تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) د پاسپورټ عمومي ریاست اعلان کړی چې په تېرو شپږو میاشتو کې نژدې ۶۰۰ زره پاسپورټونه صادر شوي دي.
د دې ادارې ویاند ویلي چې دا پاسپورټونه هم د هېواد دننه اوسېدونکو ته او هم هغو افغانانو ته ورکړل شوي یا تمدید شوي دي چې له بهر څخه راستانه شوي دي.
د پاسپورټ د عمومي ریاست د ویاند، عمري لوګری په وینا په اوسط ډول، هره ورځ شاوخوا درې زره کسان د پاسپورټ مرکزي دفتر او د ولایتونو څانګو ته مراجعه کوي، او هغوی ته پاسپورټونه صادریږي.
ښاغلی لوګري زیاتوي، اوس مهال د ناروغانو، د بېرته ستنېدو ټکټ لرونکو مسافرو، او د لویو لارو د موټر چلوونکو لپاره ځانګړي طرزالعملونه شته، چې د هغوی پاسپورټونه له ۳۰ دقیقو تر یو ساعت پورې تیار او صادرېږي.
هغه زیاته کړه:
«هغه وګړي چې په بېړني ډول پاسپورټ ته اړتیا لري – لکه ناروغان چې بهر ته د تګ پلان لري، د بهر اقامت لرونکي کسان، د لویو لارو چلوونکي، د ملي المپیک کمېټې لوبغاړي، او خبریالان – د هغوی لپاره ځانګړې چټکه پروسه رامنځته شوې ده. د هغوی پاسپورټونه له ۳۰ دقیقو تر یو ساعت پورې وخت کې تیارېږي او صادریږي.