یکشنبه, فبروري 8, 2026
Home+د / لیکوال: نقیب‌احمد عزیزي‎

د / لیکوال: نقیب‌احمد عزیزي‎

تاسې فکر کړی چې د متن په ايډيټ کې د «دال/د» خوراک څومره زور غواړي؟ هغومره چې غذايي دال د ځينو خوښ نه دی، دغومره دغه د لیکوالي «د» د ايډيټرانو په زړه بد لګېږي.

هسې خو پښتو لیکدود تر اوسه د سمتي کمکش د بزکشي سېرلي ته پاتې کېږي، خو په نسبي متفق لیکدود کې «د» لا هم داسې سرخوږی دی چې غالباً يوازې د متن سمونګرانو ته معلومېږي، البته د هر مصحح شاید ورسره حساسیت نه وي، ځکه په دومره پراخه کچه کارېدل یې عادي کولای شي او عادي شوی ښکاري.

که زه وليکم چې:

د افغانستان سره مرسته وشوه!

دلته دال د «له» سربل په ځای راغلی، ځکه کله چې اوستربل «سره» وي، «له» لیکل په کار دي. د دې قاعدې له مخې د پاسنۍ جملې سمه بڼه دا راوتلای شي:

له افغانستان سره مرسته وشوه.

خورا اسانه ويلای شو چې د پښتو په ډېری متنونو کې «د» د «له» په ځای کارېدلی دی.

«څخه» بل وييکی دی چې د اوستربل په توګه یې ډېرو لیکوالو په لیکنو کې کارېدل جاري دي. دا هم د «سره» غوندې «له» سربل غواړي، یعنې کله چې تر «نوم» وروسته «څخه» راځي، تر نوم وړاندې «له» سربل لیکل مناسب ګڼلای شو:

مثال:

د افغانستان څخه ووت.

دلته چې د وتلو فعل عملاً پیلېږي، حرکت تصوروو او حرکت د مبداء نقطه لري. غالباً د واټن د ابتداء مفهوم هغه وخت ښه تصور کولای شو چې د اضافت په «د» یې و نه لیکو او داسې ووايو:

ـ له افغانستان څخه ووت.

دا خو لا بل بحث دی چې تر وسه وسه جملې لنډې ولیکو. مثلاً پاسنۍ جمله داسې لنډولای شو چې «څخه» حذف کړو او دا چې «افغانستان» په بې‌غږه یا کانسونينټ توري ختم دی «ه» ورپورې ونښلوو:

ـ له افغانستانه ووت.

د «نه» اوستربل هم هغه څه دی چې سربل یې «د» نه شي کېدای، یعنې که په جمله کې تر نوم وروسته متصل «نه» راغلی وي، تر نوم مخکې باید «له» وليکل شي:

د افغانستان نه په وتو کې په تکليف شو.

هغوی چې «د» د «له» په ځای ليکي، جملې هم اسانه نه شي لنډولای، ځکه خو په پاس جمله کې «نه» نه شو ړنګولای، خو که سمه یې ولیکو اسانه حذفېږي:

له افغانستانه په وتو کې په تکليف شو.

«نه» وییکی چې بې «داله» هم ولیکو ډېری وخت جنجالي شی دی. جنجال یې دا دی چې کله کله لوستونکی د معنا په مثبت او منفي کې شکمنوي. دا مشکل هغه وخت لا زیاتېږي چې په جمله کې نوم په واول ختم وي، مثلاً:

هغه له سپي نه ډارېږي.

دلته لوستونکی په دې سم نه پوهېږي چې هغه اوس له سپي ډارېږي که نه ډارېږي؟

کله چې «له» سربل راغلی وي او په جمله کې استعمال شوی نوم په واول توري ختم وي، «نه» اوستربل حذفول متن واضح کولای شي:

هغه له سپي ډارېږي.

خو که غواړو چې دا جمله منفي فهم ولېږدوي، بیا د «څخه» سربل زیاتول مرسته کوي:

هغه له سپي څخه نه ډارېږي.

بېرته به «افغانستان» ته راشو. «د» چې جنجالونه جوړوي، اصلي کار هم لري؟ هو بالکل یې لري. اصلي کار یې دا دی چې دی اضافي ترکيب ورغوي، یعنې یوه اسم ته د یوه بل شي نسبت تنظیم یا ثابت کړي. دغه نسبت به یا د مالکیت وي، یا به د عضویت وي، یا به د مشابهت وي او یا نورې اړيکې هم کېدای شي… مثلاً لکه دا جملې:

ـ مجتبی علي «د» ټاګور شاګرد دی.

ـ جنرال قادر «د» پرچم ګوند غړی و.

ـ جرنیل یار محمد خان وزیري داسې کتاب ليکلی لکه («د» نورې دنیا ورک سپاهیان) چې یې ليکي.

د اضافت «د» اوستربل نه غواړي، یوازې مضاف غواړي. لکه د ټاګور «شاګرد»، د پرچم ګوند «غړی» او د نورې دنیا «ورک سپاهیان».

«د» چې د اضافت لپاره نه وي او د سربل په توګه کارېدلی وي، دا امکان کم دی، خو شته. په دغسې وخت کې یې سربل «کره» دی. مثلاً:

ډاکټر احسان الله درمل («د» استاد پسرلي کره) ډېر ورغلی دی.

«د»: سربل

«استاد پسرلي»: اسم

 «کره»: اوستربل

ځينې کسان د «سره» اوستربل د راتګ په وخت کې هم سربل له «داله» جوړوي چې بیا هم د «له» ځمکه پرې غصبېږي. مثلاً:

ـ لیکوالي (له تمرين سره) ښه کېدای شي.

که ولیکو چې («د» تمرين سره)؛ نو هغه د چا خبره؛ «باز کار خراب میشه».

په دغو لاندې جملو کې د «د» رول هماغه خپل د اضافت نقش دی، ځکه خو یې له ځایه د ولاړولو حق هم نه لرو:

ـ د افغانستان حق دی چې دفاع وکړي.

ـ د افغانستان په لور روان یم.

ـ د افغانستان له خوا يرغل نه دی شوی.

په اداتو، اسمونو، صفتونو، قیدونو او د جملو په بېلابېلو جوړښتونو کې غور نه یوازې د یوه کس ليکوالي بهتره کولای شي، بلکې ژبه ورسره غوړېږي او نوي ليکونکي د سبا په لویو لیکوالو بدلوي. هره هغه جمله چې تر شا یې د لیکلو په منطق غور موجود وي، اسانه نه شي ماتېدلای، خو که تقلیدي لیکل کوو، نه یوازې موږ نه شو ښه کېدلای، متاسفانه ژبه هم ژوبلېږي.

پای

۱۴۰۴/۱۱/۱۹ کابل، ماخستن

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...