جمعه, مارچ 29, 2024
Home+په دې ورځ حامد کرزی د لومړني منتخب ولسمشر په توګه لوړه...

په دې ورځ حامد کرزی د لومړني منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه

تاند- له نن څخه ۱۹ کاله پخوا د ۲۰۰۴ م کال د دسمبر په ۷ مه حامد کرزي د افغانستان د لومړني منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

حامد کرزی د ۱۳۸۳ کال د جمهوري ریاست په لومړنیو انتخاباتو کې د خلکو له خوا د رایو په اکثریت د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د هماغه کال د قوس په ۱۷مه چې د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر له ۷مې نېټې سره سمون لري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

حامد كرزی د عبدالاحد خان كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دی چې د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د قوس په ۹ مه (د ۱۹۵۷ ميلادي كال د دسمبر ۲۴) د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زېږېدلى دى.

د حامد كرزي نيكه د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه او له هغه څخه وروسته هڅو او مبارزو كې لويه ونډه لرلې او د څه وخت لپاره يې د افغانستان د مشرانو جرګې د مرستيال په توګه هم دنده ترسره كړې ده.

د حامد کرزي پلار عبدالاحد خان كرزی د پوپل زیو قوم مشر و چې د مېلادي کلونو په حساب په شپېتمه لسيزه كې د افغانستان د ملي شورا د مرستيال په توګه په دنده بوخت وو.

په ۱۳۷۹ هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ ميلادي كال سره برابر دی، د حامد كرزي پلار عبدالاحدخان کرزی چې د بلوچستان په مرکز كوټې ښار كې يي استوګنه درلوده، د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو خو پړه یې بر طالبانو واچول شوه.

كله چې عبدالاحد خان كرزي د ولسي جرګې غړيتوب ترلاسه كړ نو له خپلې كورنۍ سره یو ځای له کندهار څخه كابل ته ولاړ او د کابل ښار د دهمزنګ په سیمه کې هستوګن شو.

زده کړې 

حامد كرزی لومړنۍ زده کړې د کابل په محمود هوتكي لومړني ښوونځي کې کړي، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې په سيد جمال الدين افغاني ښوونځي او لېسه یې حبیبیه کې ویلې ده.

نوموړی له حبيبیې ليسې څخه تر فارغېدو وروسته په ۱۳۵۵ لمریز كال كې د لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته ولاړ او د هغه هېواد د شیملې په پوهنتون كې يې د نړيوالو اړيكو او سياسي علومو په څانګه كې خپل تحصیلات پیل کړل.

حامد كرزي په یاده څانګه كې پر لېسانس سربېره د ماسترۍ درجه هم ترلاسه او په ۱۳۶۲ هجري لمريز كال كې چې د ۱۹۸۳ ميلادي كال سره سمون لري، له هندوستان څخه پېښور ته ستون شو، د شوروي له يرغل څخه د هېواد د ژغورنې په موخه د مجاهدينو له ليكو سره يو ځای شو او د خپل ګران هېواد د آزادۍ لپاره یې په عملي جهاد لاس پورې کړ.

په همدې وخت کې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له بې رحمه یرغل سره مخ و او د افغانستان ولس د خپلې آزادۍ لپاره په سخته مبارزه او جګړه لګیا وو او زموږ میلیونونه هېوادوال له خپل هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور شوي وو.

حامد كرزي په ۱۳۶۴هجري لمريز كال چې د ۱۹۸۵ميلادي كال سره برابر دی، د ژورناليزم په څانګه كې د يوې تعلیمي دورې لپاره فرانسې ته لاړ. د فرانسې د (ليل) په ښار كې د درې مياشتني كورس له بشپړولو وروسته بېرته پېښور ته ستون شو او د صبعت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات جبهې د تنظيم د اطلاعاتو د ادارې د آمر او بيا وروسته د دغه تنظيم د سياسي دفتر د مرستیال په توګه په دنده بوخت شو.

تاریخي پرېکړه

حامد كرزي د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۴مه یا د ۲۰۰۱ميلادي كال د ډسمبر په ۵ مه نېټه د جرمني د بن ښار د غونډې د ګډون كوونكو له لوري د لنډمهالې ادارې د رئيس په توګه وټاكل شو او د هماغه كال د دسمبر په ۲۲ مه چې د ۱۳۸۱ کال د مرغومې یا جدې لومړۍ نېټه وه د كابينې له غړو سره يو ځای د وفادارۍ لوړه وکړه.

د بون کنفرانس د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ په ۷ نېټه د جرمني د بون ښار په پترزبرګ دولتي هوټل کې جوړ شوی و او د افغانانو تر منځ یې د سولې او پخلاینې، د مختلفو سیاسي او جنګي ډلو د یو ځای کولو، په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې جوړېدو او دېموکراتیکو اساساتو اېښودلو ته لاره پرانیستله.

کله چې د ۱۳۸۰ کال د مرغومې په لومړۍ نېټه ښاغلی حامد کرزی واک ته ورسېد.

د اسلامي انتقالي حکومت ریاست

د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په ۲۳مه چې د ۲۰۰۲ ميلادي كال د جون له ۱۳مې نېټې سره برابره وه، بېړنۍ لویه جرګه دایره شوه او د همدې بيړنۍ لويې جرګې د غړو له خوا د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس په توګه وټاكل شو.

دویم انتخابي ولسمشر

حامد کرزي د دوهم ځل لپاره د ۱۳۸۸ کال د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې ځان کاندید کړ او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه انتخاب شو او د هماغه کال د عقرب په ۱۹ مه نېټه یې د ګڼو کورنیو او بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

7 COMMENTS

  1. د افغانستان دتاریخ توړه څپه
    هرچا چې دا شوق کړی یا هر دلیل چې دی زه ور باندې کار نه لرم. زما هدف په دې لیکنه کې دادی هر کار چې کوو باید رښتیا ووایو .ښه ته ښه ووایو او بد ته بد اوس ددې وخت تللی چې لافې باټې دروغ او دخلکو سترګو نمایشی ځان ښودنه وکړو هر څوک پوهیږی چې غوا توره او پۍ یی سپینې دی.
    دې مکار د سیاست کومه برخه لو ستې چې په همغه سیاست کې د لیسانس په کچه امتحان ترې واخلو که څه هم په ډاکتر او ماستر کې نن سبا څه پوهه نه دی پاتې او ماته دسترګو لیدلی حال دی دا په هندوستان کې د ماستری په کچه ولې دومره نا پوه او بې غیرته راوخوت چې دامپریالیزم په یابو سپور ددې مسلمان ولس تباهی،وژنې،بربادیو ته چې سالم عقل یې منلی نشی د بن له ککړې معاملې وروسته راغی دا بیا څه ډول منتخب دی چې موږ یې نه پېژنو؟ له بده مرغه ښکاری چې
    زموږ د فرهنګ لافې .بآتې دروغجن نمایشې هڅې په څلورو لسیزو کې سمې نه شوې دروغجن دې دروغ وایی خو عاقل دې قیاس کوی. دانتصافی وکیل زوی هسې ګپ لګوی .
    دده بېوخته سوانح د طلوع چینل د کاکتوس پروګرام بیسواده هغو لاف زنو ورته ده چې له لېسې هم فارغ شوی نه دی . دافغانستان دکړکیچ عوامل له ماستری سره یی هیڅ سر نه خوری ځکه پوهه او جهان بینې بیا ددې ډول جنایت فساد او خیانت جواذ نه ورکاوه
    تاریخ شاهد دی او قضاوت کوی زما لید لوری او نظر کوم شخصی غرض پورې تړاو نه لری

  2. یو واقعي لومپن او شوم انسان. زموږ په وطن کي د مافیایایی دولتي فساد بنسټ ایښودونکی او حامي.

  3. ام المفسدون
    د غنی د افغانسنتان د بیا جوړړولو د لاری نقشی ټولی ام االمفسدون ډبل عبدالله او د جنګ دوام او تروریزم له منځه وړی او دهغه لاسونه یی داسی تړلی و چی ډیر لږ کار یی و کولای شو نوری برنامی یی د همدوی له لاسه نیمګړی پاتی شوی

  4. د جلالتماب کرزي صاحب په هکله ډېرې ښې تبصرې شویدي . خو پلار یې عبدالاحد خان کرزی هغه څوک وو چې کله د افغانستان د شاهي دولت پارلمان کې اساسي قانون تصویب کېده او پښتو ژبه لومړي ځل رسمي او ملي ژبه وړاندیز شو. عبدالاحد خان کرزی یواځینی وکیل وو چې له پښتوژبې سره یې مخالفت وکړ. اسناد او شواهد وجود لري .
    حامد خان کرزي په کوټه کې افغان پیلوټان تشویقول چې خپلې جنګي الوتکې پاکستان ته تسلیم کړي او ده به په ډېر ویاړ سره ترجمانی او نطاقي کوله .

  5. د جلالتماب کرزي صاحب واکمني له نړۍ سره د سیال کولو زرینه دوره وه، ټول دولتي بنسټونه پکې ورغېدل.
    کاش جمهوریت دوام کړی وای، هېواد او هېوادوالو د ارام ساه اخېستی وای!

  6. د پلیته بی حيثیته او خبیس دوره په دی ورځ د افغانستان د نابودی تهداب کیښود لعنت دی په دی پک انسان شې

  7. د کرزي پلار څو ښځې کړې وې ، خو د ده خپله مور د آیت الله محسني ل ع خپلوانه او شیعه وه . له همدې امله یې د پوهنتون مځکه په کابل کې لویې شیعه خانې ته ورکړه .
    پلار یې د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون ته چې کله فیصله وشوه ، پښتو ژبه باید رسمي شي ، مخالفه رایه ورکړې وه .
    کرزی د جهاد وخت کې د آی اس آی له خوا مسوول وو چې افغان پیلوټان تشویق کړي خپلې جنګې الوتکې پنجاب ته واړوي او تسلیم شي . تاسو به د هغه ویدیو او ترجماني لیدلي وي .
    کرزی او زاخېل وال د ټالبانو په اوله دوره کې د شورای نظار یا شمالي ټلوالې غړي ول ، نوله همدې امله د بن په کنفرانس کې د یونس غیر قانوني ، ډبل عبدالله او نورو له خوا د لومړني موقت رئیس په توګه وټاکل شو.
    د هغه 14 کلنه دوره ټوله د شورای نظار او شمال ټلوالې په خدمت کې تېره شوه او نور تاریخ یې ولس ته معلوم او لا نه دی هېر شوی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب