو لا ولسوال دی، په ولایت هم ورځو.

ـ خدای دې مه بدرنګوه، بس چې هلکان درسره له خیره راتکړه کړې.

 – ته بې غمه شه خو رښتیا څو بجې ځو؟

ـ د شفتالو ګل د ډول ډنګ دې چې واورېده، د کلي میدانۍ ته ځان را رسوه.

ـ الله دې پکې واچوي خیر، اوس به نو سره خوره وکړو.

***

 سهار لمر تازه څړیکه را وهلې وه. شفتالو ګل د ډول مزې سره را ټېنګول، چې کلیوال له ملا تاو کړي څادرونه او له یو نیم سره بوجۍ پر میدانۍ را وبڼېدل .

ملک له خولې ډکی اخوا کړ، لاړې یې تو کړې، شفتالو ګل ته یې وکتل:
هلکه دا شی به دې کور کې ټینګ کړی وو، دادی غرمه شوه .

شفتالو ګل له دغسې خبرو سره ډېر مخ شوی وو. اله شابه، ژر کوه، ضربه شه او… دا یې پېنځلسم کال و، چې د پلار له مرګ وروسته ورته ټول ولس ور له غاړې وو.

سترګې یې په ډول کې نښتي وي، ملک ته یې کړه:

ـ دا د کور نه ددې ځی شی دی او دا دی له خیره حرکت دی.

ـ  بس لږه تادې کوه، یو خو لاره اوږده ده، بل بره بانډه کې به څه چای ډوډۍ هم کوو.

ـ ای بسم الله، ملکه ځئ چې ځو لخیره.

شفتالو ګل ډول غاړې ته کړ، ځای نیم به یې پکې ټپه هم وکړه:

غازیان به مري موزیان به روغ کور ته راځینه

برې بانډه کې د هدیرې توتانو لاندې د ملک منشي بیګانۍ کتابچه په لاس ولاړ وو، له وړاندې ورسره ځوانانو ځانونه ستړي کړي وو.

چیغې شوې:

 در وړاندې شه، ځای ورکړه، هن ډوډۍ ونیسه، پیالې ته پام کوه.

ملک منشي ته وویل:

 اوس خو به یې راسره مني؟

 –  چې اوس یې نه مني، دا لیوني د څه لپاره دي؟
د ګل افضل په لاس مې یو څو دانو ته جیبونه ور ډک کړي. ما ویل که یې نه منله، غږ وکړئ چې چور دی او که  نران یاست مالونه راټولوئ.

 ـ نه حکومت د ولس زور نه لري، غاړه به  راته ږدي.

ـ پلار به یې هم غاړه ږدي. دا خو یو کس نه دی، دوه نه دي، ته وګوره هغه سر یې نه ښکاري.

 ـ  ناوخته کېږي دا خلک درسره راټول که چې روانېږو.

شفتالو ګله ډول دې غاړې ته که چې ناوخته کېږي.

حرکت پیل شو خو لکه خلکو چې یوبل خوړلي وي.

د ملک تمه وه چې د برې بانډې سره به یې د خلکو شمېر ته سترګې تور وخوري خو ترور شو؟

چیغې یې کړې:

ګل افضله، فیضو، حزبله، سدوالله .

ګل افضل یې څنګ ته ودرېد.

ملکه خیریت دی:

ملک ورغبرګه کړه، ناوخته دی دا خلک ځمکې وخوړل که څه؟
راټول شئ چې حرکت وکړو.

ـ خلک خو نور نشته همدغه دي که نه؟

دا ټول پنځوس نفره هم نه دي.

ـ  والله ملکه ډېرو ویل چې د ولسوالۍ ګټې د ملک دي او زموږ  ورسره تر بانډې پورې ګټه وه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...