تاند (دوشنبه، د تلېږ میزان ۲۸ مه) په افغانستان کې د ټاپي نللیکې د جوړولو کار ۱۴ کیلومترو پرمخ تللی دی.
دا اعلان د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال، ملا عبدالغني برادر، او د ترکمنستان ملي مشر، قربانقلی بیرديمحمدوف، هرات ته د ګډ سفر پر مهال وشو.
د ملابرادر د دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دواړو هېوادونو پلاوو د پروژې مسیر له نږدې وکوت او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر ژمنې یې ټینګار وکړ.
ملا برادر د TAPI پروژه د «سیمهییز اتصال او سوکالۍ لپاره یو مهم ګام» وبلله او له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو پانګهوالو یې وغوښتل چې د افغانستان له اقتصادي فرصتونو څخه ګټه واخلي.
قربانقلی بیرديمحمدوف بیا ټینګار وکړ چې ترکمنستان له ټاکلي مهالوېش سره سم د دې پایپ لاین بشپړولو ته ژمن دی، او دا پروژه د عشقآباد لپاره لومړیتوب لري.
د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند (TAPI) نللیکه د انرژۍ د انتقال یوه ستره پروژه ده چې د ترکمنستان له «ګالکینیش» د ګازو له لویې سرچینې څخه، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته طبیعي ګاز لېږدوي.
دغه پروژه چې شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، له تېرو کلونو راهیسې د جګړو او سیاسي بېثباتۍ له امله څو ځله ځنډېدلې ده. په افغانستان کې د دې پروژې د کار رسمي پیل په ۲۰۱۸ کال کې د پخواني ولسمشر اشرف غني لهخوا د هرات په ولایت کې شوی و. خو د پایپ لاین د اېښودو عملي کار د طالبانو په حکومت کې پیل شو.
په لومړیو دوو میاشتو کې د دې پروژې کار چټک پر مخ لاړ، خو څرګنده نه ده چې وروسته ولې دا کار ورو شوی دی.